راپور: عبدالصبور مبارز
د جلال اباد په ښار کی د جمعيت اصلاح افغانستان له لوری د قران پوهنی د کلنی اجتماع لپاره د خلکو د خبرتيا په موخه کمپاين ترسره شوچی د جلال اباد د ښاريانو لخوا د دروند استقبال سره مخ شو.
ياد کمپاين د روان ۱۳۹۱ ه کال د حوت د مياشتی په دريمه نيټه د ماسپښين په ۲ بجو د جمعيت اصلاح د ولايتي دفتر څخه پيل شو په دغه کمپاين کی چي په لسګونو موټرو په کې برخه اخستی وه د کتار په لمړي موټر کی د قران پوهنی دکلنی اجتماع اعلان خپريده د کمپاين پيل د چهل متری له سرک څخه پيل شو او دښار د بيس اکمالاتي له سيمی څخه راوګرځيده د مخابراتو د څلورلاری څخه تير شو او د ښار په برنی څنډه کی د کابل اډی ته په رسيدو کی د نارنج باغ په عمومي سرک وګرځيده او بلااخره د جمعيت اصلاح د ختيځي سيمی دفتر ته د ماښام په ۶ بجو راورسيد.
په ياد کمپاين کی د جمعيت اصلاح يو شمير رضا کارو ورونو برخه اخستی وه چی په ټول ښار کی د قران پوهنی د کلنی اجتماع بروشرونه او لاسي خبرتياوی په ښاريانو ويشلی .
ديادونی وړ ده چی دا لمړی ځل نه دی چی جمعيت اصلاح افغانستان د قران پوهنی اجتماع ته په دومره پراخه کچه کمپاين کوي بلکی ددی نه وړاندی هم څو څو ځلی دارنګه کمپاينونه ترسره شوي دي چې د يادونی وړ يي دتيری شنبی د نيال شانی يا د نيالګيو د کينولو کمپاين دی چي په پراخه کچه خلکو په ګډون کړی وو.