په خوښۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې کابل ښار د کارته نو په سیمه کې د طلايي ښارګوټي په داخل کې د جمعیت اصلاح یوه اوونیزه درسي حلقه پیل شوه.
طلایي ښارګوټی:
د کابل ختیځ لور ته د سید نور محمد شاه مینې (کارته نو) په اول سرک پروت یو ښارګوټی دی چې د دیرشو بلاکونو په لرلو سره د مکروریانو څخه ورسته د کابل یو تر ټولو لوی ښارګوټی دی. په شهرک طلایي کې په زرګونو کورنۍ ژوند کوي، د اوسیدو لپاره په کابل کې نسبتا یو ښکلی چاپیریال لري. شهرک طلایي یو جامع مسجد، مکتب، کودکستان او لوی لوی دوکانونه او مارکیټونه لري. د شهرک طلایي اوسیدونکی په مجموع کې ډیر دین دوسته خلک دی چې اکثریت يې تاجر پیشه، دولتی چارواکی، د پارلمان غړی او موسسو کار کونکی دی.
جمعیت اصلاح او ښارګوټی:
د شهرک طلایي د اوسیدونکو لپاره جمعیت اصلاح یو نوی نوم ندی ځکه چې اکثره اوسیدونکو يې د فهم قرآن په دورو او بیلا بیلو درسونو او پروګرمونو کې شرکت کړی دی او یا لږ تر لږ هر کور ته د پیام اصلاح یا بل د جمعیت اصلاح اړوند بل اعلان او بروشر رسیدلی دی.
د خلکو غوښتنه:
د درسی حلقی غوښتنه د طلایي ښارګوټی د یو شمیر دین دوسته اوسیدونکو لخوا شوی وه چې بالاخزه د کارته نو ساحوی دفتر په مشوره د شیخ القران مولوی صاحب عبدالصبور لخوا د یو تن تاجر جاجی صاحب سعدالله الکوزی په مرسته د هغه په کور کې پیل شوه. د طلایي ښارګوټی د اوسیدونکو لخوا له ډیر مودی دا هیله او هڅه روانه وه چې د کارته نو د نورو سیمو په څیر په طلایي ښارګوټی کې هم د جمعیت اصلاح د درسونو لړۍ پیل شی چې الحمدلله د خلکو د غوښتنی پر بنسټ ورته لبیک وویل شو او جمعی په مبارکی ورځ (۲۱ دسمبر ۲۰۱۲) د ماسخوتن د لمانځه څخه ورسته د مولوی صاحب عبدالصبور په مشرۍ يې افتتاح وشوه.
پیل:
په پیلیزه غونډه کې د طلایي ښارګوټی یو شمیر با احساسه اوسیدونکو ګډون درلود، د الکوزی صاحب په اجازه او د دوکتور فصیح الله له تلاوت نه وروسته شیخ القران مولوی عبدالصبور د هیواد د روانو حالاتو په هکله یو مفصله وینا وکړه او د په داسی حالاتو کې يې د خلکو پر مسولیت هم رڼا واچوله. هغه وویل چې جمعیت اصلاح هغه متعهده او بادرکه ټولنه ده چې ددین د خپراوي په کار کې له هر ډول مشروع وسایلو څخه کار اخلی. هغه زیاته کړه اصلاح د با احساسه او تحصیل کرده، لوړ فکر لرونکو یوه ټولګۍ ده، چې چې دټولنې ستونزې او دهغو د حل لار يې په سمه معنی درک کړي دي، ځکه درک لرونکی خلک د هیواد په ګوټ ګوټ کې خبره اوري، اوس يې فعال غړی دی ترڅو همدا پیغام په یو منظم او سیستماتیک ډډول خلکو ته ورسوی. هغه وویل مونږ د شامل دین فکر لرو چې کور، دکان، مسجد، دفتر، مکتب، پوهنتون، سیاست، بانک، اقتصاد او د ژوند په هره برخه کې قابل د تطبیق دی او د انسان د ټولو امورو حل لري.
پای:
د غونډې په آخر کې د خلکو لخوا د جمعیت اصلاح د کارونو او مالی منابعو په هکله په زړه پورې پوښتنې وشوي چې د مولوي صاحب عبد الصبور او دکتور فصیح الله لخوا ورته په سړه سینه ځواب ورکړل شول، او د خلکو قناعت حاصل شو.
وروسته د کوربه حاجی صاحب سعدالله الکوزی لخوا هم د جمعیت اصلاح په هکله په زړه پورې خاطری د ګډون والو سره شریکې شوې چې خلکو يې استقبال وکړ. په پایله کې په مشوره باندې د یوې منظمې اوونیزی درسې حلقی د پیل پریکړه وشو چې هره اونۍ به د ښارګوټی په یو بلاک کې دایریږي او مختلف درسونه به ګډون والو ته وړاندې کیږي. د برنامې ګډونکونکو خپل نومونه ثبت کړل او د اصلاح افکار د کتابونو یو یو سیټ يې هم د پیسو په بدل کې ترلاسه کړ، ترڅو د راتلونکې جمعې دورځې د درس لپاره ځانونه تیار وکړي.
نوموړې غونډه په اوړده او زړه راښکونکې دعا چې اوښکې ورسره بدرګه وې پای ته ورسیده.
راپور: حامدالله
2 Comments
Tamana
با عرض سلام و وقت بخیری خدمت شما عزیزان به امید همچو موفقیت شما در راه دین
بنده خواهان تبصره در باره ” اینکه چگونه از گناهان کبیره توبه کرده و بنده نیک خداوند “ج” باشیم و چگونه برانیم توبه ما قبول شده؟؟؟؟
سپاس از شما
اصلاح انلاین
خواهر محترم!
درباره ی توبه نوشته های ذیل را بخوانید:
http://eslahonline.net/2512
http://eslahonline.net/26452