راپور: عبدالمنان عابد
په هغه غونډه کې چې د جمعیت اصلاح افغانستان لخوا د ۱۳۹۱ لمریز کال د کب د میاشتې په ۲۸ نېټه د ګردیز ښار په عبدالحی ګردیزي عالي لېسه کې دایره شوې وه ۳۵ نفره وروڼه او خویندې د سیرت ستوري تر عنوان لاندې په ډالیو ونازول شول، په نوموړې غونډه کې د سیالۍ د ګډونوالو ترڅنګ د هغوی د کورنۍ ځینو غړیو، دیني عالمانو، د پوهنتون استادانو، د ښوونځیو ښوونکو او د پکتیا ولایت معارف رئیس او معاونینو او همدارنګه قومي مشرانو او سپین ږیرو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پکتیا پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد عبیدالله اخندزاده د یادې سیالۍ په اهمیت لنډه رڼا واچوله، ورپسې د پکتیا ولایت د پوهنې رئیس ښاغلي محراب الدین شفق خبرې وکړې، له جمعیت اصلاح نه یې مننه وکړه چې په هیواد کې د ځوان نسل د سالمې روزنې په موخه او په هغوی کې د کتاب لوستنې او مطالعې د شوق زیاتولو لپاره دغه راز ګټور پروګرامونه په لاره اچوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې دغه راز مثبت او ښه پروګرامونه نور هم زیات شي او په دې برخه کې یې خپله هرډول همکاري څرګنده کړه.
وروسته د ګردیز عمومي جامع مسجد خطیب مولوي محمد شاه فضلي وینا وکړه او د جمعیت اصلاح هڅې او کوښښونه یې د هیواد د راتلونکي لپاره ښه او ګټور وببلل.
د پروګرام خصوصي میلمه د جمعیت اصلاح د مرکزې شورا غړی استاد عبدالظاهر حمیدي وو چې عالمانه وینا یې وکړه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت په اهمیت او ضرورت یې رڼا واچوله او د جمعیت اصلاح په اړه یې معلومات د غونډې د برخوالو مخې ته کیښودل.
یاده دې وي چې د نعت خوانانو لخوا ډیر په زړه پورې نعتونه واورول شول.
د غونډې په پای کې د سیرت ۳۵ ستورو ته ډول ډول جایزې لکه لپټاپ کمپیوټر، باسیکلونه، د کالیو ګنډلو ماشینونه، د مبایل سیټونه او په لسګونه نورې جایزې ورکړل شوې.
هغه ځوان چې په یاده سیالۍ کې یې لومړی مقام خپل کړی وو، د زرمت ولسوالی اوسیدونکی محمد نذیر د نیاز محمد زوی وو نوموړی د دولسم ټولګي زده کوونکی ده، په نوموړې سیالۍ کې ۵۰۰ وروڼو او خویندو نوم لیکنه وکړه، د یادې سیالۍ لپاره د ۱۳۹۱ لمریز کال د حوت د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر ۲۴ مې پورې نوم لیکنه کېدله، چې د همدې میاشتې په ۲۵ نېټه یاده سیالۍ ترسره شوه.
غونډه د دعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.