راپور: اصلاح آنلاین
د اختر دریمه ورځ د کابل شهر نو پارک د اختر مبارکۍ د پروګرام کوربه وو چې شا او خوا دوه سوه کسانو برخه پکې اخیستې وه.
دا تفریحي پروګرام د پارک په آزاده فضا کې د جمعیت اصلاح د مرکزي زون له خوا جوړ شوی وو چې مصطفی حماس او احمد ارشاد احرار په ویندویۍ او د روح الله ساحل له خوا د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
په سر کې د جمعیت اصلاح معاون رئیس استاد صهیب رؤفی د جمعیت اصلاح له خوا د اختر مبارکۍ پیغام واوراوه او لوی اختر یې د الله په لاره کې د داعیانو چې په سر کې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم راځي، د سترو قربانیو لمانځنه وبلله.
مولوي مظهر الدین فایز دوهم وینا وال وو چې د اختریز پروګرام ګډونوالو ته یې جمعیت اصلاح وروپیژندله. مولوي صاحب د تعلیم او تربیې، نشراتو، ټولنیزو خدمتونو او نورو برخو کې د جمعیت اصلاح په کارونو او پلانونو رڼا واچوله.
له دې وروسته دا اختریز پروګرام په تفریحي برنامو او د ترانو په ترنم سره وغزید.
یاسین فدایي په خپل ښکلي ترنم سره د امت د وحدت پیغام ورکړ. احمد ارشاد احرار په خپل ښکلي غږ کې د تیزترک ګام زن منزل ما دور نیست ترانه واوروله. اسد الله ریان او خیر الله خیر خواه هم په زړه پورې ترنم سره په پروګرام کې برخه واخیسته.
ابتسام، ایمان او علي هم په خپل ماشومانه غږونو کې عربي ترانه واوروله.
پروګرام سیالیو او لوبو ته هم ځای درلود چې د ماشومانو په ګډون ډیرو پکې جایزې خپلې کړې.
محمد مدثر اسلامي له خپل ټیم سره تمثیلي پارچه وړاندې کړه چې د واده په اړه شته ټولنیزو ستونزو ته پکې اشاره شوې وه.
شیخ القرآن مولوي عبد السلام عابد د ابراهیم علیه السلام ملت ته د پاتې سنتونو په اړه خبرې وکړې.
ابراهیم علیه السلام یې د قرآن کریم د آیتونو په رڼا کې د یوه امت د جوړولو لپاره هڅاند پیغمبر ونوماوه. مولوي صاحب وویل چې ابراهیم علیه السلام په خپل دعوت کې د خپلې کورنۍ او ټولنې د اصلاح لپاره ډیرې هڅې وکړې او د همدې موخې د تر لاسه کولو لپاره یې مختلفو ځایونو ته هجرت وکړ.
د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ رئیس استاد محمد مزمل اسلامي هم پروګرام ته وینا وکړه. استاد په پارک کې اختر مبارکۍ د پروګرام په جوړیدلو سره خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې داعیان باید له مساجدو څخه عامه ځایونو ته راووځي او دین باید له بازار او پارک څخه کامیاب کړي.
وروسته یې د اسلامي امت د یووالي او د اسلام د مجد او عظمت د راګرځیدلو لپاره هیله مندي څرګنده کړه او ویې ویل چې د اسلامي امت غوڅ شوی سر ترکیه به بیرته د اسلام غیږې ته لویږي او د افغان سید جمال الدین د امیدونو وطن مصر هم ورو ورو د خپل اصالت په لور ګامونه ږدي، دلته په افغانستان کې هم د ځوانانو کار ته اړتیا ده او ځوانان باید د خپلو نیکونو د آرمانونو د لاس ته راوړلو لپاره کار وکړ.
د دې اختریز پروګرام په پای کې مشاعره وشوه چې شاعرانو برخه پکې خپل شعرونه واورول.
2 Comments
سيف الله عابد
ماشاء الله- دير شه بروكرام وو– خو عكسونه يي كم دي- كه نور عكسونه يي ملكرو سره يي شريك كري
م، محمودي
ماشا الله خوندور پروګرام وو، خو دا مو نه دي لیکلي چې دا تفریحي برخه یې چا چمتو کړې وه د لا نور توفیق په هیله