About the author

Related Articles

5 Comments

  1. 1

    عطاءالرحمان درانی

    سلامونه اونیکی هیلی می ومنی! دجمعیت اصلاح نه په دیری مننی سره چی ځمونږ په ولسوالی کی دقران پوهنی دوره جوړه کړه. الله دتاسو ټولو ته اجر درکړی او مولوی صاحب ته روغ صحت اودیر عمر ورکړی. ستاسو دادقدر وړکارونه به ځمونږ ټولنه کی دیر زیات مثبت بدلونونه راولی او انشا ءالله دیوی سالمی اسلامی ټولنی طرف ته به نور هم ورنزدی شو. اودی خزان وهلی هیواد کی به بیا داسلام بیرغ بیا په رپیدو شی. انشاءالله

    Reply
  2. 2

    سيف الله عابد

    ماشاء الله– دير شكلي بروكرام وو– الله باك دي د جمعيت اصلاح به جهودو كي بركت واجي.

    Reply
  3. 3

    کامران نورزی

    د جمعیت اصلاح مشرتابه!

    السلام علیکم

    ستاسی له راپورونو څخه داسی ښکاری د فهم قرآن دوری مو خوار کامیابی روانی دی. په لسګونو او زرګونو خلک پکی اشتراک کوی. تاسی خپل پیغام آن تر لکونو خلکو رسوۍ. ولی پوښتنه دا ده چه آیا کله مو د خپل کار ارزونه کړې ده؟ تاسی د خلکو په سخصی او ټولنیز ژوند کی څومره تغیر راوستی؟ د خلکو په ژوند، چال چلند، یو بل سره محبت، دین سره مینه او داسی نور مو احساس کړې یا هغوۍ خپله خپله ټولنه کی تغیرات احساس کړی؟
    پوه شوم!
    پوښتنه درته سخته او بی ځایه ښکاره شوه.

    ولی بیا هم منحیث ستاسی د برنامو یو طرفدار او ملاتړې زما نظر دی ترڅو جمعیت اصلاح هره هغه منطقه کی چه داسی برنامی په کار اچوی د خلکو ترمینځ یو لیکلې سروې تر سره کړی ترڅو معلومات شی چه آیا دومره خواری او محنت خو عبث ندی، آیا همدا طریقه موثره ده که بله لار غوره شی؟
    بلې! ځنې خلکو ته یو کوچنې بلون هم ډیر لوۍ بدلون وی، د مثال په توګه یو کس وای هغه پخوا نصوار/سګرټ کول خو د جمعیت اصلاح په وینا یی اوس نکوی، بل وای په کور کی به یی په ښځو ظلم کولو اوس پری سلام اچوی او ښه چلند ورسره کوی، بل وای اوس په وخت لمونځ کوی، بل وای اوس یی له قماره توبه ایستلی، بل وای پس له دی به خلکو ته دین پیغام او دعوت رسوی، بل وای ورسته له دی سود نه کوی، بل وای جمعیت اصلاح ترې وعده اخیستې چه کنځل به نکوی، یو وای له دښمنۍ یی توبه ویستلی، بل کلی کهول کی له شیطانته، بل له تعلیم سره علاقه پیدا شوی، بل وای زه به لور او ځوی درس وایم، بل وای اوس ورسره په ټولنه کی د تغیر را وستو عزم پیدا شوی او د جمعیت اصلاح سره اوږه په اوږه به کار کوی … او داسی نور.

    زه او زما په څیر ډیر ستاسی له کاره مطمن دی او د خلکو سترګې ستاسی په لور دی ترڅو ټولنه کی تغیر ته لاره هواره کړۍ.

    والسلام
    کامران نورزې

    Reply
  4. 4

    شکرالله مخلص

    زه د جمعيت اصلاح د روداتو او هسکې ميني څانګې ته په دغه کاميابه دوره مبارکې وايم يقينا چې په کلې والو سيمو کې د فهم قران د دورو نهايت زيات ضرورت دي ځکه چې په ښارونو کې د دين زده کولو مواقع زيات وي خو په کليوالو علاقو کې په دې هکله هيڅ هم نشته نو د جمعيت اصلاح دغه اقدام چې هرڅومره وستايل شي کمه ده
    زه پخپله په خپله ولسوالۍ بلکه په خپل کلي کې د فهم قرآن په دغه مبارکه دوره کې د ګډون سخت ليواله وم خو د ځينو ضرورتونو له مي ونه شو کړاى چې ګډون په کې وکړم خو بيا هم جمعيت اصلاح او په ځانګړې توګه شيخ القرآن عبدالصبور ته مبارکي وايم او د الله نه ورته د لا زيات توفيق رجا کوم

    Reply
  5. 5

    عبدالله نصرت

    محترم نورزی صاحب!
    سلام مو ومنی….
    محترما!
    پوښتنه مو نه سخته ده او نه بی ځایه ستاسی دنظر مننه کوم اودیو واقعیت دی چی څوک کوم کارکوي نو دهغی نتایج باید دمخکی څڅه وڅیړی او همدډول وروسته یی دراغلیو نتایجو ارزونه هم وکړي.الحمدلله موږچی په خپله ټولنه کی دقرآن پوهنی ترعنوان لاندی کوم اجتماعات کړي او په هغي کی دمحترمومحاضرینو لخواکوم موضوعات وړاندی شوي لومړی مودټولنی ستونزی راټولی کړٍي بیاموورته دهمدی ستونزودعلاج لپاره قرآن کریم او نبوي احادیثو په رڼاکی دغه موضوعات تعین کړی چی لله الحمد ډیرزیات اثریی پریښودی دی موږ سره یی بیلګی شته که دتبصری دطولانی کیدوخبره نه وایی نودخپلی ټولنی دافرادو او کورنیو نومونه به می درته اخیستی وای دهمدی دوروپه نتیجه کی پکی اللله پاک ډیرلوی تغیرراوستی دی محترما زموږاوستاسی ټولنه کی له پخوا څخه ډیرزیات مشکلات موجود وواو اوس هم شته ددی مشکلاتو له منځه وړل ډیروخت ته اړتیالری هیله ده چی الله پاک به یی ددغسی دینی برنامو دتطبیق په صورت کی له منځه یو سي اوپه اخره کی دقران کریم هغه ایت وړاندی کوم چی الله پاک فرمایی بعد اعوذبالله من اشیطان الرجیم (ولتعلمن نباه بعدحین)

    Reply

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

د جمعیت اصلاح ویب سایټ ټول حقوق خوندي او د ويب سایټ د نوم په یادولو یې کاپي کول مجاز دي