الله تعالی د دې خپلې پراخه او ګرده نړی د پیدایښت سره سم له لمړي ورځې څخه د داسې دوه ستر غلیمانو تر مینځ د جګړې ، شخړې او تل د یو بل د لاندې کولو یو نه ختمیدونکی بنسټ ډبره هم کیښود چې د همدې نړی تر پای ورځې پورې به دوام وکړي ، ګرده بشریت د همدغې دوه ډلو په پلویتوب سره ویش شوي چې لمړی یي د حق او دوهم یي د باطل په نوم یادیږي. دا هغه دوه غلیمان دي چې خپل لارښوونکي لري خو توپیر دا دی چې د حق لارښوونکي د غني سبحان او د باطل د رټلي شیطان له طرفه وي دغه لارښوونکي دواړو ډلو ته د قدر او احترام وړ دي خو د ځیني مقام بیا تر نورو ډیر ستر او پورته وي چې په همدوي کې د حق د لارې یو ستر ، تر نورو پورته ، عالی مقامه ، عالیشانه او ډیر خوږ لارښود هم حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) دی چې خپل پلویانو ته په نړی کې له هر سه څخه نږدی او د زړه له کومي ورسره مینه لري او هیڅکله هم نشي زغملای چې د هغې په شان کې دې څوک بده اراده هم ولري.
خو دښمن هم ډیر هوښیار وي چې د مقابل لورې داسې ټکی پیدا کړي چې که په هغه سره ورته ماته ورکړي او که د ماتي ځواک ونلري نو لږ تر لږه د زړه په درد او رنځ یي اخته کړي نو باطل پلویانو تل همدا هڅه کړې چې حق غوښتونکې په بل ډګر کې نشي لاندې کولی نو د هغوي خوږ او ستر لارښود ته د سپکاوی سره هغوي ته د زړه درد او غم ورکوي.
ددوي د همدغو هڅو په لړ کې یو ځل بیا د بې عزتی او سپکاوی لپاره خپلې سپکې خولې پرانستی چې ددوي دغه عمل ټول د حق پلویان یي سره ولړزول او د نړی په ګوټ ګوټ کې د داسې ناوړه عمل د غندلو په خاطرمظاهرې او لاریونونه وشول او باطل پرستو ته یي څرګند کړل چې اوس هم موږ د خپل ستر او خوږ لارښود سره مینه لرو او د هغه په اړه د هر قسمه تیری څخه دفاع کوو نو د همدغې دفاع او مینې څرګندولو په خاطر د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې هم د جمعیت اصلاح اسلام آباد په زیار (زموږ خوږ پیغمبر محمد سره د مینې او له هغه څخه د دفاع کنفرانس) تر عنوان لاندې کنفرانس ترسره شوه چې پکې ګڼ شمیر حق پلوې ځوانان او د دغه ځوانانو مشر ، د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شوری غړی ، د سلام د لوړو زده کړو موسسې استاد او د ګران هیواد سیاسي او علمي شخصيت ښاغلی دکتور مصباح الله ګډون درلود.
دغه کنفرانس د روان کال د سپتمبر میاشتې په دریمه نیټه د چارشنبې په ورځ د ماښام لمانځه څخه ورسته د قاري صاحب صفي الله په تلاوت سره پیل شو.
د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شوری غړی او ښوونکی ښاغلی دکتور مصباح الله کنفرانس ته په خپله وینا کې لمړی د پیغمبر په سیرت باندې رڼا اچولو څخه وروسته وویل چې دغه ناوړه عمل نه یوازې د سو بې عقلو او بې علمو خلکو کار دی بلکه دا د هغې لړی امتداد ده چې په منځني پیړیو کې د غربي راهبانو او کلیسا له لورې دغه غلطه نظریه وړاندې شوې وه چې هر نوع تدین د پرمختګ مانع ګرځي او دا پدې علت دی چې په اوسني نړی کی اسلام مخ په ترقی روان دی.
استاذ زیاته کړه چې موږ ته ددې مخنیوی دپاره پکار ده چې د ستر لارښود او خوږ پیغمبر سیرت مطالعه ، په هغې باندې عمل او نورو مسلمانانو ته یې ورسوو ، ترسو د پیغمبر سره د لا زیاتې مینې او محبت سبب وګرځي او د پیغمبر سره د مینې او دفاع اصلي مفهوم همدغه ده چې د پیغمبر په سنتو او سیرت باندې عمل وشي.
د استاذ له وینا څخه وروسته د سیرت په اړه سوالونه او جوابونه ترسره شو چې جایزې هم پکې ویشل شو او د غونډې په پای کې د شریعاتو د ماستری دورې محصل ښاغلی امین الله همدرد له خوا په زړه پورې ترانه وړاندې شوه ، غونډه د جمعیت اصلاح غړی ښاغلی قاري محمد شریف له خوا په دعا سره پای ته ورسید.