About the author

Related Articles

One Comment

  1. 1

    حامد

    دریمه ورځ – هفته فهم قرآن

    مولوی صاحب د درباری ملایانو په هکله یوه جالبه کیسه وکړه. هغه ملایان چه فتواوی او مسلی یی درباری او سرکاری، یا هم ډلو ټپلو پوری تړلی وی، دوی د هغه چا په ګټه خبری کوی څوک چه د دوی جیب ګرم او خوله ټپه وساتی.

    کیسه داسی ده چه وای چه پخوا زمانو کی یو ملا وو د هغه اصل نوم غالبا فیض الحسن فیضی وو خو خلکو ورته د اختصار لپاره ملا دوپیازه ویلی. ملا دوپیازه درباری ملا وو او تل یی د پاچا د خوشالۍ لپاره خبری او مسلی کولی، له هغه خبرو او مسلو او فتوو یی ډډه کوله چه پاچا پری خفه یا ازورده کیده. تل به یی د پاچا ناسمو لپاره فتواوی لټولی ترڅو پری د هغه کړنی په شرعه برابری ثابتی کړی. وای چه یوه ورځ علماو پاچا ته وویل چه ګوره ته د مسلمانانو پاچا یی نو دا شکل دی هم برابر کړه او دا ګیره مه کلوه (خریه) ترڅو د مسلمانۍ یوه نښه درباندی ښکاره شی. پاچا وویل چه د دی خبری ځواب به ملادوپیازه درکړی. دی لپاره چه پاچا ته ګیری د خریلو مناسب دلیل پیداکړی، نو ملا دوپیازه نورو علماو ته وویل: ګورۍ! پاچا سلامت تل د عوامو په خدمت کی مصروف وی نو که ګیره پریږدی هغه به اوږده شی او چه اوږده شی نو تل به خیرنه وی چون پاچا سلامت به یی د وینځلو لپاره وخت نلری، چه خیرنه شی سپګی به پکی وشی، او تاسی پوهیږۍ چه سپکی نر او ښځه لری، نو نر او ښځه به سره یوځای کیږی او زنا به مینځ ته رازی، که دا کار ادامه پیدا کړی نو د پاچا سلامت ګیره به د زنا اډه شی. فلهذا باید پاچا سلامت ګیره کله/خریلی وساتی ترڅو د دومره لوی او دوامداره زنا مخه ونیول شی.

    نو اوس هم داسی ملایان شته چه حقیقت نه وای او لکه د ملا دوپیازه خلک تیرباسی او اوبه د بوسو لاندی تیروی.

    Reply

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

د جمعیت اصلاح ویب سایټ ټول حقوق خوندي او د ويب سایټ د نوم په یادولو یې کاپي کول مجاز دي