راپور: عبدالودود صدیقي
د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو اتحادیې د محصلینو وروڼو د هر اړخیزې روزنې په لړ کې د سیرت النبي ۹ ورځینی دوره دایره کړې وه.
نوموړې دوره د ښاغلی استاذ عبدالواسع صابر لخوا پرمخ بیول کیده، چې هره ورځ د ماخوستن لمانځه څخه وروسته پیل او ۲ ساعته یې دوام درلود، چې ګڼو محصلینو پکې ګډون کولو.
ښاغلی استاذ د سیرت درس د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له پیدایښت څخه وړاندې تر وفاته پورې په ډیره ښه توګه د احادیثو په رڼا کې وړاندې کړ، استاذ محصلینو ته د درس په دوران کې وویل چې د ټولو پیغمبرانو هدف او مقصد د دعوت الی الله ؤ، چې انسانیت به یې د الله تعالی یو والي او د اسلام دین ته رابلل.
همدارنګه استاذ زیاته کړه چې تیر شوي پیغمبران به یو خاص قوم ته لیږل کیدل، ولې محمد صلی الله علیه وسلم ټول بشریت ته استول شوی ؤ، چې د هغه د وفات څخه وروسته دغه سپیڅلی دنده موږ ته پاتې ده چې باید دغه وظیفه په اخلاص سره سرته ورسوو.
همدارنګه استاذ وویل چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره مینه د ایمان غوښتنه او نښه ده چې موږ ته پکار دي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په سیرت ځان ښه پوه او عمل پرې وکړو او د ژوند په ټولو چارو کې باید د خپل ستر لارښود امتیان واوسو.
نوموړی دوره چې د دوشنبې 2013-2-18 په ورځ پیل شوې وه، بله هفته د سه شنبې 2013-2-26 په ورځ د محترم استاذ په دعا سره پای ته ورسید.
2 Comments
فصیح الله عبدالباقی
ماشاءالله
الله پاک دی د اسلام آباد ورونو ته ددی کامیابی دوری په عوض کی لوی اجرونه ورکړی
او دقدرمن استاد صابر په عمر او علم کی دی برکت واچوی استاد واقعا لویه قربانی ورکړه په دی سپینه ږیره نه ورځی هلته دیره کیدل او د سفر زحمتونه ګالل …… الله پاک دی روغ صحت ورکړی چی دلته کابل کی یی دعلم نه موږ استفاده وکړو. امین
نهاد جوانان مسلمان افغانستان در سودان
ماشاء الله مبارك باد!↳
الله متعال استاذ محترم صابر صاحب را درحفظ خود داشته وبه عمرايشان بركت باندازد هميشه سبب تشويق جوانان در اين راه شد.↳
و براي برادران اسلام آباد توصية مي نمايم از تجارب استاد استفاده زياد نمايند.↳
حماد