د قراني اجتماع په دويمه ورځ د تيری ورځ په پرتله د ورونو او خويندو د ګډون کچه څو برابره وه.
راپور: اصلاح رسنیزګروپ- جلال اباد
د قران کريم له تلاوت وروسته د امام ابو يسف عالي دارلعلوم مدير مولوي صيب ميرعباس ګوهري د پيغمبر اکرم صل الله عليه وسلم يو مبارک حديث ګډونوالو ته داورولو په ترڅ کې پنځو مهمو خبرو ته يي اشاره وکړه.
1. حرامو نه ځان وساتئ تر څو له ټول خلکو غوره شئ.
2. پخپله برخه قناعت وکړئ شتمن به شئ.
3. د ګاونډي سره نيک چلند وکړئ چې کامل مومنان درنه جوړ شي.
4. هر هغه څه چې د ځان لپاره يي خوښوئ د بل مسلمان ورور لپاره يي هم خوښ کړئ تر څو بشپړ مسلمانان شئ.
5. زياته خندا مه کوئ ځکه زياته خندا د انسان زړه وژني.
هغه زیاته کړه: رسول الله صل الله عليه وسلم ددغو پورتنيو پنځو اصولو پر بنسټ له يوې خوا د خپل امت لپاره ددنيا او اخرت د برياليتوب لاره ښودلې ده او له بلې خوا خپل امت ته دمينې پيغام ورکوي، زړونه يي ژوندي ساتي، دين بشپړ ايمان او غوره انسانان ورپېژني داسې انسانان چې له حرام ظلم، رشوت، قتل، زنا، شرک او….. څخه ځان وساتي نو له همدې امله داعي او بلونکی به خپله وينا لومړي پرخپل ځان عملي کوي، مخاطب لوری به پوهوي، اولویات به پېژني او له حکمت نه به کار اخلي.
عبادالرحمن (د رحمان بندګان):
د قراني اجتماع مدرس شيخ القران مولانا صيب عبدالصبور په پورته سرليک تفصيلي رڼا واچوله او ويې ويل:
د رحمان ذات بندګي کول دانسان د پيداښت او ژوند هدف او مقصد دی، آدم عليه سلام د الله جل جلاله حکم ومنلو، الله جل جلاله هغه پر زمکه خپل خليفه وګرځولو، ملايکو د الله حکم ومنلو ادم عليه السلام ته يي سجده وکړه، هغوي ته هم الله لوي مقام ورکړ اوشيطان چی د الله بندګي يي ونکړه او سرغړونه يي وکړه الله جل جلاله ذليل او رسوا کړ.
څوک چی د الله جل جلاله په قانون چليږي هغه به سرلوړی او کامياب وي او څوک چی دالله د قانون او نظام مخالفت کوي الله به يي په دنيا او اخرت کی له شرمندګۍ اوخجالت سره مخ کړي .
مولوري صاحب وویل: درحمان ذات بنده ګان په زمکه دعلم دلاسته راوړلو لپاره دمریض دپوښتنې، دخپلوۍ دپاللو او دنورو ضروري اړتیاو لپاره ګرځې، خو دغه ګرځیدل به یي په عاجزۍ سره وی کبر او غروربه نه کوي ، داځکه چې دالله دکلام مفهوم دی چې تاسو په زمکه په عاجزۍ سره ګرځئ راګرځئ، دمکې دمشرکانو په شان مه ګیږئ چې هغوي په کبراوغرور ددین دلمنځه وړلو لپاره راووتل، الله تعالی له سختې ماتې سره مخامخ کړل، او له عاجزۍ موخه دانه ده چې یو څوک دې دناروغ په څیرقدمونه اخلي بلکې په قوت او وقارسره به ګرځي راګرځي.
شیخ القرآن عبدالصبور دالله جل جلاله دبنده ګانو دصفاتو په شمیرولو سره زیاته کړه: درحمان ذات بنده ګان که چاته بلنه ورکوي هم په شریفانه انداز کې به وې، که څوک ورسره جنګ او جدل کوي دی به له نرمۍ او حوصلې نه کاراخلی.
درحمان بنده ګان خپل حاجتونه او اړتیاوې یوازې او یوازې خپل رب ته وړاندې کوي او له هغه پرته بل خالق، رازق مالک او واکدارنه مني.
درحمان ذات بنده ګان نه اسراف کوي او نه له بخل څخه کاراخلي .
درحمان ذات بنده ګان په درواغو شاهدي نه ورکوي،خپل وخت بې ځایه نه تیروي .دناروا او ګناهونو له ځایونو څخه ځان ساتي، دکافرانو او مشرکانو په میلوکې ګډون نه کوي.
او درحمان ذات بنده ګان دنیکۍ په چاروکې له هرچا وړاندې وي خو دبدۍ له ځایه ځانونه ساتي،خپل ځان،کورنۍ،ټولنې او امت ته دخیر غوښتنې او دعاوې کوي .
کورنۍ دنده:
مولوې صاحب له تولوګډونوالو دتیرې ورځې دکورنۍ دندې پوښتنه وکړه، چې زیاتره ګډونوالو ترسره کړې وه او دسباورځې لپاره یي له کوره دوتلو دعا ورته توصیه کړه (بسم الله توکلت علی الله لاحول ولاقوه الابالله).
دراتلونکې ورځې ددرس موضوع به په اسلام کې دښځې مقام وي.