د روان کال د دلوې د مياشتې په ٢٩ نېټه د يکشنبې په ورځ ماسپښين په دوه بجو د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز په انګړ کې په افغانستان کې د روسانو د شرموونکې ماتې د ورځې په مناسبت يوه پرتمينه غونډه جوړه شوې وه چې د سيمې د ليسو او پوهنتونونو ګڼ تعداد کې محصلين او شاګردان ورته رابلل شوې وو.
غونډه د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه وروسته د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز رئيس قاضي محمد حسن اسلامي په افغانستان باندې د روسانو د تيري د مجاهدينو د سرښـندونکي جهاد او مقاومت او په پاى کې ددغه اشغالګر قوت چې د وخت سپر پاور ياديده د شرمونکې ماتې قيصه په تفصيل سره ځوانانو ته تقديم کړه چې د ګډون کوونکو د پام وړ وګرځېده او ډېرى ځوانانو وويل : چې مونږ له ځېني واقعيتونو څخه نا خبره وو اوس په ډېرو هغه څه پوه شو چې چانه مو نه وو اوريدلي.
د غونډې په پاى کې د ګډون کوونکو له لورې ځينې پوښتنې مطرح شوې چې محترم قاضي صاحب يې ورته په اړه معلومات ورکړل.
غوڼډه د مازيګر په څلورو بجو په دعاء سره پاى ته ورسېده.
4 Comments
عنایت الله میاخیل
السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!
د دې سترې غونډې په باره کې ډیر لږ مالومات ورکړل شوي دي ، که د قاضی صیب محمد حسن اسلامي وینا نشره شوې وای ، ډیر به په زړه پورې وای ،چې هغه خلک هم خبر شوي وای ،چې په غونډه کې یې وجود نه درلوده . د خپرولو په هیله یې!
په درنښت
عنایت الله میاخیل
عارف
د جناب وینا خو ځکه نه ده خپره شوې چې هلته خو ورته معصوم زده کوونکی ناست و (جمعیت اصلاح د سیاست لپاره بیا په ښوونځیو او پوهنتونونو وردانګلي دي) که یې دلته نشر کړي نو یقینی خبره ده چې د وینا د دروغ برخه به یې رابرسیره شي او که نور هیڅ هم نه وي د روسانو تر شرموونکی ماتې وروسته د مجاهدینو د اویایمې لسیزی د کارنامو پوښتنه خو د جناب نه خامخا کیدله.
عارف
جنابه! روسان ډير بد خلک و خو ستاسو امریکه يې مخ ورسپين کړی او خلکو ته یې د پرتلی چانس ورکړي ، خلقیان ډير ظالم خلک و خو د مجاهدینو کارنامو یې مخ داسې ورسپین کړ لکه د ۱۴ سپوږمی ، نو مجاهدین د خپلو ټولو فجایعوسره سره د یو بل خیانت عاملین هم دي او هغه دا چې په خپلو غیر انساني، او اخلاقي اعمالو یې خلقیانو ته برات ورکړ او د امریکی اشغال لپاره يې زمینه برابره کړه بلکه دهمدی لپاره یې جګړه وکړه او په دې توګه یې د روسانو شرموونکی یرغل یې هم له خلکو هیر کړ.
نصير الدين حقيار
عارف جانه ! دکونيزم کوبل ولى زور درکوى ؟ دټولو مجاهدينو کارونوته ولى فجايع وايې . ځينو به څه کړي وي خو ټولو ته داسي نسبت ديوه لوي جاد سره جفاده . اسلامى صيب خو کمونيزم پوره تشريح کړ او په منځنى اسيا کې بيا په افغانستان کې يې دهغوى او دهغوى دبړيڅو په جناياتو پوره رڼا واچوله او ورپسى يې دمجاهدينو جهاد او قربانى شرحه کړي او بيا يې دخپلو ځينو مجاهدينو په جفاوو با انصافه تبصره وکوله دخبرو انداز يې عالمانه او مهذب وو ډير څه تر ى زده کيدل او دتربيي او دعوت په مجال کې دمشرانو خخه دهمدې توقع کيږي نور څه ووايم هرڅه ته له تورو عينکو کتل نه وې پکار والسلام