د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز کې د سيرت النبي صلى الله عليه وسلم نهه ورځنۍ دوره د روان کال د دلوې د مياشتې په ١٦ نېټه د پياوړي استاذ پوهندوى عبدالواسع صابر لخوا پيل شوه .
دوره به هره ورځ د ماسپښين په دوه بجو پيل کيدله او د مازيګرڅه دپاسه څلور بجې پورې به يې دوام درلود.
په دغې زړه پورې دوره کې د ګڼو تعليمي ادارو محصلينو او زده کونکو برسيره عامو خلکو هم ګډون درلود ، چې شمېر يې تر شپيتو تنو پورې رسېده محترم استاذ د خپلې ځانګړې تجربې له مخې په ځانګړي انداز د سيرت د نقشو نه په استفادې هره ورځ تقريبا دوه نيم ساعته درس ورکاوه چې ګډون کونکو هم په ډېره ليوالتيا په کې ګډون کولو. د دغې دورې په لومړيو دوه ورځو کې سخت باران هم ورېده خو سره له دې هم د نبوي سيرت مينه وال د چتريو او يا خپلو څادرونو نه په استفادې په باران کې ځانونه د سيرت دورې ته رارسول. او په ډېره مينه يې د خپل خوږ پيغمبر سيرت ته غوږ ايښوده .
د دغې پرتمينې دورې وروستۍ ورځ د سه شنبې ورځ وه چې د دلوې د مياشتې د ٢٤مې سره برابره وه محترم استاذ د سيرت وروستی درس چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم دوفات او له دې فانې دنيا نه درخصتيدو په واقعاتو مشتمل و په داسي حال کې پاى ته ورساوه چې د استاذ په شمول د ټولو حاضرينو له سترګو اوښکې روانې وې .
د دورې په پاى کې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز محترم رئيس قاضي محمد حسن اسلامي دغې پرتميني دورې ته وروستتۍ وينا وکړه او زياته يې کړه :
چې تاسي ډېر خوشبخت ياست چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم پوره سيرت مو له داسي يو استاذ څخه واوريد چې الله جل جلاله ورته په دغه علم کې بي ساری استعداد ورکړى دى دغسي درسونه يو څوک په پوهنتون او پوهنځي کې هم نه شي زده کولاى او تاسې دلته د محترم استاذ له خولي په نهه ورځو کې واوريدل خو د سيرت درسونه يوازې د اورېدلو لپاره نه بلکه د دې لپاره دي چې خپل ژوند د نبوي سيرت سره برابر کړو او د ژوند په ټولو اړخونو کې يې پلى کړو .
قاضي صاحب د محترم استاذ څخه هم ډېره زياته مننه وکړه چې د ناروغتيا سره سره يې د مرکز غوښتنه ومنله او د دورې لپاره يې خپل قيمتي وخت ورکړ او د الله متعال نه ورته د عاجلې شفا او د هغه په علم ، عمرکورنۍ او اولادونو ته د برکت دعا و غوښتله . او نهاد جوانان مسلمان ( نجم ) پيښور څانګې څخه يې هم د زړه له کومې مننه وکړه چې د ددې دورې په اړه يې د مرکزسره هر اړخيزې هلې ځلې او خدمات تقديم کړې دي .
قاضي صاحب په خپلو خبرو کې ځوانان هم د فتنو په دې دور کې خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل او له هغوى يې وغوښتل چې هميشه په دغسي درسونو کې ګډون وکړي او مرکز حاضر دی چې د هغوى د تربيې او علمې کچې د پياوړتيا لپاره هر ډول زمينه برابره کړي .
او په اخر کې د محترم قاضي صاحب اسلامي په سوزنده دعاء سره دغه په زړه پورې دوره په داسي حال کې پاى ته ورسېده چې هر ګډون کوونکې دا ارزو لرله چې کاشکې دغه دوره څو ورځې نورې هم دوام درلودى او د مرکز نه يې هم مننه کوله چې دغسې زمينه يې ورته برابره کړې ده .
ياده دې وي چې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز د سيرت مسابقه هم اعلان کړې ده چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ د مرکز په انګړ کې ترسره کېږي چې ثبت نام ورته اوس هم جريان لري.
One Comment
نویدی
ما شاء الله، خدای دی د محترم صابر صیب په عمر وعلم کی لاهم برکت کیږدی.