راپور: عبدالصبور مبارز
د جدي شپږمه د افغانستان په تاريخ کې يوه نه هيريدونکې او تر ټولو توره ورځ ده د نړۍ ستر ښکیلاک ګر شوروي اتحاد ځواکونو د جنګ د ازمويل شوو جنرالانو په نقشه د خپلو ټولو جنګي مهماتو او موډرنو وسايلوسره پر يو بې دفاع،مظلوم او سوله خوښونکي هيواد باندې د ټولو بين المللي موازينو او قوانينو پر خلاف په ډيره سپین سترګۍ يرغل وکړ.
په داسې حال کې چې د نړۍ ښکيل شوي هيوادونه د خپلواکۍ پړاو ته نژدې او د ازادۍ په هيله وو، زمونږ د هيواد خپلواکي تربرید لاندې راغله.
خو پا يله دا شوه چې ددې هيواد غيورو او اصيلو بچيانو د لس کاله مقاومت نه وروسته اتحاد جماهير شوروي نه روسيه جوړه کړه او ددې ترڅنګ يي د نړۍ نورو هيوادونو ته هم د ازادۍ نعمت ورپه برخه کړ.
داچي روسان څنګه راغلل؟ چا راوستل؟ اهداف يي څه وو؟او چا وويستل؟ دا ټول زمونږ د هيواد د تاريخ يو نه هيريدونکې پاڼه ده خوله بده مرغه نن سبا ځينې خلک په شعوري اویاغیرې شعوري ډول د نورو په لمسون هڅه کوي چې د غه تاريخ زمونږ د ځوان نسل له مخې نه لرې کړي ، په ډيرو حقيقتونو خاورې واړوي او ډير داسې څه چې حقيقت نه دي د حقايقو په بڼه يي وړاندې کړي.
نو په همدې خاطر چې زمونږ ځوان نسل حقايق درک کړي ،خپل دوست او دښمن وپيژني او ددغې تاريخې پېښې سره وتړل شي نو جمعيت اصلاح افغانستان د جلال اباد څانګې لازمه وګڼله چې د خپلو نورو فعاليتونو او پرګرامونو په لړ کې د ( د جدي شپږمه د بدلون او غبرګون خونړی تاريخ) تر سرليک لاندې کنفرانس داير کړي.
ياد کنفرانس د روان ۱۳۹۱ه ش کال د جدي په شپږمه د چهارشنبې په ورځ د ماسپښين په دوه بجو د جلال اباد ښار په زړه عيدګاه جومات کې د مولوي صيب اسماعيل مشفق په وياندويي او دقاري صيب محمد حليم په تلاوت سره پيل شو.
د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس استاد نصيراحمد نويدي ياد کنفرانس ته پيليزه وينا واوروله، استاد په خپلو خبرو کې وويل چې تاريخ هميشه تکراريږي د انګريزانو ماتې نه وروسته تاريخ بيا تکرار شو د شوروي دماتې نه وروسته دادې تاريخ يو ځل بيا په بله بڼه تکرار شو او بيا به هم تکراريږي، يو تاریخ پوه وايي: ښه تاريخ هغه دې چې کله پريوتې او کله اوچت شوی وي.
1. ځکه چې دا زمونږ تاريخ دی او هر قوم خپل تاريخ لري او بايد خپل تاريخ هير نه کړي
2. د اوسنيو قضاياو د پوهيدلو لپاره د تير تاريخ مطالعه او يادول ضروري دي دا چې استعمار پرون څه چالونه درلودل په هغې پوهيدنه مونږ سره د اوسنيو چالونو په پېژندګلوې کې مرسته کوي.
3. د تاريخ نه درس او عبرت اخستل که مونږ خپل تير تاريخ ته مراجعه ونکړو خپل تير تاريخ نه عبرت وانخلو نو مونږ به هيڅکه یو روښانه راتلونکی ونلرو د اوسنيو ستونزو د شتون اساسي وجه داده چې تاريخ نه مونږ عبرت او درس نه دې اخستې.
4. ځوان نسل د پوهې ترڅنګ يوې انګيزې ته هم ضرورت لري او دا انګيزه ده ته تاريخ ورکوي.
ولې شوروي په افغانستان يرغل وکړ(اهداف او موخې يي څه وې)؟
5. هغه ګوډاګی رژيم چې هغوي دلته جوړ کړی وو د هغوی ژغورنه او دهمدغې رژيم په واسطه د کمونستي افکارو خپرول
6. د خپلو استعماري اهدافو لاس ته راوړل
-د افغانستان اقتصادي،سياسي،اجتماعي او نورو ټول چارو لاس کې نيول او د خپلو اهدافو لپارېی د هغې استعمال
– د هغه جيوپولټيک (سوق الجېشي) موقعيت له مخې چې افغانستان يی لري د هغې نه په استفاده خپل اهداف د اسيا په جنوب کې پلې کړي
– د هند تودو ابو ته ځان رسول تر څو بيا په ټوله نړۍ خپله باداري وچلوي
– په افغانستان کې خپل نفوذ د تل لپاره د دايمې هډو په شکل ساتل
– په افغانې دولت کې د خپلو کارپوهانو او مشاورينو په دندو ګمارل
– د خامو مواد استخراج او وړل.
هغه ګواښونه وو چې د روسې يرغل سره سم زمونږ هيواد ته متوجې شول؟
7. زمونږ د ملي هويت لپاره دا يو ستر ګواښ وو او دوي غوښتل چې زمونږ اسلامي هويت چې زمونږ ملي هويت وو هغه له منځه يوسي
8. له اخلاقي پلوه هم زمونږ قوم او دولت ته يو خطر او ګواښ متوجې وو ځکه يو بداخلاقه قوم دې هيواد ته راغلی وو
9. اجتماعي نظام ته هم يو ګواښ وو چې ددوې د حملې په نتيجه کې مختل شوی وو
10. زمونږ دولتې موسساتو او زمونږ نظام ته په ټوله کې یوسترګواښ وو.
روسي يرغل زمونږ هيواد ته لاندې مثبتې پايلې درلودې:
11. اسلامي وحدت رامنځ ته کيدل
12. کمونستې بلاک له منځه تلل
13. د جهاد په وخت کې د اسلامي فکر او دعوت خپريدل
روسي يرغل زمونږ هيواد ته لاندې منفي پايلې درلودې:
14. زمونږ ګران هيواد ويجاړ شو
15. د افغانستان دوه ميليونه وګړي يا معيوب يا يتيم او هم ډيري ښځې کونډې شوې
16. بهرنۍ لاس وهنې ته لاره هواره شوه
17. د غربي نسل تربيه کيدل
18. سمتي او ژبني اختلافات راوچتيدل
19. اخلاقي فساد رامنځ ته شو
20. د اردو له منځه تلل
21. حکومتي سيستم له منځه تلل
خو ددې هرڅه سره بيا هم زمونږ غيور ملت اتحاد جماهير شوروي ته ماتې ورکړه او يوه لويه امپراطورې يي ړنګه کړه يو لوړ پوړې روسي جنرال ويلي دي چې په افغانستان باندې زمونږ حمله يو لويه اشتباه وه چې مونږه وکړه.
د کنفرانس بل ويناوال د جمعيت اصلاح د ننګرهار ولايتي مسؤول استاد عبدالرحيم صراف د جدي د شپږمي په تاريخې سير رڼا واچوله، هغه وویل چې د کې جي بي فعاليتونه زمونږ په هيواد کې د امان الله خان له وخت نه وړاندې راشروع شوي ؤ، چې دداود خان په وخت کې د روسي فعاليت لمنه پراخه شوه او په ښکاره يي لاس وهنه پيل کړه د داود خان حکومت چې په(۱۳۵۲ه ش) کال کې رامنځ ته شو د کمونستانو د حکومت پيلامه وه کله چې داود خان عربي نړې ته سفر وکړ په دې سفر کې جلالر د کې جي بي خاص جاسوس هم ورسره وو او هغه ددې سفر ټول حال برژنيف ته ووایه کله چې برژنيف داود خان ته وويل چې ته کله کوم هيواد ته ځې نو مونږ نه پوښتنه کوه نو داود خان په جواب کې ورته وويل چې زه د يو خپلواک دولت ريس جمهور يم زه څنګه له تانه اجازه واخلمه او همداسې ترې راپاڅيد چې داود خان ددې ټکر قرباني شو او د ثور په کودتاه کې د خپلې کورنۍ سره مړ شو او يو کمونستي حکومت د تره کي يه مشرۍ رامنځ ته شو وروسته بيا تره کي د روس په امر غوښتل امين له صدراعظمۍ لرې کړي خو امين پري ورمخکې شو او تره کی يي له منځه يوړ او خپله رئيس جمهور شو.
همدارنګه استاد صراف د روسانو اودهغوی دګوډاګیانو له ډیرو وحشي ظلمونو پرده پورته کړه چې زمونږ په ټولنه کې د هغې نه خلک ناخبره دي او په اخر کې يي ځوانانو ته سپارښتنه وکړه چې خپل تاریخ مطالع کړي عبرت ترې واخلي او د یوروښانه افغانستان لپاره کار وکړي.
همدارنګه استاد صراف د روسانو اودهغوی دګوډاګیانو له ډیرو وحشي ظلمونو پرده پورته کړه چې زمونږ په ټولنه کې د هغې نه خلک ناخبره دي او په اخر کې يي ځوانانو ته سپارښتنه وکړه چې خپل تاریخ مطالع کړي عبرت ترې واخلي او د یوروښانه افغانستان لپاره کار وکړي، ياد کنفراس د له غرمې وروسته په څلور بجو د مفتي صاحب عبدالستار په دعايه سره پاې ته ورسيد.