رسالت فرهنګي انجمن د تیرو نوبتي ناستو په دوام دا ځل د جدي میاشتې عمومي غونډه دایره کړه. یاده ناسته د روان کال د جدي د میاشتې پر ۲۸مه نیټه د پنجشنبې په ورځ د جمعیت اصلاح د خوشحال خان مینې په ساحوي دفتر کې د لسګونو مینه والو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې ښاغلي محسن امین د میاشتې د موضوع په اړه چې (ادبی ټوټه) وه، خپل چمتو کړی درس وړاندې کړ چې د ګډونوالو د ډیرې توجه او هر کلي سره مخ شو.
د ادبی شخصیتونو د معرفئ په برخه کې دا ځل د امام برقعی او د هغه کتاب (حافظ شکن) د محمد اکبر موحد لخوا معرفي شول.
بیا د مقالو د لوستلو نوبت راورسید، د رسالت غړو هر یوه عبدالباسط امل، عبدالواحد همت او اسدالله ریان ګډونوالوته خپلې لیکنې واورولې.
له مقالو وروسته مشاعره وشوه. پدې برخه کې د رسالت غړو خپل او د مشرانو شاعرانو شعرونه واورول.
په پای کې د تیرې میاشتې د رارسیدلو لیکنو او ویبلاګونو راپور د هدایت الله حمیدی لخوا وړاندې شو.
One Comment
عبد الفتاح جواد
ماشاء الله