دمعمول سره سم دهر کوچني اولوی اختر په څلورمه ورځ دجمعیت اصلاح جلال اباد په سیمئز دفترکې داختردمبارکۍ پروګرام اوغونډه جوړيږي،دجمعیت اصلاح غړي،همکاران ،هم فکران اوخواخوږي سره راټولیږي یوله بل سره داختر مبارکي کوي.
سږکال بیاهم عقرب یالړم په اتمه داخترپه څلورمه ددوشنبې په ورځ په پورته یاد دفترکې داختردمبارکۍ په اړه یوه شانداره غونډه دقاري صیب عتیق الله په تلاوت پیل شوه، ورپسې دجمعیت اصلاح دننګرهارولایت مسؤل استادعبدالرحیم صراف دغونډې ګډونوالوته ښه راغلاست ووایه ،له ګډونوالویې مننه وکړه او ویې ویل مونږ غواړو چې دناروا دودونو په عوض خلکوته بدایل وړاندې کړو او غواړو چې په راتلونکې داغونډې لويې اوپه پارکونو کې ترسره کړو.
خوږژ بي ترانه ویونکي قاری عبدالمالک مظلومیار په خپل خوږ اوزړه راتلونکي غږ کې ترانه وواوروله.
دامام ابویوسف عالی دارالعلوم مهتمم شیخ الحدیث مولوی صاحب امین الله ازره وال داخترلمانځنې په اسلامي تصور رڼاواچوله.
دغونډې په اوږدوکې بیلابیلې تفریحي او بوختونکې پروګرامونه په لار اچول شوي وه چې دګډونوالو دزیاتې خوښۍ وړه وګرځېده،کوچني ورور عبادالرحمان هم په زړه پورې ترانه واوروله ،همداډول دغونډې ګډونوالوپه (خپل دعوتي مراکزڅرنګه لاپیاوړي کړو) موضوع خبرې وکړې اوخپل خپل نظرونه يې څرګندکړ.
دجمعیت اصلاح دختیځ زون مسؤل اودننګرهارپوهنتون استاد دکتورنجیب الله صالح هم په زړه پورې اوهراړخیزه ویناواوروله . غونډه ددعاء په لوستلو اوغرمنۍ په خوړولو پای ته ورسیده.
دیادونې وړده چې دغونډې دسټیج چارې دننګرهار اصلاح غږ رادیو دخوږژبو ویاندویانو حبیب الله زیار ، عبدالصبور مبارز او قاري زبیرمصلح لخو ا پرمخ وړل کیدې.
One Comment
توحیدیار
ماشاء الله
ډیرپه زړه پورې او ښکلی پروګرام و په یقیني ډول دناروا رواجونوپروړاندې یوښه بدیل اومثبت ګام دی