راپور: محمدالدین احمدي
د روانې (سلواغې) میاشتې په ۷مه نیټه د ننګرهار اصلاح غږ راډیو دهمکارانو کلنۍ غونډه د جمعیت اصلاح دجلال آباد په مرکزي دفتر کې تر سره شوه.
غونډه سهار په نهه بجو پیل شوه، په سر کې د کلام پاک څو مبارک ایاتونه د قاری عرفان الله همدرد لخوا تلاوت شول.
ورپسې د غونډې پیلیزه وینا په ننګرهار کې د جمعیت اصلاح مسؤول استاد عبدالرحیم صراف وکړه.
نوموړي په خپله وینا کې د اصلاح غږ راډیو خپرونې وستایلي او له ټولو همکارانو څخه یې مننه وکړه چې د دغه اسلامي دعوت په مخته وړو کې هر راز همکاري کوي.
د استاد صراف له خبرو وروسته د خوږ ژبي ترانه ویونکي جواس سودايی لخوا ترانه وویل شوه، ورپسې د جمعیت اصلاح د ختیځ زون مسؤول دوکتور نجیب الله صالح (دمسلمان ژورنالیست اخلاق) تر عنوان لاندې درس د غونډې برخه والو ته وړاندې کړ.
دکتورصالح په یوه اسلامي ټولنه کې د ژورنالیست په مسؤولیت او د رسنیو په رول خبرې وکړې. نوموړي همدا راز وویل چې د اصلاح غږ راډیو په اوسني پیر کې د اسلام د خپراوي او رسونې یوه ستره وسیله ده، چې باید هر راز ملاتړ یې وشي.
د دکتور صالح له خبرو وروسته د غونډې ګډونوالو، د اصلاح غږ راډیو کارکوونکو او همکارانو ته وخت ورکړل شو چې د راډیو د خپرونو په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه شریک کړي، تر څو خپورنې لا په زړه پورې شي.
ورپسې د ننګرهار اصلاح غږ راډیو د تمویل څانګې مسؤل استاد محمد ګلاب توحیدیار لخوا (د ویاند ځانګړنې) تر عنوان لاندې یو درس وړاندې شو، نوموړي د یوه ویاند په ځانګړتیاوو خبرې وکړې او په یوه رسنۍ کې یې د ویاند پر اهمیت رڼا واچوله، ورسره په څنګ کې د همکارانو او ګډونوالو لخوا پوښتنې وشوي، چې د استاد لخوا ورته ځوابونه وویل شول.
له لمانځه او غرمنۍ وروسته د استاد محمد ګلاب توحیدیار لخوا د خبر ، راپور او مرکه څنګه ترسره کړو موضوعاتو باندې لنډ بحث وشو.
د استاد له خبرو وروسته د ننګرهار اصلاح غږ راډیو د خپرونو مسؤل عبدالصبور مبارز د ژوندیو خپرونو لیست ګډونوالو ته واوروه او په ترڅ کې یې د هرې خپرونې کوربه د غونډې ګډونوالو ته ورپیژانده، چې د خپرونو د لا ښه والې لپاره د ګډونوالو له خوا نظرونه ورکړل شول.
د غونډې وروستۍ وینا د ننګرهار اصلاح غږ راډیو مسؤل حبیب الله زیار وکړه. زیار د ټولو همکارانو څخه مننه وکړه چې دغه د اسلامي دعوت ممبر پر مخ بیایې. غونډه د مازدیګر په ۳ بجو او ۳۰ دقیقو د مولوی محمد اشرف لخوا د دعا په کولو سره پاي ته ورسیده.
د یادونې وړ ده چې ننګرهار اصلاح غږ راډیو د څه دپاسه یوه کال راهیسې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار څخه خپرونې پیل کړي، چې تر دې دمه هره ورځ لس ساعته خپرونې لري او د شاوخوا ۳۰ تنو کارکوونکو لخوا پر مخ وړل کیږې چې ۶ تنه یې دایمې او پاتې نور یې افتخاري کارکوونکي دي
3 Comments
عزت الله حامد
ما شاء الله، ډېره د خوشحالی خبره ده، الله ج دې د دغی راډیو ټولو کارکونکو ته اجر عظیم او لوړه حوصله ورکړی، واقعا چی په تمامه معنا یوه اسلامی راډیو ده
Namatullah
که هرڅوك غواړی هغه ترانه چی متن یی دی (په سردرو دقرطبی مسلمه بیاترقاشعراو فرغانی مسلمه.شور دتكبیر او د اذان دی څه شو هعه پرونی زرین دوران دی څه شو)په ګوګل كی ولیكۍ جواس سودایی چی اوكی شو هلته ښكته بیالاړ شۍ نو ډاونلوډ كولی یی شې نعمت الله انعام
Namatullah
ګرانو كه دغه ترانه نشۍ ډاونلوډ كولی نوله ماسره په دغه شمیره اړیكه ونیسۍ 0775528925