راپور: محمدګلاب توحيدیار
نن ورځ دروان ۱۳۹۱ هـ ش کال دحوت په (۵) مه نېټه دجلال ابادښار عیدګاه جومات دیوې سترې قراني اجتماع کوربه ؤ. دښارله لویولارو سرکونو اوکوڅوڅخه ورونه اوخویندې ډلې ډلې دعیدګاه په لور راماتې وې ترڅودقران مبارک پیغام واوري هرچاغوښتل چې داجتماع په ځاي ترنورو وړاندې ځای ونیسي.
داپه داسې حال کې چې نېژدې یوه اونۍ وړاندې دجمعیت اصلاح اونهادجوانان مسلمان(نجم) رضاکارانو دیادې اجتماع لپاره دهراړخیزکمپاین په ترڅ کې په لسګونو زره لاسي خبرتیاوې په زرګونو سټیکرې اوپوسټرې او په سلګونو بینرونه دښارپرلویو لارو او چوکونو کې لګولي اونصب کړي وه .
نن په لومړۍ ورځ داجتماع له پیل نه وړاندې دهیواد خوږژبي ترانه ویوونکې جواس سودايي په زړه پورې ترانه وواروله .ورپسې دقرآنې اجتماع پیل دقاري صاحب باختراحسان لخو دکلام الله مجید په څومبارکوایاتونو وشو،مولوي صاحب محمداسماعیل مشفق لومړی دحدیثو درس وړاندې کړ دمجلس پرادابویې خبرې وکړې او زیاته یي کړه په مجلس کې ناست خلک دی له خپله ځایه نه پاڅوي ،دچاپه مخکې دې نه دریږي،دمجلس په اخرکې به کیني ،په مجلس کې دوه تنه نېژدې ناست دې سره نه جلاکوي چې ترمنځ يي کیني،اوپه همدې ډول په مجلس کې دې دوه تنه په خپلوکې پتې پټې خبرې نه کوي.
اسلام دژوندلار:
په هیوادکې دقراني اجتماعاتو دلړۍ مؤسس شیخ القران مولانا صاحب عبدالصبورخپله وینا داسې پیل کړه مونږ خلک اسلام ،قران او دین ته رابلو له هرډول قومي،ژبني،سمتي،نېژادي،تنظیمې او مذهبي تعصباتو څخه ځانونه لرې ساتواو په فقهي فرعي مسايلوکې دچامخالفت نه کوو،دهرډول منکراتو،استعماراو نارواکړنو مخالفت کوو او دهغوی په وړاندې به هراړخيزه مبارزه کوو.
شیخ القران وویل اسلام دژوند بشپړ او کامل نظام دی،مسلمان به په خپل فردي اوټولنيزژوندکې دحق شاهدي ورکوي اوپه حق به عمل کوي او وینابه له عمل او کړنو سره برابره وي او دژوندپه هره برخه (کور، دفتر، ښوونځي، پوهنتون، بانک، دوکان، تجارت، زراعت،اقتصاداو…کې اسلامي لارښونې په په پام کې ونیسي.
الهي فرمان دی خلکو نه مه ویریږئ یواځې له ماڅخه وویریږئ او زمادایاتونو په مقابل کې لږه دنیامه اخلئ.
نوداسلامي نظام اواحکامو په تطبیق او نفاذکې به مسلمان له چاڅخه ویره اوډارنه لري ، دالله دقانون پروړاندې به دروس، انګریز، مارکس، ماؤ،لینن، فرانسې، امپریالیزم او…قوانین هیڅ ګڼي او په دې لارکې به دغرب اوشرق دبړیڅوهیڅ پروانه ساتي.
مولوي صیب وویل څوک چې سود،بې حیايي،رشوت اوشراب څښل رواګڼي او وایي په عباداتوکې به په اسلام عمل کوو په سیاست او ټولنزژوندکې دې راسره کارنه لري دېته سېکولریزم اوبې دیني وایي،نوموړي همداراز وویل اسلام مونږ ته دازادۍ او خپلواکۍ درس راکړې او مونږ نه پریږدي چې له الله تعالی پرته دبل چا غلامي او بندګې وکړو،هیڅ یوقوم په غلامۍ کې پرمختګ او ترقي نده کړې بلکې ترقي په ازادۍ او خپلواکۍ کې ده.
مولوی صیب داجتماع ټولو ګډونوالو ورونو او خویندوته دوه کورنۍ دندې وسپارلې لومړی داچې هریوکس به یویونفر نغد له ځان سره سبا ورځ راولي او دوهم داچې په هرلمانځه پسې به یوځل الله اکبراو درې ځلې استغفرالله، ۳۳ ځلې سبحان الله۳۳ ځلې الله اکبر۳۳ الحمدلله او یو ځل لااله الله وايي چې ګډونوالو ورسره دلاسونو په پورته کولو هوکړه وکړه.
دیادونې وړده چې په نوموړې اجتماع کې په زرګونه تنو ورونو او خویندو ګډون کړی ؤ چې دخویندولپاره دپردې ځانګرې ځای جوړ شوی ؤ، او دسبا ورځې ددرس موضوع به عبادالرحمان(درحمان بنده ګان) وي
9 Comments
فصیح الله عبدالباقی
الله اکبر ولله الحمد
الله اکبر کبیرا والحمد لله کثیرا وسبحان الله بکرة واصيلا.
په دی کامیابه دوره محترم شیخ القران او دجلال آباد جمعیت اصلاح ته د زړه له کومی مبارکی وایو، الله پاک دی دا مبارکه دوره زموږ دکړیدلی ولس لپاره د نجات ذریعه وګرځوي،
او هغه ورونو او خویندو چی ددی قرانی جشن د دایریدو او کامیابی لپاره یی هلی ځلی کړي الله پاک دی د دنیا او اخرت سعادتونه په نصیب کړي او د دنیا او اخرت د ستونزو او کړاوونو څخه دی په خپل حفاظت کی وستاتی. امین یارب العالمین.
کاش کی چی نیږدی وای او په ددی قرانی مبارکی غونډی د فیوضاتو او برکاتو څخه برخمن شوی وای. ان شاءالله په اختتامی دعا کی به د کابل د کارته نو دسیمی څخه یوه دوه سوه کسیزه قافله په دی مبارکه اجتماع کی ګډون کوی ، د راتلونکی جمعی په ورځ به سهار اته بجی حرکت وی ان شاءالله.
عبد الفتاح جواد
ان شاء الله د نورو سیمو نه هم خلک په ډلو ډلو کې د ننګرهار قرآني اجتماع کې د شرکت هوډ او عزم لري.
که څوک غواړي چې د اسلامي ویښتابه ننداره وکړي نو پدې ورځو کې دې د جلال آباد ښار عیدګاه ته سر ورښکاره کړي.
افغانستان د اسلامي ويښتابه زانګو وه او وي به، که هرڅومره سیکولر قوتونه ددې وطن د وګړو د بې دینه کولو هڅې وکړي ان شاء الله بری به بیا هم د اسلام او اسلامي قوتونو په برخه وي.
نویدی
ما شاء الله
برکت دی وی
میرزااغا(عادل)
ماشاالله یوازی نه دااجتماع بلکی جمعیت اصلاح افغانستان تل دداسو پروګرامونو شاهد دی خو دا اجتماع به یی د نو رو څخه غوره وی ځکه چی د نورو کلونو اجتماعګانو مسلمان ولس راویښ کړی که هر څومره قوی فرنګی قوتونه افغانستان اشغال کړی بیا هم د انګریز ،روس او امریکا په شان په بد حالت کی به دا مبارکه خاوره پریږدی اوتری ځی به خو بیا به داولس خدای نخواسته په خپلومنځو نو کی سره خوری خو که داسی اجتماع ګانی موجودی وی نو ددی سیلاب مخه به همدا اوس ونیول شی کامیابی مو دالله ج له پاک او سپڅلی دربارڅخه غواړم
خالد
ماشاء الله الحمد لله الله تعالی دی ټول هغه ورونه اودوستان چی پدی پرتمینه اجتماع کی منډه کړی او زحمت ویستلی اجرعظیم ورکړی او زه په یقین سره وایم چی دا وطن په غیر دقرآن ځخه په بل شی ددی ستونزو ځخه نشی راوتلی
خالد
ماشاء الله الحمد لله الله تعالی دی ټول هغه ورونه اودوستان چی پدی پرتمینه اجتماع کی منډه کړی او زحمت ویستلی اجرعظیم ورکړی او زه په یقین سره وایم چی دا وطن په غیر دقرآن ځخه په بل شی ددی ستونزو ځخه نشی راوتلی نوپه کارده چی همدی طرف ته جدی توجه وشی
عبدالباری قانت هرات
الله اکبر و لله الحمد
الله متعال این عمل صالح بزرگ را از دست اندرکاران و مشترکین آن قبول فرماید.
با امید تاثیرگذاری این دوره مبارک بر جامعه ی اسلامی و مردم مؤمن ما.
قانت
الله اکبر کبیرا والحمد لله کثیرا وسبحان الله بکرة واصيلا.
ټولو هغه ورونو او خویندو چی ددی ستری دینی اجتماع د دایریدو او کامیابی لپاره یی هلی ځلی کړي الله پاک دی د دنیا او اخرت سعادتونه په نصیب کړي . امین یارب العالمین.
او په دی مناسبت دجمعیت اصلاح دجلال اباد او زون قیادت ته مبارکی وایم
عاطف
دجلال آباد متدینو خویندو او ورونو!
قرآنی بهار مو مبارک سه
زیار ویستونکو باورمندو زلمیو په زحمتونو مو برکت سه
شیخ القرآن مولانا عبدالصبور صاحب پاک الله دی په شه صحت او إیمان ونازوه