راپور: روح الله ساحل
“په فهم،تنظیم او عمل کې د روڼ سبا په لور”
تیزترک گام زن منزل ما دور نیست
دجمعیت اصلاح دمرکزي زون دغړیو درې ورځنۍ روزنیز سیمینار
“په فهم،تنظیم او عمل کې د روڼ سبا په لور ” تر عنوان لاندې دجمعیت اصلاح دمرکزي زون دغړیو درې ورځنی سیمینار د روان کال د تلې میاشتې له ۱۲ مې تر ۱۴مې دکابل ولایت د کاریز میر ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د منشي میرغلام په ښارګوټي کې د مرکزي زون د شا اوخوا ۲۵۰ تنو غړیو په ګډون ترسره شو.
دا سیمینار چې د لمریز کال د تېرو شپږو میاشتو د کارونو ارزونه او د پاتې کارونو د تنظیم په اړه هم پکې مفصل مجلسونه وشول، د مرکزي زون د غړو د لا تفعیل او تنشیط لپاره جوړ شوی و چې د سیمینار عنوان ” بسوی فردای بهتر در فهم و تنظیم و عمل” او شعار یې “تیزترک ګام زن، منزل ما دور نیست” ټاکل شوی وو.
سیمینار دتلې په ۱۲مه د چهارشنبې ورځې مازدیګر مهال د قرآن عظیم الشان د څومبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، د انانسرۍ چارې د تربیت کمیسیون غړي مولوي مجیب الرحمن منصور په غاړه درلوده،په سر کې دسیمینار مسؤل استاد عبد الوهاب عابد ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او لازمې لارښوونې یې وکړې چې ورپسې دسیمینار ټول ګډونوال د ښه تنظیم او له سیمینار څخه د سالمې استفادې په موخه په لسو ګروپونو سره وویشل شول.
له هغه وروسته د جمعیت اصلاح د دعوت اوارشاد مشر او د مرکزي زون مسؤل استاد عبد الفتاح جواد دسیمینار ګډونوالو ته هراړخیزه وینا وکړه او ویې ویل:” چې مونږ ډیر ستر کار په مخ کې لرو او لوی پیټی مو اخیستی دی. دا هغه پیټی دی چې د پورته کولو لپاره یې په افغانستان کې ډیر تنظیمونه جوړ شول خو هیچا هم پورته نه کړای شو. ”
استاد جواد د پروګرام له دایریدلو څخه خوښي څرګنده کړه او په داسې حال کې چې ددې سیمینار د جوړولو موخې یې څرګندولې ، ویې ویل چې مخکې له دې چې ولس حساب او محاسبه راسره وکړي باید له ځان سره محاسبه وکړو.
د سیمینار د لومړۍ ورځې بل وینا وال د جمعیت اصلاح افغانستان د علماوو د مجمعمعاونمولوي مظهر الدین فایز و چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د محبت په اړه یې مفصله وینا وکړه او ګډونوالو ته یې د اسلامي احکامو په رڼا کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مینه او له هغې څخه ددفاع ارزښت بیان کړ، په سر کې یې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مقام او بیا یې د هغه صلی الله عليه وسلم د محبت د غوښتنو په اړه په خپله څرګنده او تشویقوونکې لهجه خبرې وکړې.
د سیمنیار لومړۍ ورځ د مولوي مظهر الدین فایز تر درس وروسته پای ته ورسیده او ګډونوال دلماسخوتن د ډوډۍ تر خوړلو ورسته داستراحت اوخوب پر لور ولاړل.
ددرې ورځني سیمینار دویمه ورځ دسهار تر لمانځه وروسته د افغانستان د علماوو د مجمع غړي او کابل ښار د حاجی عبدالرحمن د جامع جومات خطیب مولوي عبد السلام عابدد “من انصاري الی الله” تر عنوان لاندې دقرآن عظیم الشان دتفسیر درس وړاندې کړ چې دهغې په ترڅ کې یې د مسلمان په ژوند کې جهاد او دین ته د کار کولو په اهمیت خبرې وکړې او د سیمینار ګډونوال یې وهڅول تر څو له خپل رب سره اړیکې ټینګې کړي او د هغه د دین د کامیابۍ او سرلوړۍ په خاطر – چې بیا به کوم بل پیغمبر نه ورته راځي – هلې ځلې وکړي.
د دویمې ورځې رسمي پیل د قاري صاحب عبدالرؤف په غږ کې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
ددغې برخې د انانسرۍ مسئولیت د ملي اصلاح اوونیزې مدیر مسئول مولوي نقیب الله حمید په غاړه درلود.
له تلاوت وروسته د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس استاد نصیر احمد نویدي خبرې وکړې ویې ویل چې: “مونږ د الله جل جلاله د دین د اقامې په موخه راپورته شوي یو او که دې کار ته مو په اخلاص سره دوام ورنه کړ نو الله جل جلاله به بل څوک راپیدا کړي چې خپل دین پرې عملي کړي او د هغه د سرلوړۍ لپاره کار وکړي. اسلام زمونږ په کارنه کولو سره تاوان نه ويني؛ بلکې مونږ به لوی تاوان وکړو. ”
استاد نويدي د سیمینار ګډونوال دې ته راوبلل ترڅود دعوتي کارونو او ژمنو په تر سره کولو کې د عزت احساس وکړي ځکه د ده په قول چې مونږ د الله جل جلاله لور ته خلک رابولو چې له هغه څخه زیات با ارزښته شی نشته.
استاد وروسته په ترتیب سره د افغانستان، اسلامي نړۍ او غربي نړۍ د حالاتو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.
د سیمینار ټول کارونه د منظمو کمیټو له مخې په مخ وړل کیدل. که چا به له ټاکل شوو اصولو څخه سرغړاوی کاوه، جزا به ورکول کیده.
د ویناوو او درسونو تر منځ ترانه ویونکو ټیمونو ترانې ویلې او د ترنم په ژبه به یې پیغامونه خورول. د نقیب الله حیات، حافظ اسد الله ساطع، احمد ارشاد احرار، حافظ سید حمید الله حنیف، انجنیرسخی الرحمن او حافظ حمد الله فایق ترانو په تالار کې اغیز پرې ایښی وو او وخت په وخت به ترې غوښتل کیدل تر څو ترانې واوروي.
په دې منځ کې د نورو ترانو اوترانې ویندویان ترڅۍنګ د احمد ارشاد احرار د “تیزترک ګام زن، منزل ما دور نیست” ترانه په ځانګړي ډول د یادولو وړ ده.
په دوهمه ورځ د جمعیت اصلاح رئیس دوکتور عبد الصبور فخري هم وینا وکړه چې موضوع یې د جمعیت اصلاح په وړاندې ننګونې او د هغوی د حل لارې وه.
دوکتور فخري د خپلو خبرو په ترڅ کې لاندې ننګونو ته اشاره وکړه:
- په ملک کې مو استعماري قوتونه په عملي توګه شتون لري.
رسنیز فساد خپل اوج ته رسیدلی دی. - د افغانستان ډېری خلک لا هم په بې سوادۍ کې ژوند کوي او په فکري، ټولینزو او ذهني برخو کې له وروسته پاتې والي سره مخ دي او له هر چا څخه په پټو سترګو تقلید کوي.
- په ملک کې د مخلصو او بې طرفه علماوو کمښت دی.
- دلته لا هم غیر اسلامي حرکتونه شتون لري لکه: نشنلیستي ډلې، کمونستان، قادیانیان، سیکولر حرکتونه او نور…
- د افغانستان په ډیری برخو کې لا هم قوماندانان، سیاسي رهبران او معامله ګران واک لري او د خلکو کارونه په خپله خوښه سره چلوي.
- استبداد په خپل ټول زور سره شته دی او د حکومت ډیری چارې په معامله ګریو باندې ولاړې دي.
- د خارجي هیوادونو لاسونه په استخباراتي ډول دلته رااوږده دي او د ملک په چارو کې په لوړه کچه لاس وهي.
وروسته دوکتور فخري د دې او نورو ستونزو د حل په خاطر د جمعیت اصلاح مدیره ټیم او مرکزي شورا ته ځینې د حل لارې پیشنهاد کړې.
د جمعیت اصلاح مدیره ټیم ( چې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس استاد نویدي، د جمعیت اصلاح رئیس دوکتور فخري او د نورو څانګو مسئولین پکې وو) هم د دوکتور رحمت الله زاهد په سرپرستۍ سره د سیمینار ګډونوالو ته ښکلې ترانه واوروله.
په دویمه ورڅ له غرمې مخکې د جمعیت اصلاح د کار د ارزونې او ښه والي په خاطر یو ورکشاپ دایر شو چې مسئولیت یې د مرکزي زون مسئول عبد الفتاح جواد او د جمعیت اصلاح د رسنیز کمیسیون غړي ډاکتر غنچه ګل ارمان غاړه درلود، په ورکشاپ کې ټولو لسو ګروپونو برخه واخیسته. د کارونو د کمزورتیا او قوت په ټکو یې خبرې وکړي، ننګونې یې تشخیص او د هغو د حل په لارو یې بحثونه وشول.
د ډوډۍ او لمانځه تر اداء وورسته د سیمینار بله برخه د پنجشیر ساحوي دفتر مسئول قاري عبدالحلیم په غږ د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
وروسته د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا پخواني رئیس او د ارتباطاتو مسئول دوکتور صفت الله قانت د خبرو لپاره ستیج ته وبلل شو. چې ګډونوالو ته یې د دعوتي کارونو د ښه والي په خاطر په زړه پورې او تفصیلي خبرې وکړې.
د جمعیت اصلاح د تربیت او مهارتونو د ودې د څانګې مسؤل استاد امین الله معتصم هم په دوهمه ورځ خپله محاضره د “تیزترک ګام زن منزل ما دور نیست” تر عنوان لاندې وړاندې کړه.
د تمثیل ټیمونو هم په خپله نوبت سره په زړه پورې تمثیلي پارچې وړاندې کړې چې د هغه په واسطه یې د دعوتي سلوک پیغامونه وړاندې کړل.
د همدې ورځې په پای کې د جمعیت اصلاح درییس مرستیال استاد صهیب رؤفي په ټولنه کې د جمیت اصلاح دموقعیت او دهغې د لاس ته راوړنواو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د پروجکتور له لارې یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د سیمینار په دریمه او وروستۍ ورځ د افغانستان د علماوو د مجمع مسؤل شیخ القرآن والحدیث مولانا عبد الصبور په وینا سره پیل شوه چې د (لا اله الاالله د غوښتنو او د مؤمن دمسئولیت ) په اړه یې خبرې وکړې.
مولانا صاحب په سر کې وویل چې لا اله الا الله، له الله سره د قربانۍ تړون دی او د دې کلیمې له ویلو وروسته هر مؤمن باید داسې فکر وکړي چې وخت، ځان او خپل ټول شته یې په الله باندې خرڅ کړي دي. او د الله په لاره کې مرګ ته باید خوشاله شی.
د یادولو ده چې په سیمینار کې د سپورت لپاره هم پوره وخت ورکړل شوی وو چې ډول ډول لوبې پکې ترسره شوې.
د افغانستان بحران او د حل لارې هم هغه موضوع ګانې وې چې دسیمینار په دریمه ورځدیوه ګردي میز په ترڅ کې مسئولیت یې د افغانستان د ډاکترانو اسلامي اتحادیې غړي ډاکتر ضیاء الله شفیق په غاړه درلوده ، دجمعیت اصلاح د نشراتو څانګې مشر دکتور فضل الهادي وزین اود مرکزي شورا غړي ډاکټر وحید الله مصلح خپلې ویناوې پرې وړاندې کړې.
ډاکټر وحید الله مصلح د افغانستان شته بحرانونه ډیر خطرناک او دهغه بنسټګر یې کمونستان او له هغه وروسته روان اشغال وبلل.
وروسته یې د نورو تر څنګ لاندې بحرانونو ته هم اشاره وکړه:
- فرهنګي او ټولنیز بحران په ډیر قوت سره شتون لري او لا خپریږي.
- د افغانانو د مشترک هویت د له منځه وړلو لپاره هڅې کیږي او واړه واړه هویتونه ورځ په ورځ مطرح کیږي.
- خلک آزادي نه لري او د هغه د ارزښت، معنی او مقام د له منځه وړلو لپاره پوره کار روان دی.
- سیاسي وضعیت هم بحران ځپلی دی، حکومت په مصلحتونو باندې چلیږي.
- رئیس جمهور د یوه والي د تبدیلۍ وس نه لري.
- د پارلمان غړي د عدالت له مخې نه ټاکل کیږي.
- وزارتونه په قومونو ویشل شوي دي او کارونه یې اهل ته نه دي سپارل شوي.
- په تیرو کلونو کې هیڅ داسې سیاسي قوي حزب رامنځ ته نه شو چې حالات کنټرول او د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکړي.
- د ګاونډیو او نورو هیوادونو سره د تعامل لپاره هیڅ پالیسي نشته.
- قومي ملیشې او اربکیان جوړ شول چې اوس یې نه دولت کنټرولولای شي او نه ولس.
- امنیتي ستونزې لا هم شته دي، جنګ روان دی، بمباري شته ده، د شپې عملیات لا هم نه دي دریدلي.
- د اسلام او نورو دینونو د ټکر بحران هم په مختلفو ډولونو سره شتون لري.
دوکتور فضل الهادي وزین د دې بحرانونو د حل په لارو خبرې وکړې او د هغه لپاره یې د نورو لارو ترڅنګ پرله پسې او دوامداره کار یوازینۍ د قناعت لاره وبلله. او ویې ویل چې ولس باید په دې وپوهول شي چې په سرنوشت یې لوبې کیږي او ولس باید د خپلو چارو د کنټرول لپاره رابیدار کړل شي تر څو په خپله خپل ځان ته حکومت جوړ کړي.
د پروګرام وروستۍ برخه یوه ګردي میز ته ځانګړې شوې وه چې د افغانستان د علومو اکادمۍ غړي استاد سیدحبیب شاکر یې مسئولیت په غاړه درلود.د کابل پوهنتون استاد او په دغه پوهنتون کې د جمعیت اصلاح مسئول عبد القادر نایل، د سلام پوهنتون استاد او د مرکزي زون د تربیت مسئول دکتور فصیح الله او د اصلاح دارالمعلمین رئیساو د ارزان قیمت ساحوي دفتر مسئول مولوي احمد الله صافي په ترتیب سره د فهم، تنظیم او عمل په موضوع ګانو خبرې وکړې.
د دې درې واړو استادانو د محاضرو لنډیز د مرکزي شورا د غړي قاري محمد بشیر واصل له خوا وړاندې شو.
د سیمینار له پای ته رسیدلو څخه وړاندې د منشي میرغلام شهرک د پروژې له مشر حاجي غلام سرور څخه چې په وروستیو دقیقو کې یې په سیمینار کې شتون درلود، مننه وشوه.
په پای کې د مرکزي شورا رئیس استاد نصیر احمد نویدي د پروګرام له کامیاب جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د هغه له دایروونکو څخه یې مننه وکړه.
د پروګرام په اړه مې په وروستۍ ورځ د یوه ګډونوال څخه د جمعې تر لمانځه وړاندې پوښتنه وکړه. ده چې په سپین دسمال یې لاسونه وچول، نوموړي اصلاح آنلاین ته خپله نه هیریدونکې خاطره داسې وویله: “د مرکزي شورا یو غړی د ستیج تر څنګ په ځانګړي ځای د کښیناستلو لپاره وبلل شو، خو معلومه شوه چې هغه استاد په خیمه کې نشته. وروسته معلومه شوه چې د مرکزي شورا دغه غړی بیرون په خپل نوبت سره د خیمې د شا او خوا شیانو د حفاظت په خاطر په پهره مؤظف شوی وو. ”
دا درې ورځنی سیمینار د جمعې مبارکې ورځې د لمانځه له اداء کولو وروسته پای ته ورسید.
[nggallery id=70]
9 Comments
روح الله ساحل
د اصلاح آنلاین درنو لوستونکو!
په بخښنه سره چې د ادارې پواسطه د راپور د متن له ایډیټ وروسته ځینې جملې (په ځانګړي ډول په پیل او پای کې) یا تکراري راغلې او یا یې هم خپل روان والی له لاسه ورکړی دی.
عبدالفتاح جواد
ساحل صیب
ماشاالله شه گزارش وو
مننه
رسولي
ډیر په زړه پورې راپور دې لیکلی دی ساحل صیب په قلم دې برکت شه
روح الله ساحل
رسولی صاحب او جواد صاحب خیر یوسئ.
له تاسو دواړو درنو استادانو څخه مننه کوم.
الله مو راته وساته.
ziaurahman
ماشاءالله ډیر شه پروګرام ترسره شوی دی.
کاش مونږ هم پکې وای.
مننه
الله مو ونازوه، او سرلوړی اوسی
فاروق
عارف خان
ډیر په زړه پورې پروګرام ؤ.
هیله ده چې دهیواد په هر ولایت کې دداسې پروګرامونو دجوړولو لاره هواره شي.
احمد شاکر
الله جل جلاله اعضای جمعیت اصلاح را اجر عظیم دهد و به امید آن روزیکه همه ی ملت عضو جمعیت اصلاح باشد.
حمزه مومن حکیمی
الله اکبر و لله الحمد
انعقاد این برنامۀ مبارک و کامیاب را به همه اعضا و لشکریان دعوت در زون مرکز جمعیت اصلاح و قیادت این حرکت مبارک عرض نموده و از الله متعال سربلندی قیادت ثبات جنود و کامیابی دعوت را استدعا می کنم
کاش ما هم عضو زون مرکز میبودیم تا درین برنامه شرک می کردیم ….. کاش !!
سيف الله عابد
ماشاء الله-دير شه بروكرام وو- الله باك دي ستاسي به جهودو كي بركت واجي او الله باك مو خبل دعوتي كارونو كي كامياب و كامران لره- د ورونو د عكسونو به ليدو سره دير زيات خوشحاله شوم. كاش زه هم كابل كي وي او بدي بروكرام كي مي اشتراك كري وي.