راپور: خاکسار وقار
له وعدې سره سم په لغمان ولايت کې د جمعيت اصلاح له لوري د ترسره شوې سيالۍ د پايلو غونډه د غويي (ثور) په ديارلسمه نېټه د جمعې په ورځ د قلعة السراج په تاريخي بڼ کې جوړه شوه.
دغه غونډه چې پکې په سلګونو تنو ګډون کړی و د سهار په ۷ بجو د قرانکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت او د انجينر عبدالرحيم مياخيل په وياندويې پيل شوه.
پرانسته وينا د جمعيت اصلاح – لغمان مرستيال ښاغلي استاد محمد عثمان اخلاص وکړه، هغوی د پايلو په شفافيت او د ازموينې د پارچو د کتلو په دقت رڼا واچوله او زياته يې کړه چې د اړتيا پر مهال يوه پرچه دوه او درې ځله هم کتل شوې ده.
ورپسې د جمعيت اصلاح – افغانستان د مرکزي شورا رئيس ښاغلي استاد نصير احمد (نويدي) وينا وکړه، نوموړي په ټول افغانستان کې د جمعيت اصلاح په کارونو رڼا واچوله او زياته يې کړه چې د هيواد په اوسني حالت کې د دغسې پروګرامونو جوړول ډېر اړين دي، ځکه چې په بېلابېلو ډولونو د خلکو ذهنونه تر يرغل لاندې دي او د ياد يرغل د مخنيوي لپاره له تربيې پرته بله لار نشته.
د ښاغلي استاد له خبرو وروسته د نهاد جوانان مسلمان افغانستان عمومي رئيس ښاغلي دکتور رحمت الله (زاهد) وينا وکړه، نوموړي د نجم په هدف او کار رڼا واچوله او زياته یې کړه چې ځوانان بايد په يو منظم ډول د ګډې موخې لپاره يون وکړي، ګډ کار وکړي او په ګډه توګه د هيواد د ملي پرمختيا لپاره ګامونه اوچت کړي.
ورپسې د لغمان د ولسونو به استازيتوب د ياد ولايت استازي ښاغلي ګلزار (سنګروال) خبرې وکړې، هغوی په ټوله کې د جمعيت اصلاح – افغانستان فعاليتونه ښه و ارزول او مننه يې وکړه چې د لغمان د ولايت د ولسونو منځ ته يې هم دغه فعاليتونه غزولي دي،
د وينا تر څنګ يې د لغمان د ولسونو په استازيتوب د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس ته د وياړ پګړۍ هم په سر کړه.
د غونډې په پاي کې د سيالۍ پايلې اعلان شوې. په لومړۍ درجه کې ښاغلي (ضياء الرحمن د عبدالحکيم زوی) ته چې (۹۷) نمرې يې وړې وې (۱۵۰۰۰) افغانۍ ، دويمه درجه کې (شازيه د محمد عيسی لور) ته چې (۹۵) نمرې يې خپلې کړې وې (۱۰۰۰۰) افغانۍ، دريمه درجه کې (کريم الله د کمال الدين زوی) ته چې (۹۴) نمرې يې وړې وې (۵۰۰۰) افغانۍ او پاتې (۱۰۵) تنو نورو برياليو ګډونوالو ته هم بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
د يادولو وړ ده چې د سيرت اول نمره ته د مولوی صيب حبيب سرور له لوري (۳۰۰۰) کلدارې هم ورکړل شوې.
غونډه له غرمې وړاندې په (۱۰) بجو د دعاء په کولو سره پاي ته ورسېده.