د جمعيت اصلاح افغانستان د کارته نو ساحوي دفتر په نوښت لسګونو تنو په جلال آباد کې د قرآن پوهنې د پای ورځې په مبارکه غونډه کې ګډون وکړ.
د جمعې ورځې (۱۳۹۱لمريز کال د کب ۱۱مه) په سهار، نږدې دوه سوه تنه د کارته نو په «القدس معهد» کې سره راټول او په ګروپونو کې ویشل کیدو وروسته په شپږو کاسټر موټرو کې يې د جلال اباد په لور حرکت وکړ. د لارې په اوږدو کې په هر موټر کې د نجم د ځوانانو له لوري فرهنګي پروګرامونه ترسره شول.
جلال اباد ښار ته له رسېدو سره سم په جلال اباد کې د جمعيت اصلاح د غړو له لوري له کابله ورغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل شو او د امام ابويوسف په مرکز کې د غرمې ډوډۍ تر خوړلو وروسته يې په جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړ، بيا په منظم ډول په يوه ليکه ټول وروڼه د تکبير د نارو په بدرګې سره د جلال اباد د عيدګاه په لور وخوځېدل. هلته په ټاکل شوي ځای کې له ځای په ځای کېدو وروسته د جمعيت اصلاح د ختيځ زون مشر دوکتور نجيب الله صالح د «اصلاح کاروان» ته ښه راغلاست ووايه.
هغه زياته کړه : “د تاسو راتګ زموږ روحيه لا پياوړې کړه، موږ به ستاسو د نوښت په پل قدم ږدو او په کابل کې د قرآن پوهنې په دورو کې به ګډون کوو. له کابله ستاسو راتګ د دې څرګندونه کوي چې جمعيت اصلاح د ټولو ولسونو يوځاى کول غواړي او د ايمان په کلک مزي يې سره تړي.”
ددورې په ورستۍ ورځ چې د اسلام حکومت اهميت، اړتيا او برکتونو ته ځانګړې شوې وه، شيخ القرآن مولانا عبدالصبور، هراړخيزه وينا وکړه. د مازيګر تر لمانځه وروسته د هغه ځاى فضا په دعاګانو، الله ته په زاريو او ژړاوو ملکوتي بڼه غوره کړې وه، د ټول امت د ښېګڼې او اصلاح لپاره دعاګانې وشوې، د افغانستان د مسلمان ولس د برياليتوب او د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره په داسې حال کې چې د ټولو ګډونوالو له سترګو اوښکې روانې وې، لاسونه پورته شول.
ددورې له پای وروسته «اصلاح کاروان» بېرته د کابل په لور حرکت وکړ او د ماخوستن په نهه بجو د کارته نو سيمې ته ورسېدل.
4 Comments
عبدالله
ګرانو دوستانو!
زه هم د همدی کاروان ګډونوال وم، دغه کاروان په ډیر عالی اسلامی او افغانی مورال د القدس د معهد څخه تر جلال اباد پوری سفر وکړ، د دوستانو ډیری ښی خاطری زمونږ تر منځ پاتی شوی او ډیر علمی او اجتماعی معلومات مو ترلاسه کړل.
دغه سفر د علمی معلوماتو ترڅنګ تفریحی بڼه هم لرله او داسی ملګری زمونږ په منځ کی وه چی لا یی جلال اباد هم نه وه لیدلی او دغه سفر ورته ډیر جالب وه.
په درنښت
حبیب الله زیار
د ټولو وروڼو له راتګه مننه، ریښتیا هم چې مونږ ته مو په راتګ یوه نوې حوصله او انرژي راکړه. الله دې ټولو وروڼو ته اجر عظیم ورکړي. انشاالله له ننګرهاره به هم د کاروان په شکل په ورته اجتماعاتو کې ستاسو د حوصله افضایۍ لپاره کابل ته درځو.
كامران نورزی
دومره عکسونه او دومره لوی پروګرام او دومره مختصر راپور!!!
خیرالله خیرخواه
برای برنامههای دعوت برادران موفقیت بیشتر آرزومندم.
الله همه تان را حفظ کند.