راپور: احمدضیأ “عابد”
دغه سیالي چې دجمیعت اصلاح د ( ارزان قیمت سیمیزه څانګې) په نوښت برابره شوې وه دلړم پراتلسمه دکابل دڅرخي پله دګلبازپه سیمه کې ترسره شوه.
سیالۍ لیکنۍ اوانفرادي بڼه درلوده اودازموینې ډېرې پوښتنې یې دهغه کتاب څخه وې کوم چې دجمیعت اصلاح افغانستان داحمدشاه بابامېنې اوڅرخي پله سیمیزدفترمخکې له مخکې زده کوونکوته ورکړی وه،دې کتاب دیني ،ټولنیزې اوساینسي پوښتنې لرلې.
سره له دې چې دا دخپل ډول لومړی سیالي وه خو د نظم اوګډونوالو دشمېر اوتنظیموونکو دهڅوله مخې ډېره په زړه پورې وه،په دغې سیالۍ کې چې ټولې چارې یې دجمیعت اصلاح افغانستان داحمدشاه بابامېنې اوڅرخي پله سیمیز دفتر غړو سمبالولې شاوخوا سل زده کوونکوګډون کړی وه.
ددې سیالۍ په پرانسته کې دجمیعت اصلاح افغانستان احمدشاه بابامېنې اوڅرخي پله دسمیزدفترمرستیال مولوي غوث الدین د دې سیالۍ په هکله خبرې وکړې نوموړي وویل داسلام دښمنان تل دا هڅه کوي چې دمختلفو لارونه داسلام وړانګې تتې کړي او رښتیني مسلمانان له خپل برم اوپرتم څخه را وغورځوي اوپه شیطاني کړنو یې سرکړي،موږ ددغې شومې ارادې دمخنیوي اوداسلامي ،علمی اوفرهنګي ویښتابه په موخه دغه سیالي برابروو چې ځوان ورونه دخیر،ښېګڼې اوحق لورته وهڅول شي.
مولوي غوث الدین زیاته کړه چې دایوابتدایې ګام دی،په راتلونکي که به داسې نورعام پروګرامونه هم جوړشي.
وروسته ددواړولېسومدیرانوخبرې وکړې اوداسیالي یې دزده کوونکو دمعلوماتو دزیاتېدو اوذهني ودې لپاره ګټوره وبلله اودجمیعت اصلاح افغانستان ددغه سیمیزدفتر دغه کار یې وستایه.
همدارنګه دسیالۍ په پای غوڼډه کې دجمیعت اصلاح افغانستان دتعلیمي څانګې مرستیال استاذمظفرالدین فایز خبرې وکړې اوهغو زده کوونکوته چې په دغې سیالۍ کې یې ګډون کړی وه اولوړې نمرې یې اخیستې وې ډالۍ ورکړل شوې.
[nggallery id=77]
One Comment
داکترمحمد همایون لودین
ما شاءالله
د جمعیت اصلاح د ارزان قیمت سیمه ایز دفتر ګرانو او زحمت کشو مخلو ورونو ته ددی مهم کار د سرته رسولو مبارکی وایم الله دی هر ورور ته همت او توفیق ورکړی چی دداسی کار د کاروانیانو سره مل او د لا پیاوړتیا لامل یی وګرځی
مولوی صاحب غوث الدین او د ټول ګروپ ته یی د الله ج څخه اجر عظیم غواړم