راپور: نظیف الله نظیف
د ۱۳۹۲ کال د وري د میاشتې په ۳۰ نیټه د غزني په ولایت کې د کابل څخه د تللي وفد له لوري په غزني کې د جمیعت اصلاح افغانستان سیمه ییز دفتر د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.
د پرانیستې دغه غونډه د قاري صیب اخترمحمد په تلاوت سره پيل او ورپسې قاري صیب نورالله راغلو میملنو ته هرکلې ووایه او وروسته مولوي محمد امان رسولي د خپلې وینا په شروع کې د دعوت په اهمیت باندې رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې د رسولانو د لیږد لړۍ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په رسالت باندې پاې ته ورسیده او پدې ډول د رسالت دغه درنده وظیفه د امت مسلمه مسؤلیت شو.
استاد زیاته کړه که چیرې مسلمانان ددغه نبوي رسالت پيغام وخلکو ته ونه رسوي او خلک ورته دعوت نه کړي نو خامخا به دوې ونورو لورو ته د نورو خلکو له خوا دعوت کیږي، په ځانګړي ډول نن سبا چې د کفري نړۍ وسایل دومره پرمختللي دي چې د بداخلاقۍ او ناروا پيغامونه یې زمونږ د کورونو منځ ته رارسیدلي دي او خپل ناروا دعوت او پيغام یې زمونږ دکورونو ترمنځ رارسولې ده، استاد زیاته کړه چې غربيان له دومره لرې ځای نه دلته راغلي دي او مونږ په خپل وطن او خپل کور کې د خپل تحریف شوو او خرافاتي عقایدو په لور دعوت کوې نو مونږ او تاسې ولې خپل وروڼه د اصیل اسلام په لوري نه رابلو؟؟ په حقیقت کې دا زمونږ او تاسې کمزوري ده چې مونږ مسلمانانو وروڼو ته د اسلام اصیل فهم او پيغام ندې رسولې ځکه خو کفار دلته راغلي دي او دا ځای یې د خپل دعوت لپاره ټاکلې ده که چیرې مونږ خپله دنده ترسره کړې وې نو د هغوې پيغام ته به هیڅ چا هم لبیک نه وې ویلی او د هغوې پيغام دلته منل خو څه کوې چې خلکو له خوا به له سخت او شدید مخالفت سره مخ شوې وې خو مونږ او تاسې خپله دنده نده ترسره کړې.
ورپسې استاد د جمعیت اصلاح افغانستان په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې جمعیت اصلاح د هدفمندو او با رسالته مسلمانانو یوه ټولګې دې چې د الهي دعوت پیټې ته یې په افغانستان کې اوږه ورکړې ده او له ټولو مسلمانانو نه یې وغوښتل چې له دې دینی جریان سره مرسته خپله دیني وجیبه او مسؤلیت وګڼي او له دې دیني جریان سره ترخپله وسه مرسته او همکاري وکړي ځکه چې د الهي دعوت اونبوي رسالت د مقدسې دندې ترسره کول زمونږ او تاسو ټولو مسلمانانو مشترک مسؤلیت دې.
استاد د خپلو خبرو په ادامه کې د غزني ولایت په تاریخ باندې هم رڼا واچوله او ویې ویل چې غرني په خپل تاریخ کې د جهاد او علم مرکز وو او اوس د اسلامي ثقافت مرکز هم شو.
ورپسې قاری صیب شکرالله چې د سعادت په رادیو کې د سیرت د درسونو مسؤلیت ورپه غاړه دې اود یادې راډیو په نماینده ګي یی په دغه غونډه کې برخه اخیستې وه د جمعیت اصلاح د مرکز پرانیستل یې په دغه ولایت کې ډیر مثبت وارزوه، او په ادامه کې وویل چې د علماوو مسؤلیت د امت د نورو پرګنو په پرتله ډير زیات دې او علماء باید خپل مسؤلیت درک کړي او امت له قرآن سره وتړي ځکه چې امت ترډیره وخته له قرآن او قرآني تعلیماتو نه لرې ساتل شوې وو. او مونږ باید د اسلام درست او اصیل فهم نړۍ والو ته وروپيژنو او هغوې ته په ډاګه کړو چې اسلام وحشت نه بلکه دسولې، امن او عدالت دین دې، ورپسې یې د جمعیت اصلاح سره د هر راز همکارې وعده وکړه.
غونډه د قاري صیب نورالله د امام اعظم مسجد امام په دعاېې سره پای ته ورسیده.
11 Comments
عنايت الله مومن يار غزني
تولو ورونوته يي مباركي وايم.خداي ج دي دخدمت توفيق وركري او راكري.
رحمت الله شاکر
ټولو مؤمنو او متدینو وروڼو ته دې د دغه ديني مرکز پرانستل مبارک وي، الله دې وکړي چې د کابل په شان ښه ديني فعالیتونه پکې وکړي.
د دنیوي او اخروي کامیابۍ په هیله مو.
نویدی
گشایش دفتر جمعیت اصلاح در غزنی را به تمام هموطنان وخاصتاً مردم متدین پایتخت فرهنگی کشورهای اسلامی ( شهرغزنی) مبارک باد عرض می نمایم.
به امید مؤفقیت های مزید برادران.
ملامحمد چکری
گشایش دفتر جمعیت اصلاح در غزنی را به تمام هموطنان عزیز از صمیم قلب تبریک ګفته خصوصا به مردم شریف غزی وبه کارمندان ساحوی دفتر توفیق مزید خوا هانم
shafiq
بيسيار خوب کار کردن
اين کار درولايت غزني خصوصا بيسيار اهميت دارد
میرزااغا(عادل)
ټولو مومنو ورونوته مبارکی وایم خصوصتآ دجمعیت اصلاح ورونو ته الله ج دی ورته دریښتینی خدمت کولو توفیق ورکړی
فصیح الله عبدالباقی
د ددی دینی ، تربیتی او خدماتی مرکز په پرانسته د غزنی مومنو مسلمانانو ( خویندو او ورونو) ته د زړه له کومی مبارکی وایم، الله پاک دی د غزنی ورونو ته توفیق ور په برخه کړی چی دا مرکز په خپلو دینی او تربیتی فعالیتونو اباد وساتی. امین
عبدالحليم منيب
درقدم اول گشايش دفتر ساحوي جمعيت اصلاح افغانستان رادرپايتخت فرهنگي كشورهاي اسلامي به ملت افغانستان ودرقدم دوم به همه كشورهاي اسلامي تبريك ميگويم ازتمام برادران مسلمان خود ميخواهم كه براي برادران خودكه دركاروان اصلاح مصروف خدمت دين هستند دردعاهاي نيك شان فراموش شان نكنند
حامد
افتتاح دفتر ساحوی جمعیت اصلاح را در ولایت زیبای غزنی خاصتاًبرای مردم متدین ولایت غزنی وثانیاً به تمام ملت قهرمان افغانستان تبریک وتهنیت عرض مینمایم واز الله منان تمنا دارم که این کار دینی ودعوتی را در ولایت غزنی باعث پیشرفت وترقی ملت عزیز مان بگرداند .
رحمت الله عظیمی
داخوډیرښه کاروشوچی په غزنی کی هم دجمعیت اصلاح دفترخلاص شو زه دزړه له کومی دغه مبارک پیل ته مبارکی وایم اوله الله جل جلاله څخه غواړم چی زموژورونه په دی کارکی بریالی واوسی اوزمونژ داسلامی امت لپاره دخدمت کولو جوګه شی اوهمدارنګه دغزنی دشریفوخلکو څخه غوشتنه کوم چی له دغه کاروان سره یو ځای شۍ اوداسلامی امت داتحاداو ورولی لپاره کارته ملاوټری اوپه ریشتیا سره دنیاوالوته اسلامی تمدون اوتهذیب معرفی کړی ترڅویوځلی بیا هغه له لاسه ورکړی عزت اومجد دنړی په سطحه ترلاسه کړو
دافغانستان اسلامي فرهنګي مرکز/ شکرالله مخلص
د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز اداره د اسلامي نړى په کلتوري مرکز غزني ولايت کي د جمعيت اصلاح افغانستان د ساحوي دفتر د پرانستلو له امله د غزني مسلمان ولس د غزني د جمعيت اصلاح د ساحوي دفتر مسئولينو او ټولو غړو د جمعيت اصلاح قيادت او د جمعيت اصلاح ټولو غړو همکارانو او همفکرانو ته د زړه له کومي مبارکي وايي او دالله رب العزت نه غواړي چي دا د افغانستان مسلمان ملت لپاره د خوشحالى زيري له ځان سره راوړي او د الله نه ورته د الله ددين د خپراوي او اقامي په لار کې مزيد توفيق غواړي.