راپور: شیر شاه ثابت
دروان لمریز(۱۳۹۱) کال دیکشنبې ورځ، د دلوې په لومړۍ نیټه دننګرهار ولایت دکامې دولسوالۍ دسنګر سرای په جامع جومات کې دقرآن کریم پوهنې شپږ ورځنۍ دوره پیل شوه.
دا قرآني دوره چې شیخ القرآن مولوي صاحب عبد الصبور یې پر مخ بیايي، دوروڼو او خویندو لپاره ځانګري دناستې ځایونه لري.
غونډه دقرآن كريم په تلاوت سره پيل شوه ، له تلاوت نه وروسته دقدرمن قاضي صيب محمد داود له لوری دحدیث شریف درس وړاندې شو.
ددورې اصلي موضوع چې دسوره مزمل په اړه وه دمولوي صاحب عبدالصبور له خوا په هراړخیزه توګه شرحه او په ښکلي انداز وړاندې شوه.
مولوي صيب په مختلفو موضوعاتو رڼا واچوله او دتهجدو په اهمیت، اجر، برکت، همدا راز دجنت او جهنم په اړه یې هم خبرې وکړې.
وروسته مولوي صاحب د الله جل جلاله په لاره کې ددعوت پر اهمیت او دهغې په لاره کې دپرتو خنډونو او ابتلاګانو په اړه خبرې وکړې چې د ګډونکو دخاصې پاملرنې وکړ وګرځیدې، هغه وویل چې څوک هم چې دالله ددين لپاره کار کوي نو هرو مرو به ځنې مخالفین هم لري، خو دعوتګر باید هیڅکله هم مایوسه نه شي، او خپل دعوت ته دوام ورکړي او هدف یې یوازې دالله جل جلاله رضا وي.
دا دوره چې دکامې مسلمان ولس يې له یو کال څخه انتظار کولو، الحمدلله په ډیر ښه وخت کې پیل شوه او دګډونوالو په وینا چې هیله یې لرله چې همداسې دورې په مسلسله توګه دوام ومومي. درس ددعا په کولو سره پای ته ورسید.
4 Comments
خوشحال مراد صاحب زاده
الله تعالی دې جمعیت اصلاح او نورو ټولو هغه جماعتونو او وګړوته ستر اجر په برخه کړی چې د فتنې د اوج په وخت کې ددین دکار لپاره وتلي دي، الله تعالی دې زمونږ زړونه هم خلاص کړی چې داسلامي جماعتونو ترشا په کلکه ودریږو او الله دې مونږ ته هم داتوفیق راکړي چې خپل مالونه او ځانونه د الله په لار کې قربان کړو.
فاطمه
ماشاء الله بسیار اقدام بجا وما از جمعیت اصلاح همین توقع را داریم که در هر ولایت، هر ولسوالی و حتی هر قریه این دروس را بر پا بدارند
سمندر څپاند
ماشاء الله الله مو هڅاند او تااند لره چې دا وطن په قرآني رڼا منور کړئ د نجات يواځينې لاره همدا ده خو راپور کې دا نه وو چې په لومړي ورځ څومره نارينه او زنانه گډون کړي وو
بشیرالله الهام
د لا زیادو بریالو په هیله