راپور: خاکسار وقار
د جمعيت اصلاح ننګرهار پوهنتون دسيمه ايزې څانګې غړو، همکارانو او همفکرانو رحله وکړه.
دغه رحله چې د روان کال د وري (حمل) مياشتې په ۲۳مه نېټه د جمعې په ورځ برابره شوې وه، د ننګرهار پوهنتون له ټولو پوهنځيو څخه شاوخوا (۱۵۰) تنو محصلينو او استادانو پکې ګډون کړی و.
ګډونوالو د سهار اوه بجو په شاوخوا کې له پوهنتون څخه د فارم هډې د باغونو په لور حرکت وکړ، چې د لارې په اوږدو کې د سفر د ادابو او دعاګانو برسيره مشاعره هم ترسره شوه. ټاکل شوي ځای ته تر رسيدو وروسته ټول ګډونوال په اته ګروپونو وويشل شول.
ورپسې پيليزه وينا ښاغلي استاد شيرزاد عزيزي د پوهنتون څانګې د تربيت مسئول وړاندې کړه، د رحلې اداب او موخې يې څرګندې کړې او ګډونوال يې وهڅول چې د سمعې او طاعت روحيه دلته په ټوله کې پر ځای کړي، ملګري يې يو ځل بيا د نيتونو تجديد ته وهڅول تر څو په پوره اخلاص سره د الله جل جلاله د رضا لپاره دغې پروګرام کې تر پايه مله پاتې شي. ورپسې د ګروپونو تر منځ د ذهنې او فرهنګي پوښتنو سيالۍ وشوه. تر هغې وروسته ښاغلي استاد مولانا عبدالصبور د فهم درس وړاندې کړ. نوموړي د نورو له بللو وړاندې د ځان جوړولو او د اسلام په هر اړخيزتوب خبره وکړه. استاد وويلې چې اسلامي نظام کومه ايډيا او نظريه نده بلکه د داسې يو چوکاټ نوم دی چې د انساني مسائلو د حل قوانين پکې پراته دي او اصلاً په همدې موخه راغلی چې په نړی کې د اخوت، مينې، عدل او انصاف څادر وغوړوي.
ورپسې ښاغلي استاد …. په اسلام کې د بلنې په ارزښت خبره وکړه، هغوی د اسلامي دعوت سره يوځای والی يو ستر وياړ وباله او يادونه يې وکړه چې ددغه وياړ له حاصلولو وروسته يې بايد مسئوليت هم پوره درک شي تر څو پورې د هغه مسئوليت د پوره کولو لپاره سمې هلې ځلې وشي.
له دوی وروسته د ننګرهار پوهنتون د جمعيت اصلاح مسئول ښاغلي استاد دکتور نجيب الله (صالح) په طلابي نشاط او د هغه ټولي په اړوند خبره وکړه چې الله جل جلاله ورسره د مرستې وعده کړې. استاد د کاملې خپلواکی اصلي لاره د فکري بدلون لاره وښودله، هغه وخت چې خلک خپل ځانونه له داخل څخه بدلون ته تيار کړي، ددې تر څنګ يې ځوانان وهڅول تر څو په هميشني توګه خپلو سفرونو او رحلو کې د سفر اداب په پوره توګه مراعات کړي تر څو له يوې خوا د الله جل جلاله ستر اجر ورپه برخه شي او له بلې خوا سالمه ذهني تفريح هم وشي.
د يادولو وړ ده چې د رحلې د درسونو په اوږدو کې د يادې رحلې د فرهنګي مسئول محمد شريف (څار) له لوري بېلابېلې فرهنګي سيالۍ او لوبو ته ځای ورکړل شوی و چې ګډونوال يې تر پايه پورې ويښ او خوشاله وساتل. ياد پروګرام د مازديګر له لمانځه وروسته په پنځه نيمو بجو د استاد پوهندوی مولوی محمد شريف (رحمانی) په دعا سره پای ته ورسيده او ګډونوال په خپلو ټاکل شويو موټرو کې د پوهنتون په لور راوخوځېدل.
3 Comments
محمد اسحق
ماشاء الله، ډېر خوند يې راکړ، کاش چې زه هم پکې شريک شوی وای. له پوهنتون څانګې څخه ډېره مننه چې دغسې رحلې برابروي، الله مو همیشه همدغسې تاند او بريالي لره.
په مينه
نویدی
مبارک دی وی
فصیح الله عبدالباقی
ښکلې رحله او ښکلی راپور
د ننګرهار پوهنتون دعلم زانګو او داسلامی حرکت مرکز ته دی ابتکارات مبارک وی.