راپور : ډاکټر قریشی
د کوچنۍ صدقې او ستر اجر کمباین چې د بشري مرستو د ټولنې له خوا هرکال د کابل ښار کې ترسره کیده، سږکال داسې تصمیم ونیول شو چې باید ولایت هم پدې کمپاین کې شامل شي. د دې کمپاین په ترڅ کې ابتدا د اهل خیر کسانو څخه مرستې را ټولي او بیا پدې مرستو باندې خوراکي توکې واخستل شي، وروسته بیا په بې وزلو او غریبو کورنیو باندې وویشلي شي.
دغه کمپاین سږکال په جلال آباد، کابل، کندز، تخار او مزار شریف په ولایتونو کې ترسره شول چې د دې کمپاینونو په ترڅ کې ټول ټال ۱۱۵۰۱۶۴ ( بو میلیون یو لک او پنځوس زره یو سل او څلور شپیته) افغانۍ ترلاسه شوې چې تفصیل یې په لاندې توګه ده:
جلال آباد:
د جلال آباد په ښار کې د “کوچنۍ صدقې، ستر اجر” تر نامې لاندې د بې وزله کورنيو سره د مرستو اته ورځنۍ پراخ کمپاين ترسره شوه. د دغه کمپاين موخه د جلال آباد ښار زرو اړو کورنيو ته د ۱۵ ورځو لپاره د روژه ماتي خوراکي توکو برابرول، او خلکو ته د خپلمنځي مرستې او خواخوږۍ پيغام رسول وو.
کمپاين د جلال آباد ښار د مخابراتو په څلورلاري کې د روژې په نهمه د مطبوعاتی کانفرانس څخه پيل شو چې ګڼ شمير سيميز او ملي رسنۍ ورته رابلل شوې ول. د “کوچنۍ صدقې، ستر اجر” دغه کمپاين د مرستو راټولولو لپاره بيلابيلې لارې ټاکلې وې. د جلال آباد ښار د مخابراتو څلورلارې کې د مرستو د راټولولو يو مرکزي کمپ هم لګيدلی وو، د یوې ورځې له پاره د جلال آباد د ګمرک سره نږدې جومات کې او د څو ورځو لپاره د تلاشۍ په څوک کې هم ورته کمپونه لګیدلې ول. البته د کمپاین په ترڅ کې د رسنيو له لارې د ښار اوسيدونکي دې ته هڅول کيدل څو د مرستو د راټولو مراکزو له لارې په خلاص لاس د خپلو بې وسو ورونو او خويندو سره مرسته وکړي.
همدارنګه د ښار په لویو او سترو جوماتونو کې هم د مرستو د راټولولو کمپاین روان وو، په نوموړو مساجدو کې خطيبانو د انفاق فی سبيل الله او په رمضان کې د اړمنو سره د مرستو په اړه د قرآن او حديثو په رڼا کې خطبي ورکړې.
د یادولو وړ ده چې د جلال آباد د کمپاین په ترڅ کې ټول ۶۷۱۱۸۲ ( شپږلکه یو اویا زره یو سل او دوه اتیا) افغانۍ راټولې شوې چې بیا پدې مبلغ باندې هغه خوراکي توکې چې پکې اوړه، وریجې، لوبیا، بوره، غوړي، شین چای او خرما شامله وه د جلال آباد ښار په ۳۷۱ اړمنو کورنیو، کونډو، یتیمانو، معیوبینو او معلولینو باندې وویشله شوه چې د هرې خوراکې توکې بیه نږدې ۱۸۱۰ افغانیو ته رسیدل.
کابل:
د کابل د کوچنۍ صدقې او ستر اجر کمپاین په اصلاح غږ رادیو کې د بشري مرستو د ټولنې د رییس د یو ساعته ژوندۍ مرکې سره پیل شو او همارنګه د خورشید تیلویزیون سره هم د کمپاین په جریان کې مرکه ترسره شوه. باید یادونه وکړو چې د کابل په ښار کې اکثره مرستې د دوو لویو جوماتونو: د وزیر محمد اکبر خان جومات د داکتر صاحب محمد ایاز نیازی په مرسته او د حاجی عبدالرحمن جومات څخه ترلاسه شوه. د کابل ښار د کمپاین په ترڅ کې ۱۲۰۰۵۲ ( یو لک شل زره او دوه پنځوس) افغانۍ راټولې شوې چې بیا پدې مبلغو باندې هغه خوراکي توکې چې پکې وریجې، لوبیا، بوره، غوړي، شین چای او خرما شامله وه د کابل ښار په ۷۶ هغه اړمنو کورنیو، کونډو او یتیمانو باندې چې د کابل ښار د کوچیانو په کمپ کې چې ببرک چمن کې استوګن دي، وویشله شوه، د هرې خوراکې توکې بیه ۱۵۸۰ افغانیو ته رسیدل.
کندز او تخار:
په کندز او تخار ولایتونو کې دغه کمپاین د ښار په دوکاندارانو باندې ترسره شوه چې د کمپاین په ترڅ کې ۳۷۶۳۰ ( اوه دیرش زره شپږ سوه او دیرش) افغانۍ را ټولې شوې چې پدې مبلغو باندې ۲۶ خوراکي توکې چې پکښې وریجې، غوړي، بوره او چای شامل ول، د کندز او تخار ولایتونو په بې وزله کورنیو باندې وویشل شول. باید یادونه وشي چې د یوې خوراکي توکې بیه د ۱۴۴۵ افغانیو په ارزښت وو.
مزار شریف:
پدې ولایت کې هم د کوچنۍ صدقې او ستر اجر کمپاین په ښه توګه ترسره شوه . د کمپاین په ترڅ کې ۳۲۱۳۰۰ ( درې لکه یوویشت زره او درې سوه) افغانۍ را ټولې شولې. د دې مرستو څخه په ۳۶۰۰۰ افغانیو باندې ۵۰ اړمنو کورنیو باندې هغه خوراکې توکې چې پکښې وریجې، غنم او غوړي شامل ول توزیع شول، همدارنګه ۳۵۳۰۰ افغانۍ چې د ذکات را ټول شوي پیسې وې، په ۱۹ مستحقو کسانو باندې وویشل شول. همدارنګه ۲۵۰۰۰۰ (دوه لکه او پنځوس زره) افغانیو باندې چې د حاجی صاحب محمد عیسی غضنفر له خوا د مزار شریف بندیانو لپاره مرسته شوی وه، زر کمکي توکې چې د هرې توکې بیه ۲۵۰ افغانیو ته رسیدل او پکې: ځانپاک، صابون، ناخنګیر، شامپو،
سپین کاغذ، د غاښونو کریم، د غاښونو برس، د ویښتانو برس، هنداره او چاکلیت شامل ول، د مزار شریف ۱۰۰۰ تنه نارینه او ښځینه بندیانو باندې وویشل شول.
خاطره:
د دې کمپاینونو په ترڅ کې موږ دې پایلې ته ورسیدلو چې خلک د خپلو بې وسو ورونو او کورنیو په خاطر مرستو کولو ته چمتو دي ځکه د مرستو اندازه د یوې روپۍ نه نیولۍ بیا تر لکونو روپیو پورې رسیدل او هان ډیر ناداره کسان هم دې برنامې سره خپلې مرستې کړي دي، د بیلګي په توګه په جلال آباد ښار کې یوه سایله ښځه خپل هغه ۲۵۰ روپۍ چې د سوال له لارې یې ترلاسه کړې وه د کوچنۍ صدقې او ستر اجر برنامې ته ډالۍ کړه، زموږ یو بل معلول ورور چې په زحمت یې د جلال آباد ښار د مخابراتو د څلورلارې د کمپاین ځای ته ځان رسولی وو، خپلې مرستې یې د کمپاین د مرستو په صندوق کې واچوله.
همدارنګه زموږ یو بل ورور حاجی صاحب ایران د پیښور څخه زموږ همکارانو سره ټیلیفوني تماس ونیو او اویا زره کلدارې یې دې برنامې لپاره کمک وکړ، یو بل ورور ښاغلۍ میر غلام دستګیر د کابل د کارته پروان څخه موږ سره ټیلیفوني تماس ونیو او خپل دولس زره افغاني مرسته یې دې برنامې ته ورکړه، بل ورور په مزار شریف کې حاجی صاحب محمد عیسی د غضنفر فوندیشن رییس دوه لکه او پنځوس زره افغانۍ مرسته یې وکړه څو د مزار شریف بندیاتو ته ورباندې ضروري توکې واخستل شي.
د یاده دې پاته نه وي چې سږکال د جلال آباد ورونه پدې کمپاین کې ډیر زیات زحمتونه وګالل او د روژې میاشتې په ګرمه هوا کې کمپاین یې بریالیتوب ته ورسول، د دوی د هڅو په نتیجه کې لږول شوي کمپونو کې ډیرې مرستې راټولې شوې او همدارنګه انجنیر صاحب زیارت ګل راحل او ورسره هیئت یې د څو ورځو کمپاین په ترڅ کې دوه لکه او څلور زره افغانۍ مرستې یې د اهل خیرو څخه لکه: حاجی صاحب ګلمراد، حاجی صاحب فاروق، حاجی صاحب میرویس، حاجی صاحب حیا خان او نورو ورونو څخه ترلاسه کړل.