راپور: ح زیار
د جمعې په ورځ ماسپښين دوه بجې جمعيت اصلاح د ننګرهار څانګې په فلسطين باندې د اسراييلو د وحشيانه تيري د غندلو په موخه په عيدګاه جومات کې احتجاجي غونډه وکړه چې په کې د جلال اباد په دين مينو ښاريانو، محصلينو، متعلمينو او د پوهنتون استادانو ګډون وکړ. د ګډون کوونکو شمېر د ۱۵۰۰ تنو په شاوخوا کې و.
دغه غونډه د قارې عبدالوارث لخوا د کلام الله مجید د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د ماسپښین په دوه بجوپیل شوه، له تلاوت وروسته د ننګرهار اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی مولوې محمد شریف رحماني ته بلنه ورکړل شوه تر څو د غونډې ګډونوالو ته خپله وینا واوروي. استاد رحماني ډیره له احساساتو ډکه او په زړه پورې وینا وکړه او زیاته یې کړه: چې زمونږ د ننۍ غونډې هدف همدا دې چې نړیوالو ته دا وښایو چې فلسطین یواځې ندې او د یو مسلمان امت په حیث یې مونږ ټول ملاتړ کوو، مونږ د اسراییلو تیرې په سختۍ سره غندو او د تش په نامه ملګرو ملتونو سازمان، بشر حقوقو او نورو نړیوالو غواړو چې د اسراییلو دا تیرې محکوم کړي. استاد رحمانې د غونډې له ګډونوالو هیله وکړه چې که نور څه مو له لاسه نه کیږې نو اقلا خو د پیپسي او کوک څښل بند کړو د کومو ګټه چې اسراییلو ته ځې.
د غونډې بل ویناوال د ننګرهار د اسلامي پوهنتون استاد او د جمعیت اصلاح د ختیز زون مسول دکتور نجیب الله صالح وو، دکتور صالح هم په سختو ټکو سره د اسراییلو تیرې وغانده او زیاته یې کړه چې اسراییل او امریکا او په ټوله کې غرب تل د اسلامي امت د ټوټه ټوټه کولو هڅې کوي، همدوی وه چې په ترکیه کې د اسلامي خلافت د راپرځولو لپاره له هیڅ راز کارونو څخه دریغ ونکړ.
همدوی وه چې سلطان عبدالحمید ته یې وړاندیز وکړ تر څو د فلسطین په خاوره د اسراییلو شتون ومني خو هغه په ډیر جرات سره ددوی دا وړاندیز رد کړ او د فلسطین په خاوره کې یې په اسراییلو د زمکو په خرڅلاو بندیز ولګاوه او هیڅ اسراییلي ته اجازه نه وه چې له درې میاشتو زیات وخت په فلسطین کې تیر کړي. خو متاسفانه چې سلطان عبدالحمید هم د همدوی د دسیسي ښکارشو او د زهرو په ورکولو سره یې په شهادت ورساوه. دکتور صالح د فلسطینې مجاهد دکتور عبدالله عزام یادونه هم وکړه او ویې ویل چې نوموړې هم د فلسطین څخه وو او هغه څوک وو چې د افغانستان جهاد یې په نړیوالو وپیژانده او د افغانستان د مجاهدینو لپاره یې د نړیوالو په کومک جلبولو کې ډیرې هڅې وکړې چې مونږ به یې هیڅکله هم له یاده ونه باسو.
له دکتور صالح وروسته د ننګرهار د علماوو د شورا ریس مولوې حمیدالله وینا وکړه او په مسلمانانو یې غږ وکړ چې د کفارو او یهودو له دسیسو خبر شې او هغوې د ناټو او وارسا د تړونونو په خلاف یو موټې شي. د مولوې صیب حمیدالله له وینا وروسته د غونډې یو تن ځوان برخوال قارې نجیب الله مجروح د مولوي صاحب محمد یونس خالص په زړه پورې شعر (مه خانده ظالمه کړپهار د زولنو ته مې، ګوره نتیجه کې اخر کار د زولنو ته مې) په ډیر خواږه غږ واوراوه.
لدې وروسته د نهاد جوانان مسلمان (نجم) ریس دکتور رحمت الله زاهد ته بلنه ورکړل شوه ترڅو خپله وینا حاضرینو ته واوروي. دکتور زاهد د فلسطین په بې وزله ولس د اسراییلو وحشیانه تیرې وغانده او زیاته یې کړه: نن مونږ ددې لپاره راټول شوې یو تر څو د اسراییلو د وحشیانه تیرې غندنه وکړو او دغه راز د فلسطیني وروڼو په خاص ډول د حماس د غازیانو بریالیتوب هم وستایو چې د څو ورځو سخت مقاومت وروسته یې اسراییل مجبور کړل تر څو اوربند وکړي. پدغه اوربند کې یقینا د مصر د جمهور ریس دکتور مرسې هڅې هم د یادونې وړ دي چاچې د خپل حکومت صدراعظم هشام قندیل د فلسطین سره د خواخوږۍ ښودلو په منظور غزی ته ولیږه.
دغه راز د ترکیې د صدراعظم رجب طیب اردوغان هڅې چې خپل د بهرنیو چارو وزیر یې غزې ته ولیږه او همدارنګه د تونس د حزب االنهضه مشر راشد الغنوشې په خاصه غوښتنه د تونس د بهرنیو چارو وزیر هم له غزې لیدنه وکړه چې مونږ ورڅخه مننه کوو.
دکتور زاهد زیاته کړه: اصلا اسراییل خپله هیڅ شې هم ندې خو همدا غرب او په خاص ډول امریکا ده چې ددوی ملاتړ کوي او دا جرت یې ورکړي تر څو دغه ډول ناوړه تیري وکړي.
هغه وویل که نن مونږ د فلسطین حمایت کوو نو په افغانستان کې د امریکا د تیریو په خاص ډول په کنړ، لغمان، هلمند، ننګرهار او په ټول افغانستان کې هم په شدید ډول سره غندنه کوو او په ډاډ سره ویلو شو چې نور د امریکا دسیسې ټولو خلکو ته رسوا شوي او د امریکا د ناکامۍ وخت رارسیدلې. دکتور زاهد زیاته کړه، پدغه ننۍ غونډه کې له مونږ سره د ۸۰ کلونو په عمر سپین ږیري او د ۷ کلونو په عمر هلکان برخه لري چې دا ددې ښکارندوې دې چې ټول افغانان د فلسطین سره خپله خواخوږي څرګندوي او د اسراییلو وحشیانه تیری غندي.
د غونډې وروستۍ ویناوال د امام ابو یوسف دارالعلوم مدیر مولوي میر عباس ګوهري وو چې د غونډې ګډونوالو ته یې د غونډې لاندې پریکړه لیک ولوست:
دا چی د فلسطين په ځمکه کې د ټولې اسلامي نړۍ لمړۍ قبله وجود لري او د بلې خوا نه ټول اسلامي امت د يو جسد او بدن حيثيت لري چې د منطقې، ژبې، رنګ او نژاد په توپير سره نشي جلا کيدای، نو له همدې امله د فلسطين د خلکو ملي حاکميت، د هغوی د خاورې بشپړتيا، د بيت المقدس د خپلواکۍ او ازادی لپاره مبارزه او د فلسطين د مظلوم ولس څخه دفاع او حمايت د ټولې اسلامي نړۍ د هر فرد-فرد اسلامي او ايماني دنده او وجيبه ده، چی د همدې ايماني وجيبې او د مسوليت د احساس پر بنياد مونږ د افغانستان ټول مسلمان ولس هم د فلسطيني ولس سره د لاندې پريکړه ليک په صادرولو خپل حمايت، ملاتړ او پيوستون اعلانوو:
• مونږ پر غزه د اسراییلو د وحشیانه تیري په مقابل کی د فلسطین مسلمان ملت ملاتړي یو.
• اسراییل دې د فلسطین ټولې غصب شوې ځمکې زر تر زره فلسطینیانو ته پریږدي.
• د مسلمانانو په لمړۍ قبله یعنی بیت المقدس د یهودو کرغیړن نیواک نشو زغملی.
• پر غزه باندی د یهودو د تیري په مقابل کی د تش په نامه د بشر حقوقو سازمانونو چوپتیا په کلکه غندو.
• پر غزه باندې د یهودو ظالمانه تیري په هکله د ملل متحد د امریکا د لاس پوڅې ادارې دریځ په کلکه غندو.
• د غزې د ناورین په قابو کولو کی د مصر، ترکیی او قطر د موقف او هلو ځلو قدر داني کوو.
• د اسلامي کانفرانس نه د اسراییلو د دې ناروا تیري په مقابل کی د جدي غبرګون غوښتنه کوو.
• عرب لیګ نه مو غوښتنه ده چی د فلسطین مظلوم ملت سره خپل هر اړخیزه ملاتړ اعلان کړي او د اسراییلو وحشیانه تیری په جدي ټکو وغندي.
دغه پریکړه لیک د غونډې ټولو ګډونوالو لخوا د لاس په پورته کولو سره تایید شو.
غونډه د مفتې عبدالستار په اختتامیه دعا پای ته ورسیده. د یادونې وړ ده چې د غونډې د ګډونوالو له لورې د غونډې په جریان کې په زړه پورې شعارونه (مرګ په امریکا، مرګ په اسراییلو، زنده باد افغانستان، زنده باد فلسطین……) ورکول کیدل.
9 Comments
Kabul
الله دی تاسو ته هدایت وکړی، دا افغانان خو مو بیخی هیرشوی دی او دغزی په غم کی یاستی.
جلال آباد
کابلیه، سم شه، مسلمانان ټول د یو جسد په څیر دې، که د جسد هره برخه کې مشکل وي نو ټول جسد ورسره نا آرامه وي. خدای خبر چې ستا سر به پدې خبره خلاص وي او کنه!؟؟؟
ستورى
دا خو به د عقل نه لرى خبره وي چى خپل كور كى دى اور بل ته اوبه اخلى او منډى وهى چى بر كلي كى اور لزيدلي هغه باندى اوبه اچوم او يا درته خپل كور كى مړي پراته وي ته ځى د بل ژاړى.
اسلام هم دا امر كوي چى اول ځان اصلاح كړه بيا د بل غم كوه ولى مونږ پوهيژو چى په داسى وخت كى چى خپل هيواد كى دى قتل عام روان وي د تاليب خبيس د لاسه په لسگونه كسان شهيدان وي او ته په داسى وخت كى خپل مړي پريدى او د بل مړو باندى وير كوى نو ددى څه مانا؟
الله د هر شي حساب اخيستونكى دى. خلك به دوكه او غلط كړل شي ولى الله سبحان و تعالى به څنگه په دى غلطوو دا ناممكنه ده.
maiwandi
بیشکه چې یو جسد دي خو سوال دادی چې دا کنړیان چې د پاکستان لخوا وژل کیږي او نور افغانان چې قتل کیږي هغوی ددې جسد برخه نده ؟
merzaagha adil
لکه دتل په شان بیا په افغانستان کی د جمعیت اصلاح ورونو د فلسطین د بی وزلو او په اسلام مینو ورونو په ملاتر غونده وکره الله ج دی د جمعیت اصلاح په کارونو اوحرکت کی برکت واچوی او الله ج دی فلسطین او تولی اسلامی نری ته ددی لویی بلا سخه خلاصون ورکری امین
فلسطين
كابليه مسلمان خو به يي زكه د افغانستان يي زه ستا اولني قبله يم كه يو سوك زما دفاع كوي ته بري ولي خفه كيزي زما او ستا دشمن يو دي او دواره له يو دشمن سره به جنك يو د جلال ابادي ورور خبره د رسول الله قول دي به غور يي واوره او عمل بري وكره
افضلي
الله اکبر و لله الحمد
ستورى
سلامونه،
دغو خلكو چى پرون يي دا ډرامه كوله نو دوئ ته د فلسطين خلك په نظر ورتلل او د غمه يي چيغى وهلى ولى دا خپل ملت نه وو ورته ياد چى تيره ورځ په فراه كى قتل عام شول؟
ايا دوئ منافقت كوي او كه زمونز د خلكو توجه بل خوا ا روي تر د خپلو قاتلينو محاكمه ونه غوا ړي او يا دا عمل و نه غندي؟
زه حيران دى ته چى دا د فليسطين غمخواره ولى په خپل ځان او ملت ولى رحم نه كوي دوئ د خپلو خويندو ميندو او اولادونه دا قتل عام ولى نه غندي؟
الله به درنه ددي مظلوم ملت پوشتنه خامخا كوي.
maiwandi
سلام علیکم ! ښه کار دی چې پر فلسطینیانو ظلم وغندل شي ، خو خبره داده چې تاسو په کنړ کې چې په افغانانو د پاکستان توپونه وریږي ، په فراه وخوست او نورو ولایاتو کې چې بيګناه خلک شهیدان کیږي ، د هغې د قاتلینو پر ضد ولې غونډه نه کوﺉ؟