د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز په انګړ کې د تيرو کلونو په څير د لوى اختر د مبارکۍ درنده او شانداره غونډه د لوى احتر په څلورمه ورځ جوړه شوه.
پروګرام د مرکز د مرستيال محترم قاري شکرالله مخلص په تلاوت پيل شو
ورپسې دافغانستان اسلامي فرهنګي مرکز رئيس قاضي محمد حسن اسلامي د خپل لورې او د مرکز په نمايندګۍ حاضرينو ته هرکلې او ښه راغلاست ووايه او همدارنګه يې د نيکمرغه لوى اختر مبارکي وړاندې کړه او دحاضرينو څخه يې مننه او شکريه ادا کړه چې تشريف يې راوړې او د لوى اختر او د ځوانانو د مسئوليت په اړه يې عالمانه وينا واوروله او له ځوانانويي وغوښتل چې خپل همتونه اوچت کړې ددين او هيواد خدمت ته مخلصانه مټې راونغاړي او دا هيواد په اسلامي او خدمتي روحيه آباديدلې شي او پخپل دين د اعتزاز احساس ژوندې وساتي ، نړۍ د شرق اوغرب نظامونه تجربه کړل يوه هم بشريت نيکمرغه نشو کړاى اوس نړيوال اسلام ته سترګي په لاره ، تږې او منتظردى. ورپسې د اسلام آباد د نړيوال اسلامي پوهنتون محصل احمد طارق خپل جذاب شعر حاضرينو ته واورولو.
بيا د جمعيت اصلاح د مرکزي شورى رئيس محترم استاذ نصيراحمد نويدي صاحب ته د خبرو بلنه ورکړل شوه.
محترم نويدي صاحب وويل: لوى اختر مونږ ته د وحدت، ورورولۍ قربانۍ اسلام ته د کار کولو او د اسلام او مسلمانانو ته د خدمت کولو پيغام راکوي.
او جمعيت اصلاح په هيواد کې د يوه ديني اسلامي او تربيتي اورګان په حيث د هيواد دمتن او منځ نه راټوکيدلې افغاني ټولنه ده چې غواړي دهيواد د اسلامي هويت او تشخص د ساتلو په لاره کې هر اړخيز کار وکړي.
د دعوت، تربيتي، تعليم ، ميډيا او نشراتو او اجتماعي خدماتو په برخه کې عملا په کار مصروف دى مونږ دمنفي تبصرو او تبليغاتو په ځاى د کار او عمل لاره غوره کړې او په دې برخه کې مو زيات ځوانان او خويندې روزلې ، په زرګونو شاګردانو ته مو د تربيي او تعليم سالم اسلامي محيط برابرکړې او دهيواد په ګوټ ګوټ کې داسلامي فرهنګ او ثقافت د خبرولو خيرخواهانه برنامې مو په لاره اچولې ، د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د ولس خدمت ته مو ملا تړلې داختر په دې ورځو کې هم زمونږ ورونه د ولس په خدمت مصروف دى.
وروسته د ورور عابد ابراهيمي لخو په زړه پورې حمد حاضرينو ته واورول شو
ورپسې د هيواد وتلې سياستپوه منلې دعوتګر، ليکوال او مجاهد شخصيت محترم استاذ محمد زمان مزمل ته د وينا بلنه ورکړل شوه .
استاذ په خپلو خبرو کي د لوى اختر ارزښتونو ته په اشارې وويل: هر قوم او ولس داسي ورځې لري چې يي لمانځي خو اسلام د يوه جلا ، مستقل ثقافت او کلتور لرونکې الهي نظام دى د تفريح او خوښۍ جلا ورځي لري چې کوچنۍ او لوۍ اخترونه دي او هر يوه جلا جلا حکمتونه او فلسفي دي او په ټولو کې د اجتماعيت رنګ واضح دى ، د انسان د انسان سره ملاقات، کتل او په ورين تندې مخامخ کيدل جلا کيفيت لري او بيا د کلونو او مياشتو دوستان سره ګوري ، د الله د نعمتونو د شکراني ورځي دي او د مرکز څخه يې مننه وکړه چې داسي يوه زمينه يې برابره کړې چي ځوانان او ورونه په يوه مهذب تفريحي ماحول کې سره راغونډوي او ځوانان خپلو مسئوليتونو ته متوجه کوي .
وروسته د مشاعري ادبې ټوټو او ترانو برخه وه چې خوږ ژبې او ځوان شاعر نظيرالحق قريشي په مخ بيوله چې د نوموړې برسيره په کې گڼو شاعرانو لکه ډاکتر عطاء الرحمن فطرت استاذ محب ربي ګران ، تحسين الله تحسين ، ميرعالم نويد ، ، محبوب الله ، شمس الرحمن اوعابدالله شعرونه او ادبي ټوټې وړاندې کړي ، ياده دې وي چې په دغه ترڅ کې د محترم ډاکتر صاحب سعادت الله په خواږه او زړه وړونکې ترنم کې د خوږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم نعت شريف واورولو چې په حاضرينو کې يې د خوښۍ او اسلام زرين تاريخ سره په ذهني طور د تړاو احساس راتازه کړ د دغې ادبي برنامي په پاى کې د اسلام اباد د نړيوال پوهنتون د نړيوالو اړيکو د پوهنځې محصل ورور سيف الاسلام اسلامي يوه غمجنه ادبي ټوټه په ښه انداز کې وړاندې کړه چې ډير يې وژړول .
د پروګرام وروستى برخه علمي او ثقافي مسابقې ته ځانګړې شوي وه چې محترم قاري حميدالله پر مخ وړله
د ټولو شرکت کوونکو لپاره ديني ، تاريخي او آموزنده سوالونه بربر شوې وو او جالبه داوه چې کوچنيو ماشومانو ځوانانو او مشرانو لپاره په کې جلا جلا سوالونه وو او کوچنيانو په کې په ډېره ليوالتيا برخه اخيسته او تشويقي جائزې ورکړل شوي
او ځينو ماشومانو په کې خندوونکې ادبي ټوکې هم وړاندې کړي.
د پروګرام په پاى کې د جمعيت اصلاح د مهاجر زون مسئول محترم استاذ حسبان الله متوکل ته بلنه ورکړل شوه ترڅو وروستنې وينا او ځوانانو ته خپل پيغام واوروي.
محترم متوکل صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: د لوى اختر په اړه محترمو استاذانو پوره هر اړخيزي ويناوې وکړي خو زه د ځوانانو پام څو خبرو ته را اړوم او هغه دا چې ځوانان بايد خپلو دندو ته جدي او مسئولانه توجه وکړي دخپل وخت څخه اعظمي استفاده وکړي دا امت او ملت جدي پرکاره او ويښو ځوانانو ته اړتيا لري د اختر د فلسفو نه يوه دا هم ده چې ابراهيم عليه السلام د ځوانى له کرداره د ا بيغام واخلى چې هغه څرنګه د شرک بت پرستۍ او نارواوو په ضد په يوازي ځان قيام وکړ او کله يې چې بتان مات کړل قوم يي وويل : دلته يو ځوان دې چي ابراهيم نوميږي دا کار به هغه کړې وي نو اي ځوانانو! د اسلام لپاره کار کول د ځوانانو کار دى.
د توحيد د دعوت توغ تل ځوانانو پورته کړى او ځوانانو ته ډېر خطرونه متوجه دي ، د فتنو په دې دور کې خپل اسلامي تشخص وساتى د ولس خدمت ته په اخلاص مټى راونغاړى دا ملت په تاسو ازاديږي او اباديږي د استعمار په نرمو او چربو تير نه وځئ وحدت او عمل لپاره کلکه ژمنه وکړئ .
دغه پرتمينه غونډه د محترم استاذ محمد نسيم نيازي صاحب په سوزنده او جامع دعاء سره پاى ته ورسيده
ياده دې وي چي په دغه غونډه کې د ١٥٠ نه زياتو استاذانو ، علماءو دعوتګرانو محصلينو د ليسو مديرانو او ګڼو شاګردانو ګډون کړې وو .
په غونډه کې د سټيج چارې ورور محمد عباس قائل او ذبيح الله اسلامي پر مخ وړلې او د خدمت چاري د قاري شکرالله مخلص او ورسره ګروپ په غاړه وي
د پروګرام په پاى کې ټولو ګډونوالو ته د ډوډۍ بلنه ورکړل شوه، او د ماسبښين لمانځه ته پروګرام پاى وموند
One Comment
داکتر قریشی
ماشاءالله ډیر ښه پروګرام وو. خدای جلا جلاله دی د ورونو په مختلفو اسلامې فعالیتونو کې برکت واچوی. آمین