راپور : عبدالصبور مبارز
(۱۳۹۲/حمل/۲۴ شنبه) جمعيت اصلاح ختيځ زون د خپل پراخه فعاليتونو په لړ کې داځل وغوښتل چې خپل په دين مينو هيودوالو ، مشرانو او ملي تجارانو ته خپل د تير کال فعاليتونه او لاس ته راوړنې وړاندې کړي او په اينده کې دې ترې خپل مالي او معنوي ملاتړ غوښتنه وکړي.
په همدې خاطر يې د جلال اباد ښار د پنج ستاره هوټل په انګړ کې ياده غونډه جوړه کړه غونډه د ماسپښين په ۳:۳۰ بجو د استاد محمد ګلاب توحيديار په وياندويې او د قاري صيب محمد صابر په تلاوت سره پيل شوه.
د جمعيت اصلاح د ختيځ زون مسئول او د مرکزې شورا غړي دکتور نجيب الله صالح يادې غونډې ته خپله پيليزه وينا واوروله استاد په خپلو خبرو کې وويل: په افغانستان کې مختلف مؤسسات او مختلفې ادارې د فساد لپاره کار کوي تر څو د افغانستان په دين مين ملت د خپل دين څخه منحرف کړي او د فساد دروازې ورته پرانيزي نو د همدغو مفسدينو په خلاف جمعيت اصلاح خپل سنګر خلاص کړی دی او د شته امکاناتو په لرلو سره ددوي مخنيوې کوي او له بلې خوا د اسلام اصيل فهم خپلو هيوادوالو ته رسوي.
د غونډې دريم ويناوال د مجمع علمي علما افغانستان مشر شيخ القران مولانا عبدالصبور و چې مولوي صيب جمعيت اصلاح په لاندې الفاظو د غونډې ګډونوالو ته ورپيژنده:
ــ جمعيت اصلاح د سيد جمالدين فکر دی او د همغه فکر به مخکې وړي.
ــ جمعيت اصلاح د احمدشاه ابدالي روح دی.
ــ جمعيت اصلاح د سلطان محمود غزنوي عزم دی.
ــ جمعيت اصلاح د هغه عزم نوم دی چې هيڅکله شکست نه خوري.
ــ جمعيت اصلاح يو فکري، اجتماعي ، تعليمي او ديني حرکت دی.
ــ جمعيت اصلاح د مظلوم د لاس نيوی او د ظالم د لاس غڅولو نوم دی
ــ جمعيت اصلاح د وحدت او همبستګې د فکر نوم دی
ــ جمعيت اصلاح د سمتي ، ژبني ، او سيميز تعصب د لمنځه وړلو نوم دی.
ــ جمعيت اصلاح د اجتماعي عدالت او اسلامي نظام د راوستلو نوم دی.
مولوي صاحب زياته کړه نو اوس جمعيت اصلاح ستاسې مرستې ته ضرورت لري که هغه مادي وي او که معنوي او که ستاسې مرستې نه وي نو شايد دا حرکت هغسې ګړندې حرکت ونکړي لکه څنګه چې په کار ده.
د مولوي صيب د وينا څخه وروسته د غونډې ټولو ګډونوالو ته د جمعيت اصلاح د معرفي او د فعاليتونو ويډيوي راپور وښودل شو او د هغې نه وروسته ټولو ګډنوالو د مرستې کولو اعلان وکړ چې لله الحمد زمونږ په دين مينو تجارانو او ورونو په پوره اخلاص سره مرسته وکړه .
ياده غونډه د مازديګر په ۵:۳۰ بجو پای ته ورسيده.