شنبه د سهار په ۶:۱۵ دقیقو د خوشحال خان ساحوی دفتر د خوږ پیغمبر حضرت محمد (ص) څخه د دفاع او د سیرت د درسونو په لړۍ کې د سیرت دوره د یوی اونۍ لپاره پیل کړه.
درس د قاری محمد یوسف په خواږه غږ د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو پر تلاوت پیل شو او ورپسی استاذ نورمحمد عطایی د په مقدمه کی د سیرت النبی (ص) درسونو پر اهمیت رڼا واچوله.
د لومړی ورځی درس (زندګی پیامبر اکرم (ص) قبل از بعثت) د مولوی صاحب اصحاب الدین رحمانی چی د دوری مدرس دی، پیل شو چی لنډیز یی په لاندې ډول دی:
1. د نبی کریم (ص) پر سیرت د ځان پوهولو او په ورځني ژوند کی د هغه عملي کولو ارزښت په اړه تفصیل معلومات وړاندی کړل او هم یی په فرد او ټولنه کی د سیرت النبی (ص) د مثبتو اغیزو په اړه رڼا واچوله .
2. د نبی کریم (ص) فضیلت د هغه د سیرت لوړوالی پر نورو انبیاو او مخلوقاتو.
3. د سیرت النبی (ص) منابع.
4. د اسلام څخه د مخه د حضرت محمد (ص) ژوندانه ته لنډه کتنه، او
5. د ورځني درس څخه د عصر مسلمانانو لپاره درسونو او عبرتونه يی واضح او څرګند کړل.
د یادونی وړ ده چی په دوره شاوخوا ۳۰۰ تنو ګډون درلود. د سیمی اوسیدونکی او ټول هغه ورونه چی ددی دوری په درسونو کی ګډون ته لاسی رسی لري، له دی ارزښتناکه فرصت څخه ګټه واخلي.
One Comment
نويدي
بارک الله في جهودکم