د خوشحال خان مېنې په سیمه کی د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم ۶ ورځینۍ دوره په خورا بریالیتوب پای ته ورسیده.
د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم دوره چی د ۶ ورځو لپاره د لړم د میاشتې ۲۰ – ۲۵ نېټې پورې تنظیم شوې وه، د مولوی صاحب اصحاب الدین رحمانی لخوا په جلا موضوعاتو کې درسونه تنظیم او وړاندې شول.
د مني په دی نسبتا سړه هوا کی د ۲۵۰ تنو په شاوخوا ګډوڼوالو په خورا لیوالتیا او رغبت په دې مبارکه دوره کې ګډون وکړ چې د دورې تر پایه يې په ډیره مینه درسونه تعقیب کړل.
د سیرت د دوری د ګډونوالو له ډلې څخه یو شمیر ځوانانو د سیرت النبي په مسابقه کې هم د ګډون لپاره چې د خوشحال خان د سید جمال الدین افغان رحمه الله په تالار کې به د جمعی په ورځ د لیندۍ په ۳مه نیټه ترسره کیږی ثبت نام وکړ.
په دوره کې د سیمې د متدینو او په اسلام مینو مخورو شخصیتونو له جملې څخه، دوه تنو یی د ټولو ګډوانوالو لپاره د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم اړونده لاندی کتابونه خریداری او د دریو ورځو په موده کې یې توزیع کړل:
1. د نبوي سیرت درسونو او عبرتونه
2. د جمعیت اصلاح د سیرت مجلې ځانګړې ګڼه
3. د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د کورنۍ شجرې او أهل بېتو تر منځ د خپلوۍ رشتې تر نامه لاندې ځانګرې مجله وویشل شوه.
د دورې په وروستۍ ورځ شیخ القرآن مولوی صاحب عبد الصبور د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم د علم زده کړې او اهمیت په اړه هراړخیزه وینا وکړه او د سیمې له اوسیدونکو او ګډونوالو څخه یې د هغوی د فعالې ونډې اخیستنې لپاره مننه وکړه او له هغوی يې غوښتنه وکړه چی په دا ډول مبارکو او ایمانی درسونو او غونډو کې ګډون اوکړي ترڅو په راتلونکي کې د دین په خپراوي او دسیرت په زده کړه کې مرستندویان شي.
د دورې وروستۍ برخه د استاذ محمد امان رسولي په دعاء پای ته ورسیده.