د جمعيت اصلاح د کارته نو ساحوي دفتر د خپلو غړو، همکارانو او د دې سيمې د متدينو اوسېدونکو په هلوځلو د خپلو دعوتي او روزنيزو پروګرامونو په لړ کې د دوهم ځل لباره د قرآن پوهنې اته ورځنۍ ستره دوره پيل کړه.
دا دوره د شيخ القرآن مولانا عبدالصبور له خوا د سيد نورمحمدشاه مېنې (کارته نو)، درېيم سړک د سيد نورمحمدشاه مېنې لېسې ته مخامخ پارک کې د ۱۳۹۱لمريز د تلې په ۲۱مه، د سهار ٥:٤٥ – ٧:٠٠ بجو پورې په لاره اچول شوې ده.
لومړۍ ورځ:
د دې قرآني جشن په لومړۍ ورځ د کارته نو او شاوخوا سيمو سلګونو په دين مينو خويندو او وروڼو ګډون کړی وو. د قرآن کريم د څو مبارکو ايتونو تر لوستلو وروسته د حديث شريف درس دوکتور قاري فصيح الله وړاندې کړ. ورپسې شيخ القرآن مولانا عبدالصبور د دې پرتمينې غونډۍ د نن ورځې په موضوع (قرآن د ژوند لار) باندې هراړخيزه رڼا واچوله.
مولانا د خپلو خبرو په پای کې له ټولو ګډونوالو ژمنه واخيسته، چې وروسته له دې به له هر چا سره چې پېژني که نه يې پېژني، سلام اچوي او د (السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته) سنت به په ټولنه کې لا ډېر پياوړی او غښتلی کوي.
دوهمه ورځ:
د قرآن کريم له تلاوت او د حديث شريف له درس وروسته، مولانا عبدالصبور د دې ورځې په موضوع، چې (پر امت د رسول الله صلى الله عليه وسلم حقوق) و، خبرې وکړې.
نوموړي زياته کړه، زموږ خوږ پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له بعثته مخکې تل په دې فکر کاوه، چې انسانان څنګه د نور انسانانو له بندګۍ خلاص کړي او اصلاح يې کړي، هغه د حرا په غار کې په همدې اړه فکر کاوه.
رسول الله صلی الله عليه وسلم د انسانانو د عقيدې سمولو هڅه وکړه، هغه بشريت ته نېک اخلاق، مېړانه، د حق کلمې ويل، خپلواکي وروښودله. د عدل او انصاف نظام يې قايم کړ او انسانان يې له جنګونو وساتل.
نو د دې او نورو بې شمېره احساناتو په مقابل کې، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پر بشريت پېرزو کړي، لازمه ده چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم حقونه وپېژندل شي او هغو ته پاملرنه وشي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړی حق په هغه ايمان راوړل دي، هغه چې کومې لارښوونې او اراشادات فرمايلي، هغه بايد له زړه نه ومنل شي. که څوک په هغه ايمانه رانه وړي، نه يواځې دا چې له جنته محرومېږي، بلکې الله تعالی هغه له خطرونو سره مخ کوي او عذاب ورکوي.
د پيغمبر دوهم حق د هغه اطاعت او پيروي ده، همدغسې کسانو باندې بيا د الله رحمتونه نازلېږي. که د مسلمانانو ترمنځ په کوم شي اختلاف رامنځ ته کېږي، نو د الله تعالی له کتاب وروسته بايد سنتو ته مراجعه وکړي.
د پيغمبر درېيم حق له هغه سره محبت کول دي، له دې پرته د مسلمان ايمانه نه بشپړېږي. يهودانو خپل پيغمپران وژلي دي، خو د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم امتيانو د تاريخ په هره دوره کې له هغه څخه دفاع کړې ده؛ صحابه کرام له خپل پيغمبر څخه قربان شوي او خپل ځانونه يې د هغه د نجات په خاطر سپر ګرځولي وو.
زموږ پيغمبر د ټول بشريت او کايناتو له پاره رحمت وو، له هغه سره نه يواځې انسانانو محبت کړی، بلکې حيواناتو او نورو کايناتو هم ورسره مينه ښودلې ده.
شيخ القرآن مولانا عبدالصبور په پای کې د دې پربرکته غونډې ګډونوالو ته دنده وسپارله، چې له نن ورځې وروسته به هر يو هڅه کوي، چې پنځه وخت لمونځ په جومات کې په جماعت سره ادا کړي.
دا چې جمعيت اصلاح افغانستان روان کال (۱۳۹۱) د پيغمبر په نوم نومولی، نو په همدې اړه چاپ شوى پوسټر چې په کې ليکل شوي (زما خوږ پيغمبر)، پر ټولو ګډونوالو ووېشل شو.
درېيمه ورځ:
له معمول سره سم د قرآن کريم له تلاوت او د حديث شريف له درس وروسته، شيخ القرآن مولانا عبدالصبور د پيغمبر پر حقونو لا ډېره رڼا واچوله او ويې ويل، چې په فردي او اجتماعي مسئلو کې د اختلاف راتلو پرمهال بايد شريعت ته مراجعه وشي، د رسول الله احاديثو او لارښوونو ته رجوع وشي او فيصلې پرې وشي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم احترام او درنښت د هغه له وفات وروسته هم لازم دی او هغه په دې کېږي، چې د سنتو متابعت يې وشي. بله دا چې په پيغمبر درود دا معنا نه لري چې يواځې څو الفاظه په خوله وويل شي، بلکې له هغه سره د زړه له تله محبت وشي، هغه ته دعا وشي.
د پيغمبر بل حق دا دی چې د هغه له سنتو څخه په هر وخت او هر ځای کې په کلکه دفاع وشي. د قوم پرستۍ، مارکسېزم او ليبرلېزم شعارونه چې پورته کېږي، دا ټول بدعتونه دي او پلويان يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دښمنان دی، نو بايد پر وړاندې يې مبارزه وشي.
څلورمه ورځ:
(نبوي اخلاق) هغه موضوع وه چې مولانا صاحب ورباندې د دې دورې په څلورمه ورځ بحث وکړ. هغه وويل: که غواړئ د چا د ايمان کچه معلومه کړئ، نو اخلاقو ته يې ځير شئ، اخلاق انسان ته شخصيت ورکوي. د پيغمبر د اخلاقو ستاينه الله تعالی په خپل کلام کې کړې ده. هغه آن له بعثت مخکې هم په ټولنه کې په امين او صادق پېژندل شوی و، د هغه د ښو اخلاقو په پايله کې ډېر کسان مسلمانان هم شول. زموږ خوږ پيغمبر د ټولو عالميانو لپاره رحمت و، د شفقت او محبت کولو يوه نمونه او قدوه و.
په اخر کې د دې مبارکې غونډې د دورې ټولو ګډونوالو ته کورنۍ دنده ورکړل شوه، چې هر يو تن به مسواک اخلي او استعمالوي به يې.
پنځمه ورځ:
شيخ القرآن مولانا عبدالصبور د دې ورځې موضوع چې اجتماعي حقونو ته ځانګړې شوې وه، په هراړخيزه توګه بيان او تشرېح کړه.
هغه وويل: يو مسلمان بايد بل مسلمان سپک ونه ګڼي، يو د بل زړه خپه نه کړي، يو د بل عيبونه ونه لټوي، په غلطو او نامناسبو نومونو يې ياد نه کړي، يو په بل بدګومانه نه شي او تجسس يې ونه کړي.
مسلمان د مسلمان ورور غيبت نه کوي، که اختلاف او شخړه يې پيدا کېږي، په شريعت يې فيصله کوي، د وو مسلمانو وروڼو او ډلو ترمنځ سوله کوي، په نېکو کارونو کې يو له بل سره مرسته کوي، د دوستانو په څېر ژوند کوي، په خوږو الفاظو له خلکو سره خبرې کوي، په ناروا له چا ملاتړ نه کوي، د سلام ځواب په سم او بشپړ ډول ورکوي، د بل مسلمان ورور په مړي او ژوندي کې ګډون کوي، نو لازمه ده چې دا او دې ورته نور د خير کارونه لومړی په ځان عملي کړو او بيا يې په ټولنه کې عام کړو.
په پای کې مولانا صاحب له ټولو ژمنه واخيسته، چې په خپلو کورونو کې به يو په بل سلام اچوي.
شپږمه ورځ:
د قرآن کريم له تلاوت او د حديثو له درس وروسته، په تعليم او تربيې باندې بحث وشو. شيخ القرآن مولانا عبدالصبور ګډونوالو ته د علم او پوهې فضايل، برکتونه او ګټې بيان کړې او ويې ويل: که انسان دنيوي او اخروي دواړه علمونه ترلاسه کړي، عزت او سرلوړي يې په نصيب کېږي.
د الله تعالی له خوا رالېږل شوو پيغمبرانو بېلا بېل علوم او کسبونه ايجاد کړي او د اساسي کارونو بنسټ همغوی ايښی دی؛ آدم عليه السلام چې کله علم ترلاسه کړ، نو سجده ورته وشوه؛ ادريس عليه السلام لومړی کس و چې په قلم يې خط وکړ او ګنډلې جامې يې ايجاد کړې، د فلکياتو علم او حساب يې ايجاد کړل؛ نوح عليه السلام کښتۍ ايجاد کړه او بحر ته د ننوتلو طريقه يې خلکو ته وښودله، منظم ښار يې جوړ کړ؛ يوسف عليه السلام ته الله تعالی د کرنې، پلان او ادارې په برخو کې پوهه ورکړې وه؛ داوود او سليمان ته الله هوا مسخره کړې وه، شيطانان او پېريان يې ورته مسخر کړي وو، له ښيښو يې استفاده کوله؛ په دنيا کې لومړنی ليکلی قانون تورات دی چې په موسی عليه السلام نازل شوی دی، نفوس شمېرنه هم ده کړې، هغه د دوو ميليونو بني اسراييلو لپاره په سينا جزيره کې د خوراک څښاک بندوبست وکړ او هغوی ته يې تعليم ورکړ. زموږ د خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم رسالت خو په تعليم پيل شوی او د هغه ټول کار تعليمي و.
مولانا صاحب له دې وضاحتونو او بېلګو وړاندې کولو وروسته په ډاګه کړه، چې له بده مرغه د نن ورځ مسلمانانو علم ته شا کړې، په فرعي مسايلو کې ښکېل شوي دي؛ نو بايد له فرعي مسايلو راووځي او د اصلياتو او مهمو مسئلو په لور مخه کړي، ترڅو د نړۍ استادي ترلاسه کړي او چې کله د استادۍ پړاو ته ورسېدل، نو دنيا به ورته تابع شي.
هغه د دورې پر ټولو مشرانو غږ وکړ، چې له خپلو زامنو او لوڼو متخصصين، محققين او د پوهې علمبرداران جوړ کړي او د اجتهاد کولو جوګه يې کړي.
مولانا پر ځوانانو يې غږ وکړ، په هرځای کې چې وي، علم دې حاصل کړي او په يوه برخه کې دې تخصص وکړي؛ که بهر ته ځي او علم ترلاسه کوي، دا کار دې وکړي، خو د بهرنيانو کولتور، تهذيب او دين دې خپل هېواد ته له ځان سره نه راوړي، ځکه موږ خپله دين او کولتور لرو، د هغوی کلچر او مذهب ته اړتيا نه لرو.
هغه علم چې د الله رضا، د ولس د ترقۍ او خدمت کولو جذبه په کې نغښتې وي، هغه ګټور علم دی او الله تعالی ورته پرې اجر ورکوي.
په پای کې مولانا صاحب له ټولو برخه والو ژمنه واخيسته، چې خپل ماشومان به د ديني زده کړو او ابتدايي تعليماتو لپاره خپلو جوماتو ته لېږي.
One Comment
عبد الفتاح جواد
ماشاء الله
الله(ج) دې د کارته نو ساحوي څانګې غړیو او همکارانو ته اجرونه ورکړي چې په دغه یخ او ساړه موسم کې ولس ته د قرآن کریم د پیغام رسولو په موخه نه ستړې کیدونکې هڅې کوي او الله(ج) دې د مولوي صاحب په عمر کې هم برکت کیږدي.