راپور: مولوي شمس الحق فروتن
دمجمع علمی علماء افغانستان په نوښت دلوګر ولایت د پل علم په جامع مسجد کې د امام ابوحنیفه رحمه الله په نوم او دهغه دلا ښه پیژندګلوی لپاره غونډه وشوه چې پکې د امام صاحب دزهد، تقوا، فقاهت او علم په اړه جیدو علماوو ویناوې وکړې.
د غونډې دسټیج چاری محترم ډاکتر صاحب شبیر احمد اومحترم مولوي صاحب نیاز محمد په غاړه لرلې.
غونډه دمحترم قاری صاحب عبد الوحید له دقرآن عظیم الشان دڅو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، له تلاوت وروسته محترم شیخ الحد یث مولانا صاحب دوست محمد دلوګر دمجمع علمی علماء افغانستان مشر په خپلې وینا سره دغونډې رسمې پرانسته وکړه او د پروګرام په اجنډایې رڼا واچوله.
دغونډې دویم وینا وال محترم مولوی صاحب عبد الوحید دهنوی دامام اعظم ابو حنیفه رحمه الله دتقوا او زهد په اړه علمي وینا وکړه .
وروسته دلوګر ولایت وتلي او مشهور عالم شیخ الحد يث مولانا صاحب عبد الجبار وینا وکړه چې دخپلی عالمانه وینا او دلایلو په رڼاکې یې دا په ډاګه کړه چې امام ابو حنیفه رحمه الله دتابعینو له ډلې څخه ؤ، هغه دجمعیت اصلاح ددې کار ستاینه وکړه ، هغه زیاته کړه چې دداسې پروګرامونو په جوړولو سره زمونږ مسلمان ولس دخپل دیني مخکښانو سره آشنا کیږي او په دې پوهیږي چې دا دین په ډیرې خوارۍ او زحمت تر مونږه رارسیدلی دی.
دمجمع علمی علماء افغانستان مرستیال محترم مولوی صاحب مظهر الدین فايز دامام صاحب د ذهنی قوت، علم، او لوړ فقاهت په اړه اوږده وینا وکړه .
دغونډې بل ویناوال دمجمع علمی علماء افغانستان مشر، دهیواد نوموړی عالم محترم شيخ القرآن مولوي صاحب عبد الصبور ؤ چې دامام صاحب په مذهب کې دحدیثو درد اوقبول د قواعدو په هکله یې د دلایلو پر بنسټ اوږده وینا وکړه.
نوموړی عالم دخپلې وینا په ترڅ کې وویل: لکه څنګه چې امام بخاری رحمه الله دحدیثو داخیستلو او رد لپاره اصول ایښي دي، همدا راز امام رحمه الله پر احادیثو دعمل لپاره هم یو لړاصول اوضوابط لري چې دهغو په اساس حدیث ته ترجیح ورکوي.
دغه پرتمینه غونډه چی دسهار په نهو بجو پیل شوې وه، دغرمې په دولسو بجو او دیرشو دقیقو دلوګر ولایت د وتلي عالم شیخ الحدیث مولوی صاحب دوست محمد په اختتامي وینا اوله درد اوسوزه ډکه دعا پای ته ورسیده.
3 Comments
عبدالفتاح جواد
ماشاء الله
وزين
بارك الله في هذه الجهود المباركة وجزى الله القائمين عليها و الساعين لها عن الإسلام و المسلمين خير الجزاء.. سيروا على بركة الله و توفيقه فإن المستقبل للإسلام والله متم نوره و لو كره الكافرون.
رحمت الله مدثر
like