راپور: ثناګل تره خيل
د روان کال دليندى مياشتې په ٢٧ نيټه ، دننګرهار ولايت جمعيت اصلاح افغانستان جلال اباد څانګې امام ابويوسف تعليمي مرکز صحن ديو لوې کنفرانس کوربه او شاهد و، دغه علمي کنفرانس چې په سلګونو ځوانانو او سپين ږيرو پکې ګډون درلود، دکلام الله مجيد په تلاوت دمحترم استاد عتيق الله ثاقب لخوا پيل شو.
دننګرهار ولايت دجمعيت اصلاح دمرکزي شعبې مسول او دبشري خدمتونو ادارې ريس استاد صراف پيليزه خبرې وکړې، استاد دموضوع په اهميت په څرګنده ټکو کې وويل : غرب تل هڅه کوي زموږ په ولس ځنې شيان په لفافه کې تير کړي، جنډر هم همداسې موضوع ده، چې زموږ ولس ورڅخه ناخبره او ډير لرې ده، خو دوې ورته په دومره زور او ځواک سره کار کوي، چې په وزارتونو کې ورته مستقل مديريتونه پرانستي، غرب غواړي يو نسل وروزي، خو موږ هم غواړو خپل ځوان نسل او ګران هيوادوال وخت په وخت دموضوع داهميت او حساسيت له نظره په تحليلي او تدقيقي په ډول خبر او اګاه کړو.
دکنفرانس يوتن وينا وال استاد حبيب الله زيار په تفصيلي توګه دجنډر په اساساتو رڼا واچوله، استاد زياته کړه : جندر په اجتماعي ، اقتصادي او فرهنګي چارو کې دنر او ښځې دبرابروالي څخه هدف ده، غرب وايي دجندر مساله ديو جنس لخوا په بل جنس دتيري او تجاوز څخه را ولاړه شويده، دوې وايي په تير وخت کې چې کومې بې عدالتى دښځو په وړاندې شوي اوس بايد دجندر په مساله کې دغه نيمګړتياوې جبران او دعدالت دتامين دپاره وسايل برابر شي.
دجندر داساساتو تر توضيح او تشريح وروسته استاد محمد نعيم جليلي جندر داسلام له نظره په تفصيلي توګه تحليل او ارزيابي کړ، استاد جليلي دجندر ابتدايي حرکت ته په اشاره وويل : دفيمنزم هدف دنارينه سره دشمني او دنارينه نه دخلاصون خبره ده ، استاد جليلي جندر اهدافو په اړه په خلص توګه وويل : ددوې هدف داده چې کورنى له منځه لاړه شي، دپلار او مور کلمې او موقفونه له منځه لاړ شي، خو داسلام مبارک دين بنسټيز هدف دکورنى ايجاد او دکورنى اصلاح او تربيه ده ، اسلام دى مور يي تر هرچا لومړى دښيگڼې مستحقه بللې، اسلام دى، چې جنت يي دمور تر قدمونو لاندې ښودلى، جناب جليلي صاحب دموضوع دښه تحليل او ارزيابى وروسته د ګډون والو پوښتنو ته په وار وار سره ځوابونه او توضيحات تقديم کړل ، دکنفرانس په پاى کې گډونوالو دمازديګر لمونځ په جماعت سره ادا او رخصت شول .
2 Comments
صفی الله جوهر
الله تعالی مو بریالي لره،
یو نظر او یوه مشوره:
کچیرې د دا ډول مهمو پروګرامو څخه د پاور پاینټ سلایډونه جوړ شي، تر ډیر عمر پورې به ورڅخه ګټه واخیستل شي.
دغه موضوع ډیره مهمه موضوع ده
ویس الله امان
دا سی مضر اصطلاحات چې غربی میډیا یی په نوی بڼه وړاندی کوی باید خلکو ته تشریح شی . او دجمعیت اصلاح دا کار دستایلو وړ ده.