راپور: صفی الله جوهر
د افغانستان جمعیت اصلاح له عمومي پلان سره سم، د کندهار سیمه ایزې څانګې هم د رسول الله صلی علیه وسلم له مبارك شخصيت نه د ننگې او دفاع اونۍ د ګران حبیب(صلی الله علیه وسلم) د سپیڅلي سیرت په درسونو او دورو باندې تيره کړه.
د کندهار ګڼو اوسیدونکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارک ژوند په هکله ډیر څه واوریدل.
د دغې اونۍ په جریان کې د کندهار ښار په مختلفو سیمو کې د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم درسونه، مسابقې او دسیرت غونډې په لاره اچول شوې وې، همداراز د دې تر څنګ درسول الله صلی الله علیه وسلم دشخصیت په اړه ګڼ شمیر چاپي پاڼې لکه بروشرونه، بینرونه او کتابونه هم په خلکو وویشل شول.
په کندهار پوهنتون کې سلګونو تنو محصلینو د بشریت دستر ناجی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه په درې ورځنی دوره کې برخه واخیسته.
همدا راز د اصلاح عالي لیسې ټولو زدکوونکو د مبارک سیرت په اړه څلور ورځنۍ دوره کې ګډون وکړ.
د میرویس مینې په لیسه کې په پرلپسې توګه د سیرت درس او مسابقه په لاره اچوول شوې وې.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د محبت اونۍ په پای کې د مستقبل تعلیمی او کلتوري مرکز په انګړ کې د سیرت النبی درنه غونډه رابلل شوې وه، چې ګڼ شمیر ګډونوالو پکې برخه درلوده، او جیدو علماء کرامو درسونه وړاندې کړل.
همداراز برخه والو د سیرت النبی په هکله لیکلې مقالې، ترانې او خپل احساسات څرګند کړل.
د پروګرام لومړنی ویناوال دروند مشر، ادیب او د کندهار ولایت پیژندل شوې څیره نجیب الله هوتکی صاحب ؤ، چې د (هغه انسان چې تر ملایکو هم لوړ وو) تر عنوان لاندې ډیره په زړه پورې مقاله واوروله، ورپسې جید دیني عالم مولوی صاحب عبدالواسع د کعب بن مالک رضی الله عنه خوږه کیسه ګډونوالو ته واوروله.
د کوچنیانو په استازیتوب تنکې ځوان اسماعیل سباوون لیکلې مقاله ګډونوالو ته ولوستله، چې عنوان یې وو (رسول الله صلی علیه وسلم د نامسلمانو پوهانو له نظره) چې ډیر څه پکې ګډونوالو ترلاسه کړل.
د هیواد تکړه عالم مولوي صاحب محبوب شاه ساجد هم ډیر په زړه پورې درس وړاندې کړ، محترم مولوی صاحب د درس په جریان کې د شهید سید قطب هغه وینا تکرار کړه چې (یوځل یو څه په نړۍ کې نتیجه ورکړي هغه بیا هم نتیجه ورکولای شي)، هغه زیاته کړه چې د اسلام مبارک دین اوس هم لار ورکی بشریت ژغورلای شي.
ورپسې ښاغلی قاري صاحب فضل الرحمن یوه مقاله ولوستله، همدا راز د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتی نصرت الله درسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت په لنډه توګه بیان کړ.
دغونډې ورستی ویناوال جید عالم او استاد او دکندهار پوهنتون دشرعیاتو پوهنځي رئیس محمد مزمل اسلامي صاحب ؤ، هغه د خپلو خبرو په جریان کې وویل: نړۍ ته همدغه اسلامي فکر نجات ورکولای شي، مونږ یوه روښانه تګلاره لرو، خو کوم شي ته چې اړتیا ده هغه روزل شوی وګړي او ډله ده. هغه زیاته کړه: مونږ باید اسلام ته د نظام په سترګه وګورو، نه دا چې د ثواب یو څو کارونه او بس.
د غونډې په وروستۍ برخه کې مولوی صاحب جلال الدین په افغانستان کې د جمعیت اصلاح دفعالیتونو په هکله لنډه رڼا واچوله. غونډه د مولوی صاحب فضل الهادی په دعا سره پای ته ورسیده.
2 Comments
نویدی
ما شاء الله ډیر ښه
سیدعلم سدید
الحمد لله دیر عالی