راپور: سخي الرحمن
په خوست ولایت کې دجمعیت اصلاح افغانستان لخوا په شپږو مرکزي مسجدونو کې له حضرت محمدصلی الله علیه وسلم څخه ددفاع داونۍ په مناسبت دسیرت پروګرامونه دایر شول.
دخوست په ماڼۍ مسجد کې دجمعې (دحوت ۲۱مه) په ورځ دډاکټر محمد ګلاب طوطاخیل لخوا درسول الله صلی الله علیه وسلم دژوند په اړه درس وړاندې کړ. په دې پروګرام په سلګونو تنو هیوادوالو ګډون وکړ.
همداشان دخوست په ۱۲۰۰ فامیلو کې په مسجد کی هم دحوت په ۲۲ نیټه دشنبی په ورځ دډاکټر محمد ګلاب طوطاخیل اوقاری صاحب محمد ایاز لخوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم دسیرت او اخلاقو په اړه درسونه ورکړل شول، چې دخلکو دخاصې پاملرنې وړ وګرځیدل، همدا راز ډاکټر محمد ګلاب طوطاخیل دجمعیت اصلاح افغانستان په اړه هم ګډون والوته معلومات ورکړل، او ويې ویل چې ۱۳۹۱ لمریز کال دجمعیت اصلاح له لورې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ددفاع دکال په نوم نومول شوې ؤ، چې په هدې لړکې دا اونۍ هم درسول الله په اړه دمختلفو پروګرامونو په تر سره کولو سره لمانځل کیږي.
ډاکټر طوطاخیل په خپلو خبرو کې له خلکو غوښتنه وکړه چې هغوی به په خپلو کورونو، کلیو او سیمه کې درسول الله صلی الله علیه وسلم پیروۍ ته خلک دعوت کوي چې ټولو ګډونوالو ددې هوډ وکړ چې دوی به دا کار کوي او دوی به درسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت اواخلاق دځان لپاره دلارې مشال جوړوي.
دیادونې وړ ده چې دخوست ولایت د۱۱ جوماتونو ملا امامانو ته ددې اوونۍ په لړ کې دنده ورکړل شوه چې په اړوندو جوماتونو کې دسیرت النبي په اړه درسونه وړاندې کړي.
همداشان له رسول الله څخه ددفاع داونۍ په مناسبت دخوست ښار په ټولو واټونو، او مختلفو ځایونو کې هغه پوسټرونه او بروشرې چې دمحمد صلی الله علیه وسلم ښکلی نوم ورباندې ؤ اودده ژوند او اخلاق پکې انځور شوي ؤ په ولګول شول، همداراز په مختلفو تعلیمي ځایونو او عامو دکانونو هم دا لیکنې او پوسټرې وویشل شوې.
3 Comments
نویدی
ما شاء الله
الله تعالی دی لوی اجر درکړی
محمد ی
جزا ک الله خیرا فی الدارین
ismail Gawhari
ma sha alla jazakalauhair.