راپور: صفی الله جوهر
د دعوت په لاره کې د عصري وسایلو کارونه د وخت غوښتنه ده، تر څو د اسلام د صحیح فهم د خپراوي لپاره ورڅخه ګټه پورته شي، د جمعیت اصلاح کندهار په ابتکاردغه جوړ شوي پروګرام کې د نړی له ګوټ ګوټ څخه ګډونوالو برخه درلوده، د درس موضوع چې له وړاندې څخه د فیس بوک له لارې اعلان شوې وه، عنوان یې وو (کومه یوه په اسلامي شریعت کې اصل ا و د تعامل اساس ده هجري قمري سنه او که شمسي سنه؟) او د درس وړاندې کوونکی ؤ، د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی رئیس پوهندوی محمدمزمل اسلامي.
دغه پروګرام په ټاکلي وخت د ۱۳۹۲ کال د وري دمیاشتې په درېیمه نیټه د ماسخوتن په اته نیمو بجو پیل شو، که څه هم دا ډول تجربه نوې تجربه وه، په پیل کې یو لړ تخنیکي ستونزې موجودې وې، خو د وروڼو په همکارۍ سره دغه ستونزې حل شوې او څه باندې څلویښت دقیقې یې دوام درلود، د پروګرام په پای کې ګډونوالو د پروګرام په اړه پوښتنې وکړې، چې د محترم استاد له لوري ورته ځوابونه ورکړل شول.
په یاد پروګرام کې له مختلفو هیوادونو څخه لکه: ترکیه، نیوزیلاند، هندوستان، پاکستان، او د افغانستان له مختلفو ولایتونو برخوالو ګډون کړی وو، ګډونوالو د دغه درس په اړه ډیره خوښي وښوده او د دوام غوښتنه یې وکړه، همداراز د ګډونوالو په غوښتنه د دغه درس لنډیز په لیکلي ډول هم نشر ته وسپارل شو.
3 Comments
ممتاز
ډير دخوشحال خبره ده چي دعصري ټکنالوجي په مرسته داسلام دعوت وکړو او الله جل جلاله دي وکړي تر څو دالړي همداسي جاري وساتي
محترم جوهر صاحب هيله دي چي ددرس طريقه محترمولوستونکوته وښياست ترڅوددي درس علاقمندان وکولاي سي ددي لړي سره يوځاي سي.
صفی الله جوهر
ممتاز وروره الله مو بریالی لره، ډیر مننه، د انلاین درس کړنلار په دې ډول ده: لمړی درس د فیسبوک له لارې اعلانیږي، او د سکایپ ټاکلی ادرس ته وروونه خپل ریکویست لیږي، چې د درس پیلیدو پرمهال د سکایپ ګروپ د مسؤول له لورې ټولو انلاین ورونو ته زنګ وهل کیږي او درس پیلیږي، اوسنی ادرس دی(safi.af1)، ورونه کولای شي دغه ادرس ته خپلې غوښتنې راواستوي، او د درس د شروع پر مهال انلاین اوسي، تر څو له درس څخه مستفید شي.
فصیح الله عبدالباقی
د قندهار جمعیت اصلاح په دی پر زړه پوری ابتکار یقینا د ستاینی وړ ده ،ریښتیا چی : “الداعیة لایعدم وسیلة”
قدرمن جوهر صیب او ټولو ورونو نه یوه نړی مننه.