راپور: زبیر (مصلح)
دغه سیالي چی د ۱۳۹۲ ه ش کال د حمل دمیاشتی په ۴ نیټه د جمعیت اصلاح دننګرهارڅانګې لخواتر سره شوې وه نن د شنبې په ورځ دحمل دمیاشتې په ۱۰ نیټه د یوې شاندارې غونډی په ترڅ کې ددې سیالئ په ګټوونکو ډالۍ وویشل شوې.
په دغې غونډه کې چې د جمعیت اصلاح د مرکزي شوری غړو ، مشرانو استادانو ، دنجم اعضاوو، همکارانو او همفکرانو ، دننګرهار پوهنتون استادانو ، د ننګرهار ولایتی شوری غړی، دسیالۍ ګډونوالو او دهغوی والدینو اودوستانو په ګډون دینی عالمانو او دښوونځیو استادانو ګډون کړی و دماسپښین په ۲:۳۰ دقیقو دجلال اباد په عیدګاه جومات کی پیل شوه .
یاده غونډه د ننګرهار اصلاح غږ رادیو د تمویل مسول محمد ګلاب توحیدیار په ویاندوی او دالفلاح پوهنتون استاد عتیق الله ثاقب په تلاوت سره پیل شوه .
ورپسې دجمعیت اصلاح شرقی زون مسول دوکتورصیب نجیب الله صالح دیادې سیالۍ په اهمیت رڼا واچوله او خوښي یی څرګنده کړه چی په داسې یو مجلس کی ولاړ یم چې په هغې کې دبشریت دستر لارښود دمینې په خاطر مونږ او تاسې سره راغونډشوی یو . ددې سیالۍ هدف دادی چی په ټولنه کی بد اخلاقی لمنځه یوسو اوخپل ځوان نسل د کتاب او مطالعې سره اشنا کړو او همدارنګه مونږ دا خپل ولس د رسول الله له سیرت سره اودهغې له شخصیت څخه خبر کړو.
دویم ویناوال : وتلی لیکوال اوجهادي شخصیت استاد محمد زمان مزمل ؤ چې په سرکې یی د جمعیت اصلاح نه ډیره مننه وکړه چې ۱۳۹۱ کال یی د رسول الله څخه ددفاع کال نومولی ؤ او په هغه کې یی ډول ډول دسیرت دورې او دسیرت سیالۍ ترسره کړی . دا سیرت چی تقریبآ 3000 ورونو او خویندو مطالعه کړدا دهغه چا سیرت دی چې ددې دین لپاره یی شپه او ورځ هلې ځلې کړیدی ، بې کوره او بې وطنه شوی ، غاښ یی شهید شوی او پڼې یی له وینو نه ډکې شوی ، نو دا دین له تاسې هم دغسې قربانیانې غواړي نو راځئ چې دداسې نیکو خلکو(جمعیت اصلاح) سره یو لاس او یو موټی شو او ددې دین لپاره خدمت وکړو.
په اخره کی یی لدې تنکیو ځوانانو نه مننه وکړه چی په ډیر شوق سره یی پدی سیالئ کی ګډون کړی ؤ.
لدې وروسته دګډونوالودستړیا درفع کیدو په خاطر بلنه ورکړل شوه دننګرهار اصلاح غږ رادیو خوږ ژ بې ترانه ویونکي محمد غوث نوري ته چې په ډیر خوږ غږ سره یی ګډونوالو ته نعت شریف واوره.
ورپسې پیاوړی لیکوال او ادیب استاد محمد اصف صمیم ته وخت ورکړل شو چی په غونډه کی شرکت کول يې خپل افتخار وګڼه او ویی ویل چي دا داسې یوغونډه ده چی لحظه لحظه یی برکتي او بختوره ده اویادونه یی وکړه چی څوک دبنده شکر ادا نکړي نو هغه د الله شکر هم نشی اداکولی نو بنآ دجمعیت اصلاح نه ډیره مننه کوو چی د خپل ځوان نسل په تربیه او روزنه کي داسې پروګرامونه په لاره اچوی او هغوی لا پسې تشویقوي .
لدې وروسته د ننګرهار ولایتی شوری غړي ډاکټر لعل محمد دراني ته بلنه ورکړل شوه نوموړي هم لدې ځوانانو او همدارنګه له جمعیت اصلاح نه مننه وکړه ځکه چی دا د خیر په لور یومثبت ګام دی .
ډاکټرصیب یادونه وکړه چې غرب غواړي زمونږ ځوانان تر خپل فکري استعمار لاندي راولي خو افغانانو یونیم میلیون شهیدان ورکړی دی او لایی ورکوي او هیڅکله د استعمارتر تاثیر لاندي نه راځي او دوي به په سالمه تربیه روزل کیږی خو دا یو څه هلو ځلو ته اړتیا لري چې پدې هلوځلو کې مونږ دحمعیت اصلاح تایید او توصیف کوو او له ټولو والدینو نه یی غوښتنه وکړه چی راځئ خپل بچی دجمعیت اصلاح په تربیوي حلقاتو او پروګرامونو کې تربیه او منظم کړو او ددوی هر راز مالي او بدني مرسته وکړو.
ورپسې دسلام خصوصي عالي لیسي دترانې ټیم ته بلنه ورکړل شوه چي دې ګلالیو ماشومانو په خپلو خوږو ژبو داسې ویل : کورد ننګیالیو قهرامانو یی تل دې وي تل دې وي
ځاله د زمریو اوبازانو یی تل دې وي تل دې وي
له ترانې وروسته دننګرهار جمعیت اصلاح مسؤل استاد عبدالرحیم صراف د یادې سیالۍ په جوړولو کې د ام ټي ان له مالي مرستې څخه مننه وکړه او په راتلونکي کي هم لدوي څخه غوښتنه وکړه چې دداسې دینی پروګرامونو سره مرسته وکړي او همدارنګه له ټولو هغو ورونو څخه یی هم مننه وکړه چې ددی سیالۍ په جوړولو کې یی هر راز منډې ترړې وهلې دي .
استاد یادونه وکړه چې پدې سیالۍ کې مونږه مختلفې کمیټې لرلې لکه : فرهنګې کمیټه ، دازموینې دنظم کمیټه ، دسوالونو دجوړولو کمیټه ، دپارچو لیدلو کمیټه ، چې پدې هره کمیټه کې دجمعیت اصلاح غړې مؤظف ؤ.
استاد په اخره کې یادونه وکړه چې مونږ غلطي نه کوو بلکه دغلطیو مخه نیسو د بداخلاقیو په ځای خلک صحيح لارې ته سوق کوو او مونږ خلکو ته بدیل وړاندې کوو چې ژوندی مثال یی همدا سیالي وه .
په اخره کې د دهمدې سیالۍ مسؤل حبیب الله زیار ددې سیالۍ نتایج اعلان کړل چې 106 ممتازو ګډونوالوته پکې ډالۍ ورکړل شوې چې په ډالیو کې لپټاپ کمپیوټرونه ، ډسکټاپ کمپیوټرونه ،یخچالونه ، دکالومینځلوماشینونه ، دکالو ګنډلو ماشینونه ، بایسکلونه ، دچای ترموزونه او همدارنګه ځینی دینی او فکري کتابونه هم شامل ؤ .
دیادونې وړ ده چې د ننګرهار ولایتی شوری لخوا د ام ټي ان مخابراتي شرکت ته دیادې سیالئ په ویاړ د ولایتی شوری غړي ډاکټر لعل محمد دوراني په لاس ستاینلیکونه هم وړکړل شول .
یاده غونډه دمازیګر په 4:30 بجو د دکتورصفت الله قانت په دعا سره پاي ته ورسیده
4 Comments
نویدی
ما شاءالله
مبارک دی وی
عزت الله حامد
ما شاء الله، الله جل جلاله دې نور توفیق هم درکړی
حليم همت
کور ودانی درته وایم چې په ټول هیواد کی داسلام دسترپیغمبر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دژوند پیښو (سیرت ) په اړه سیالۍ جوړې کړی .
زه په دی باور یم چې له دی لیارې زمونږ ډیرتنکی ځوانان دهغه صلی الله علیه وسلم دژوند سره اشناشول .
خو خبره یواځی داشنايۍ نه ده ، زه یقین لرم چې دغه معلومات به د تنکیو ځوانانو په اخلاقو او چلن کې ډیرمثبت بدلونونه راولی . ځکه تنکی ځوانان تل په دی هڅه کی وي چې دځان لپاره يو ایډیل پیداکړي ، څو دهغه په نقش اوقدم لاړشی .
په دی دور کې ځمونږ نسل د پردۍ میډیا د تخریبی تفریحی پروګرامونو ، ډارمو اوفلمونو د اتلانو ترتاثیرلاندی راځی اوشعوری اوناشعوری هڅه کوي چې دهغه په ډول چلن خپل کړی .
نو د ا ډیره ښه شوه چې دوی داسلام سترپیغمبرسره اشناکړو ، څو دهغه له اخلاقو څخه اغیزمن شی او په کړو وړو کې یې دغه اغیز ښکاره شي .
محمد ی
الله (ج) ټولوګډونوالو ته اجر عظیم ورکړی او موږ ته الله (ج) توفیق راکړی چه هر اسلامی غنډه او پروګرام کی برخه واخلو.