ددوشنبی ورځ چی دسنبلی د میاشتی له 13 نیټی سره سمون خوری په کندز کی د قران پوهنی د اووه ورځنی دوری دریمه ورځ وه غونډه د معمول په شان په 5:30 بجو د نصرالدین نصرتیار په ویاندویی او دشیراباد دجامع جومات دخطیب محترم قاری صاحب عبدالغیورفرقانی په خواږه تلاوت سره شروع شوه ورپسی د رسول الله صلی الله عليه وسلم داحادیثوله جملی څخه محترم مولوی صاحب مجاهد د اخلاقو ترعنوان لاندی د حدیثو درس وړاندی کړ او د خبرو په ترڅ کی یی داسلام او مسلمانانو د دښمنانو دهراړخیز فرهنګی یرغل او دسیسو په لوری هم اشاره وکړه او ویی ویل چی دښمن غواړی تر څو درسنیو له لاری زمونږ ملت له اسلام څخه لری وساتی او ددین اوسیاست ترمنځ بیلتون رامنځ ته کړی او د مختلفو ت
لویزیونی چینلونوپه مټ غواړی ځوانان د اخلاقی فساد په لوری مات کړی، لیکن مونږ هغه وخت کامیابیدلای شو چی په ملت کی یو فکری بدلون رامنځته کړو ترڅو ددی بداخلاقیو، فساد ،فقر او ناامنی لمن ورټوله کړای شی او دهمدی تغیر لپاره جمعیت اصلاح افغانستان د هیواد په ګوټ ګوټ کی د قران پوهنی اونورو اصلاحی برنامو په لرلو سره هڅی ګړندی کړی.
له دی وروسته د سود ترعنوان لاندی مولانا صاحب عبدالصبور په خپل درس پیل وکړ اود قرانی ایاتو په رڼا کی یی دسود دحراموالی او ګناه په اړوند وویل چی دسود خوړونکو په مقابل کی الله تعالی جنګ اعلان کړی او همیشه به ددوزخ په اور کی وی الله تعالی په قرانکریم کی دری ډوله ګناهګارانو ته په دوزخ کی دابدی پاتی کیدو انذار ورکړی یو هغه چی بیګناه خلک ووژنی، دوم دمیراث او دخلکودحقونو نه ورکونکو ته ،دریم سود خوړونکو ته ،اودا وعید یواځی سود خوړونکو اوسود ورکونکوته نه بلکی دسود دمعاملی شاهد او لیکونکی ټول پکی شامل دی او لعنت یی پری ویلی.سود مال بی برکته کوی په مال کی هغه وخت برکت پیدا کیږی چی ذکات او صدقه تری ورکړل شی او دا داسلامی حکومت وظیفه
ده چی سود خوړونکی لومړی له سودخوړنی څخه منع کړی او که څوک بیا هم له دی لویی ګناه څخه مخ نه ګرځوی نو د قتل سزا دی ورکړی.
په سودی بانکونو کی او هغه موسساتو اودفترونو کی چی دسود کاروبار کوی کارکول ناراوادی .
همدارنګه دقرانی ایاتو په رڼا کی یی دشرک په اړه وویل چی الله تعالی ټول ګناهونه بښی لیکن شرک نه بښی .جادو سحر او نور هغه څه چی بغیر دقران او حدیث څخه په تعویذونو کی لیکل کیږی قطعی حرام دی او داپخپله شرک دی .
2 Comments
سید عبید الله (هرات)
الحمد لله
به تمام مردم متدين كندز خصوصا کسانی که در این برنامه مبارک شرکت دارند تبریک عرض میدارم. امید که خداوند از ما بپذیرد.
عبید الله هرات
سید حمید الله حنیف
مردم دین پرور و شجاع ولایت کندز در چند سال اخیر این را به ثبوت رساندن که آنها با قرآن که یگاه نظام زندگی مسلمانان هست محبت واقعی داشته و برای فراگیری انوار هدایت آن آماده هستند که شب ویا روز در موسم گرمی یا سردی با دل وجان حاضر شده و اشتراک در همچو محافل را بالاتر از تجارت و مصروفیت های دنیوی میدانند ……… امید که همیشه همینطور بسوی خیروفلاح کوشان باشند
آمین