راپور: حبیب الله زیار
د قرآن پوهنې کلنۍ اجتماع دریمې ورځ ته پداسې حال کې جوپې جوپې خلک راتلل چې د یخې هوا او قوي باران کیدلو امکان موجود وو. زاړه، ځوانان، هلکان او حتی معلول او معیوب وروڼه او خویندې ډیر په شوق سره د اجتماع ځای ته راتلل او د عیدګاه چمنونه په ډیر لږ وخت کې له خلکو ډک شوه چې د درس لپاره یې په بې صبرۍ سره ناست وه. د جمعیت اصلاح له لوري ټاکل شوي د انتظامیې ځوانانو چې اسماني رنګه جاکټونه یې اغوستې وه د اجتماع د نظم لپاره هلې ځلې کولې.
اجتماع د معمول سره سم په ۲:۴۵ دقیقو د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. له تلاوت وروسته د حدیثو درس د امام ابو یوسف عالي دارالعلوم مدیر مولوي میر عباس ګوهري له لوري د استقامت ترعنوان لاندې پیل شو. ګوهري صاحب وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: د سفیان بن عبدالله سقفې څخه روایت دې چې ما رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته وویل چې ماته اسلام کې داسې یو جامع عمل او خبره وښایه چې ستا نه وروسته بل چاته د پوښتنې ضرورت راته پیش نشي، هغه راته وویل چې په الله او رسول ایمان راوړه او بیا تر مرګه پورې په هغې ودریږه او استقامت پرې پیدا کړه نو ځکه باید د یو مسلمان په حیث مونږ په فهم یا عقیده او دغه راز په عبودیت کې استقامت ولرو او هغه دا چې تل د الله له دین او د اسلامي اجتماعاتو سره پاتې شو.
د حدیثو له درس وروسته شیخ القران مولوي صاحب عبدالصبور د اجتماع د دریمې ورځ درس په اسلام کې د ښځو د حقوق ترعنوان لاندې پیل کړ. مولوي صاحب وویل: د اسلام څخه مخکې ښځې هیڅ حیثیت نه درلود، ښځې ته اصلا هیڅ د انسان په څیر نه کتل کیدل او ښځې به ژوندۍ تر خاورو لاندې ښخیدلې او وژل کیدلې. د یونان فیلسوفان هم پدې نظر وه چې ښځه انسان نده او د یو ځناور په څیر ده چې د نارینه د خدمت لپاره پیدا شویده. الله جلاجلاله د کافرانو دا حالت په قرآن کې داسې فرمایلې: وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ﴿النحل۵۸﴾ یعنې کله چې په مشرکانو کې یو کس ته زیری ورکول شي په جینۍ سره نو مخونه یې له ډیرغم او غصې تک تور شي….. اوس هم کفار دا کارونه کوي او خپل اولادونه مړه کوي، په هندوستان کې په میلیونونو ماشومان خصوصا جینکۍ له پیدايښت مخکۍ سقط او یا هم د پیدايښت په وخت کې له منځه وړل کیږي، په چین کې هیڅ کورنۍ حق نلري چې له دوه ماشومانو څخه زیات پیدا کړي خو یواځې اسلام دې چې لدې کار څخه یې منعه کړیده. الله جلاجلاله په قرآن کریم کې فرمایلي: تاسو خپل اولادونه د ولږې له ویرې مه وژنۍ مونږ تاسو ته رزق درکوو او هغوی ته هم.
مولوي صاحب زیاته کړه: اسلام ښځو ته ډیر لوړ مقام ورکړې او د هغوی د ټولوحقوقو ساتنه کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: الجنت تحت اقدام الامهات یعنې جنت د میندو له پښو لاندې دی یا بل ځای فرمایي: رضاالله في رضی الوالدین و سخط الله فې سخط الوالدین یعنې د الله رضا د مور اوپلار په رضا او د الله غوصه د مور او پلار په غوصه کې ده. اسلام دی چې نر ته یې ویلي چې ښځې ته له واده وروسته مهر ورکړي، لباس، نفقه او د کور نور ټول ضروریات ورته برابر کړي. اسلام دی چې ښځو ته یې د تعلیم پوره حق ورکړې او هیڅکله یې ورڅخه منعه نده کړې خو د ښځو تعلیم باید په پوره اسلامي ماحول کې وشي، اسلام د ښځو د تعلیم خلاف ندې بلکې د بې پردګۍ، بې حیایۍ او بې عزتۍ خلاف دې. اسلام ښځو ته د ملکیت او میراث حق ورکړی او حتی له قرآن مخکې په تورات او زبور کې هم ددې په اړه روایتونه راغلې دي. ښځې باید پدی هم پوه شی چې کوم نیک عمل ښځې کوي نو پوره اجر یې ورکول کیږي او پدې کې د نر او ښځې هیڅ فرق نشته او نه به د ښځې ثواب ضایع شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم نهه ودونه کړیوه او پدې ټولوودونو کې یې یو واده له پیغلې سره کړیوه او نورې ټولې ښځې یې کونډې او د پوخ عمر لرونکې وې تر څو خلک پدې پوه شي چې دا ودونه د شوق پوره کولو لپاره نه بلکه د یو ستر هدف لپاره شوې وه تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیرو ښځو ته علم ورسوي.. دغه راز ښځه د خاوند یا میړه کولو اختیار لري اوهیڅوک نشي کولای چې یوه کونډه له نکاح کولو او یا د خپلې خوښې د میړه کولو څخه منعه کړي.
ددې ټولو حقونو سره الله له مسلمانې ښځې غواړي چې بې پردګي ونکړي، الله جلاجلاله فرمايي: وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى﴿الاحزاب۳۳﴾ او یا په بل ځای کې فرمايي: يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿الاحزاب۵۹﴾ نو بنا کله هم چې ښځه له کوره وځې باید یو څه له ځانه تاو کړي لکه چادري، ټیکری، حجاب او بل څه ټوټه تر څو پکې ټوله پټه شي خو په یاد ولرۍ چې د پردې شې باید ډیر جذاب او پړقیدونکې نه وي تر څو خلک ځانته راجلب کړي.
مولوي صاحب زیاته کړه چې اصلا قدر خو مونږ د ښځو کوو نه غربیان، غرب خو صرف ډنډورې کوي، دوی خو د ښځې حق دا ګڼې چې د نر پشان ورسره هر راز درانه کارونه وکړي او حتی مونږ یې ګورو چې دلته په افغانستان کې چې کومې ښځې فوځیانې راغلي د نرانو په څیر د جنګ په لومړۍ کرښه پرتې او ډیرې ذلیله دي.
مولوي صاحب د درس په پای کې د دویمې ورځې د کورنۍ دندې له څو تنو ګډونوالوپوښتنه وکړه او بیا یې یوه نوې کورنۍ دنده ورکړه او هغه هم د قضا حاجت څخه د فراغت وروسته د غفرانک دعا ویل وه. د درس په پای کې د مولوي صاحب له لورې د اسلامې امت او په خاص ډول د افغانستان لپاره اوږده او په زړه پورې دعا وشوه. ددریمې ورځې درس د اجتماع زرګونو خلکو ته د مولوي صاحب عبدالصبور په امامت د مازیګر لمونځ په کولوسره پای ته ورسید. البته د څلورمې ورځې درس به انشاالله د حرامو خوړلو زیانونه ترعنوان لاندې وړاندې شي.