راپور : عبدالرزاق حبیبي
د ۱۳۶۷ کال د سلواغې شپږويشتمه د افغانستان په معاصر تاريځ کې ځانګړی اهمیت لري، دا هغه ورځ ده چې په کې دپخواني شوروي اتحاد یرغلګر پوځونه د افغان مسلمان ولس د اسلامي جهاد په وړاندې تر شرمېدلې ماتې وروسته، له افغانستان څخه په کوزو سترګو ووتل، اوآن چې د نړۍ جغرافیایي جوړښت یې دړې وړې کړ.
په هغه غونډه کې چې د افغانستان دهمدې تاریخې بري دیادونې په موخه دجمعیت اصلاح افغانستان له خوا د سلواغې په پنځه وېشتمه نېټه په کابل کې جوړه شوې وه،په سل ګونو تنوځوانانو،سپین ږېرو، متعلمینو، محصلینو ،يو شمېرپخوانيو مجاهدينو او دټولنې بېلابېلو وګړو برخه اخیستې وه ِ، ویناوالو ددغه تاريخي ورځې اهميت ته په کتو سره، وغوښتل ترڅو د ځوان نسل په ذهن کې ددې ورځې عظمت او د افغان ولس د بې ساري قربانۍ ديادونې د تازه پاتې کېدو لپاره هڅه وشي .
غونډه د کابل د خوشحال خان سیمي په سيد جمال الدين افغان تالارکې جوړه شوې وه چې د نهاد جوانان مسلمان افغانستان (نجم ) د فرهنګي چارو د مسؤول جاويد صالحي په وياندويۍ او د حافظ اسد الله ساطع په تلاوت سره پيل شوه.
دغونډې لومړی ويناوال د سلام د لوړو زده کړو موسسې استاد او دجمعيت اصلاح د نشراتو او رسنیو کمیسیون مشر دکتور فضل الهادی وزين و، چې د خپلې وينا په ترڅ کې د شوروي پوځونو د راتګ په لاملونو،دلته د هغوی په اهدافو او همدارنګه د يرغل د زمينو او له دغه یرغل څخه ترلاسه شوېودرسونو او عبرتونو رڼا واچول شوه.
دکتور وزين افغانستان ته دشوروي لښکرو د راتګ دلاملونو په اړه وويل، چې افغانستان ته د شوروي پوځونو راتګ د هغوی پخوانۍ غوښتنه وه، چې له ډېر وړاندې يې ددې هېواد د اشغال خوبونه ليدل، په پخواني شوروي اتحاد کې د کمونستي افکارو اوج ته په رسېدو او له هغه ځایه افغانستان ته ددې فکر راتګ په ملي اردو کې يې نفوذ او بالآخره د داوود خان په همکارۍ کودتا ترسره کول او وروسته بیا نېغ په نېغه دهغویواک ته رسېدل او بيا بالآخره ددې کمونستي حکومت ساتل بل هغه لامل و، چې د شوروي واکمنو یې له امله افغانستان ته د راتګ لپاره زړه ښه کړ.
د د کتور وزين په اند، چې خلقيان، پرچميان او همدا ډول د هغوی يو شمېر همفکره ګوندونو له لوري په افغانستان کې شوروي پوځونو ته د شنو اشارو په کولو سره دغه ځواکونه دې هېواد ته راوغوښتل او دلته د راتګ لپاره ورته زمينه برابره شوه، چې د دکتور وزين په وینا اوس هماغه ډلې ټپلې چې پرون د کمونستي افکارو په په خدمت کې و او د امپرياليزم سر سخت مخالف و، نن د امپريالستي افکارو په خدمت کې دي او د ددې افکارو لپاره کار کوی.
د کنفرانس دويم ويناوال د هېواد مشهور جهادي شخصیت،دسياسي چارو کارپوه او ليکوال استاد محمد زمان مزمل و، چې په خپلو خبرو کې یې پر اسلامي نړۍ د افغانانو د انقلاب او مقاومت اغېز وڅېړه .
نوموړي داسلامي هېوادونومرستوته په اشارې سره وويل،چې دغو هېوادونو له افغانستان سره نه هېرېدونکي مرستې کړي، پدې هېوادو کې له افغان مجاهدینو او مهاجرینو سره د مرستې لپاره يوشمېر اسلامی مرستندويه ټولنې جوړې شوې ، په ټوله اسلامي نړۍ کې د افغانانانو سره خواخوږي او آن د نړيوالو لخوا د افغانانو د ليدلو لپاره بې سارې ليوالتيا پيدا شوه.
استاد مزمل دجهاد د وخت له خپلو خاطراتو څخه يوه خاطره داسې بیان کړه :” يو وخت سعودي عربستان ته تللی وم، زما ورور هم هلته اوسېده، د بېرته راتګ پرمهال په هوايي ډګر کې مې ورور زما سره د مخه ښې لپاره راتللو چې ناوخته یې کړه، کله مې چې ورڅخه د ناوخت راتګ پوښتنه وکړه، راته ویې ويل چې يو عرب وځنډولم او راته يې وويل، چې زما لمسيانو يوه خزانه ساتلې وه، او هغوی ته مې بېګاه وويل، چې تاسو نن خزانه ماته کړئ او سبا ته به بازار ته لاړ او خپل د اړتيا شيان واخلئ، خوهغوی وويل نه بابا مونږ يې دافغانستان مجاهدينو ته ورلېږو.”
د استاد مزمل په وینا ورور یې ورته ویلي و چې هغه سپين ږيري غوښتنه وکړه چې زما د لمسيانو دا ارمان پوره کړئ او دا پيسې مجاهدينو ته ورسوئ.
د کنفرانس بل ويناوال د ولسي جرګې غړی، لیکوال او ژورنالست عبدالحفيظ منصور، چې پر افغانستان د شوروي پوځونو د يرغل پايلې يې تشرېح کړې.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې په افغانستان کې د شوروي پوځونو په ماتې سره په نړيوالو کې د ازادۍ روحيه راپيدا شوه، په فلسطين کې د حماس غورځنګ له افغان جهاد نه په الهام سره پيدا شو، په ازبکستان کې اسلامي حرکت رامنځ ته شو په تاجکستان کې اسلامي نهضت رامنځ ته شو.
د منصور په وینا، چې د شوروي اتحاد په ماتې سره نه يواځې دا، چې دوی په پوځي او نظامي ډګر کې ماتې وخوړه، بلکې په فکري او ايديالوژيکي برخه کې هم د کمونستي فکر ټغر له نړۍ څخه ټول شو او ځاي يې امپرياليزم ونيو.
نوموړي زياته کړه چې د شوروي پوځونو له ماتې وروسته امريکا يواځينی زبرځواک پاتې شو او د امپرياليزم او نوي رياليزم په باور يې په بل ډول د نړۍ په مختلفو هېوادونو د تروريزم په نوم يرغلونه وکړل.
حفیظ منصور زیاته کړه:اوس د هغه پخواني فکر د بدلون له امله چې د اټومي بمونو مسابقې به کېدې او افتخار به د اتومي بمونو د زياتوالي پر اساس و،جګړې کماندويي او پراشوټي بڼه غوره کړې او د نظامي جنګونو پر ځای اوس تر ډېره فکري رسنيز او نرم جنګونه پيل شوی دي چې دده په آند ښه مثالونه يې د بهرنيو هېوادونو لخوا د بورسونو ورکړه، دغوهېوادونو ته د سفرونو آسانتياوې برابرول، او همدا ډول د خپلو تبليغاتولپاره زمینه برابرول دي چې اوسنۍ عصري نړۍ ترې د نورو هېوادونو د اشغال لپار کار اخلي.
د ښاغلي منصور تر وينا وروسته د يو شمېر حاضرينو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول او په پای کې ياد کنفرانس د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس استاد نصير احمد نویدي له خوا و اروزول شو چې دلنډو خبرو په ترڅ کې يې وويل: د سلواغې ۲۶ مه او په افغانستان کې د روسانو ماتې دومره ستره موضوع ده، چې په يو کنفرانس کې يې څېړل ناممکن دی.
استاد نويدي د خپلو خبرو په ترڅ کې يادونه وکړه، چې لکه څنګه چې اوسنی استعمار په هر اړخيزډول افغانستان ته راغلی دی، همداسې بايد هر اړخيزه مقابله ورسره وشي.
ياد کنفرانس د سلام د لوړو زده کړو موسسې د شرعیاتو پوهنځي رییس مولوي وزير محمد سعيدي په دعا سره پای ته ورسېد.
3 Comments
احمد جاوید صالحی
بیست و ششم دلو سال 1367 خورشیدی، روز به ثمر نشستن حماسه های ملت ماست!
زاهد مير
په خواشينۍ سره بايد ووايو چې په ياده ورځ روسانو ماتې وخوړه، مګر افغانان هم بريالي نه شول.
عادل عمري
پرون که افغانی کمونستانو خپلو غربی کمونستانو ته دراتګ زمینه برابره کړی وه خو نن هماغه کمونستان + تش په نامه مجاهدین دامپریالیزم سره یوځای په یو اوز او په یو ټغر راټول شوی دی نو پوښتنه داده چی : ایا ستاسی تیری مبارزی دننی ورځی لپاره وی ؟؟؟؟؟