دافغانستان اسلامي فرهنګي مرکزغړو د روان کال د ثور د مياشتې په ۸ د يک شنبې په ورځ تربيتي رحله وکړه.
نوموړې رحله چې د اسلامي وقار تر نامه لاندې جوړه شوې وه د سهار شاوخوا په 8:00 بجود افغانستان د اسلامي فرهنګي مرکز څخه د تخت باهي د کنډراتو( په تخت باهي کې د تاريخي اثارو سيمه) په لور پيل شوه.
نوموړی سفر د قاري صاحب شکر الله مخلص لخوا د سفر د دعا په لوستلو او د استاد نعمت الله په تلاوت پيل شو، چې د لارې په اوږدو کې مشاعره او نور تفريحي پروګرامونه هم تر سره شول.
ټاکل شوي ځای ته تر رسيدو وروسته د رحلې مسؤل ښاغلي قاضي محمد حسن اسلامي پيليزه وينا وکړه، ملګرو ته يې ښه راغلاست ووايه او د رحلې اداب او موخې يې واضح کړې، نوموړی زياته کړه چې د رحلې او تفريح ترڅنګ بايد اسلامي وقار هم په نظر کې ونيول شي او پدې يې ترکيز وکړ چې ورورنه يو له بل سره مرسته وکړي ترڅو لدې لارې يې د ټولنيز خدمت روحيه لا زياته پياوړې شي، تر دې وروسته ازاده تفريح وه چې ورونو پکښې په ګډه د تاريخي ځايونو څخه ليدنه وکړه. ياده دې وي چې دغه تاريخي ځاى د بودايانو د راهبانو پوره کلې دي چې د پاکستان حکومت لخوا کشف شوي د هغوى د عبادت خونې او نور تاريخي ودانۍ په کي واضح معلوميږي
د ماسپښين تر لمانځه وروسته ښاغلي عبدالظاهر الاثري، دافغانستان اسلامي فرهنګي مرکزمالي مسؤل د(په اسلامي عمل کې فتور، لاملونه او علاج يې) تر سرليک لاندې درس وړاندې کړ، هغوی دا يادونه وکړه چې د اسلامي دعوت په دايره کې ترټولو خطرناکه بيماري فتوريعني سستي ده، نوموړي په اسلامي عمل کې د فتور لس لاملونه ذکر کړل او د هغوی د علاج په لارو چارو يې رڼا واچوله.
تر دې وروسته فرهنګي سيالي ترسره شوه چې د رحلې د لا زياتې ښکلا سبب شوه.
رحله د ورځې په دوه نيمي بجې د تخت بهايي څخه د چهارسدي سردرياب په لور حرکت وکړ او هلته يې د سيند د غاړې ننداره وکړه او د مازيګر لمونځ نه وروسته بيرته د پيښور په لور حرکت وکړ او د شپې 8:00 بجې بيرته د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز ته راستنه شوه.
ياده دې وي چي په رحله کې د ثقافي او فرهنګي برنامو مسئوليت محمد بلال خدمت او دخدماتو چاري شکرالله مخلص او حميدالله صديقي ته سپارل شوي وې