د روان لمريز کال د دلوې د مياشتې په ٢٩ نېټه ديکشنبې په ورځ ، د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز لخوا د دغه مرکز په انګړ کې د سهار په نهو بجو د سپيڅلي نبوي سيرت شانداره مسابقه ترسره شوه . چې د سيمې د مختلفو تعليمي ادارو ګڼ شمېر محصلينو او شاګردانو په کې ګډون کړې و. د مسابقې غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه ، ورپسې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز رئيس قاضي محمد حسن اسلامي د مسابقې په اهميت رڼا واچوله او ددغې مسابقې موخې او اهداف يې ګډون کوونکو ته بيان کړل او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې وويل: د خوښۍ ځاى دى چې نن د خوږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم د سيرت په سيالۍ کې قرار لرو او د غه سيالي د نړۍ د نورو هر ډول سياليو نه په زرهاو ځله غوره ده او دا ځکه چې مونږ غواړو خپل راتلونکی د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې روښانه ووينو ،
وروسته د مرکز مرستيال شکرالله مخلص د مسابقې په هکله لارښونې او معلومات گډون کوونکو ته وړاندې کړل . او د مسابقې د سوالونو پاڼې چې د سيرت په پنځوسو پوښتنو مشتملې وې په گډونوالو وويشل شوې او مسابقه عملا پيل شوه .
ياده دې وي چې ددغې مسابقي لپاره دوه هفتې وړاندې اعلانات شوي و د سيمې مخلتفو تعليمي ادارو کې بروشرې تقسيم شوې وې او د محترم استاذ عبدالواسع صابر لخوا د مرکز په انګړ کې د سيرت النبي صلى الله عليه وسلم درسي دوره هم شوې وه
د مسابقې لپاره د محمد عبدالحى ( د محمد صلى الله عليه وسلم سپيڅلې ژوند) کتاب ټاکل شوې و .
د دغې مسابقي د اعلاناتو په برخه کې د پيښور د نهاد جوانان مسلمان ( نجم ) منډې ترړي او کو ښښونه هم د يادولو وړ دي د الله جل جلاله څخه ورته د دعوت په سپيڅلې لار کې د لابرياليتوب او اجر عظيم غوښتنه کوو
د مسابقې د صحنې د کنترول او خدمت په برخه کې لاندې محترمو استاذانو او ځوانانو برخه اخيستې وه
مولوي صاحب غلام احد ، استاذ نعمت الله ، استاذ محب ربي ګران ، مولوي صاحب عبدالمالک ، ډاکتر صاحب عطاء الرحمن فطرت ، محمد بلال خدمت ، ګل احمد هاتف ، امان الله تاند ، قاري عبدالحى قانت او ذبيح اسلامي .
دغه په زړه پورې مسابقه د ورځې په يوولسو بجو د پوره تنظيم په ساتلو پاى ته ورسېده چې ان شاء الله نتايج به يې راتلونکې يکشنبه د حوت د مياشتې په ٦ نېټه د يو شاندار کنفرانس په ترڅ کې اعلانېږي او ممتازو ګډون کوونکو ته به جوائز هم په همدغه کنفرانس کې ورکول کېږي .
2 Comments
محمدهارون
سلام علیکم ورحمته الله!
با تشکر از همچو برنامه ها ،
از شما خواهان سوالات وجوابات مسابقه بزرگ سیرت النبی(ص) هستم. لطفآ
میخواهم آنرا چاپ نموده وبه دوستان وفامیلم بدهم تا به این مسابقه بزرگوار اماده گی بگیرند.
با تشکر زیاد
کامیابی.
محمد هارون.
میرزااغا(عادل)
ماشالله دیر په رزه پوری مسابقی دی الله ج موکامیاب لره او الله ج دی دنورو پروگرامونو د ترسره کولو قوت درکری بیا هم الحمدالله چی مرکز فرهنگی افغانستان د وطن سخه بهر دی خوبیا هم فعالیتونه یی د داخل لپاره چیلنج دی کامیابی مو په هر ډګر کی غواړم