سخی الرحمن
د۱۳۹۱ هجری شمسی کال دروژی مبارکی میاشتی په ۲۱ نیټه دجمعیت اصلاح دخوست دشعبی لخوا دماڼی کلی په مسجد کی دجمعی افطار محفل ترسره شو چې په سلګونوتنو مخورو مشرانو علماء کرامو، دپوهنتون استادانو، محصلینو اودلېسی شاګردانو په کی ګډون وکړ، محفل په ۵:۴۰ بجو مښام دقاری محب الله دقرآن کریم په مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو.
دمحفل لومړنی ویناوال دخوست دشعبی دجمعیت اصلاح مسؤل ډاکټر صاحب ګلاب طوطاخیل ؤ ډاکټرصاحب طوطاخیل راغلو میلمنو ته لومړی ښه راغلاست ووایه او بیا یی جمعیت اصلاح و انکشاف اجتماعی افغانستان مفصله معرفی کړه، نوموړي په خپله وینا کی دجمعیت اصلاح دفهم قرآن دورو او دسیرت دورواونورو اصلاحی اسلامی برناموڅخه خلک خبراو پدی یی تاکید وکړ چه نور باید په کلکه ولس لاس ترزنی کښیننی او راپاڅی دفسق او فجور دلړی دختمولو لپاره په کلکه مبارزه وکړی.
ښاغلي طوطاخېل خلک دی ته وهڅول چه ددغه اسلامی مبارزی په لاره کی دجمعیت اصلاح دفهم قرآن او سیرت دورو او نورو پروګرامونو کی هرډول همکاری ونه سپموی ترڅو دګډی همکارې او اخوت له لارې په دې خاوره کی سوچه اسلامی قانونیت رامینځته شي.
دافطاری مخفل دوهم ویناوال دجمعیت اصلاح دخوست څانګی دتربیت بخش مسؤل شیخ القرآن مولوی عطاؤالله عصامی ؤ دده ټوله وینا دقرآن او احادیثو په رڼا کی دیوه اصیل مؤمن جوړښت ؤمولوی عطاؤالله عصامی په خوست کی دمختلفوراډیوګانو له لاری داسلامی دعوت په لاره کی مختلف پروګرامونه دایرکړیدی اوهمداشان دقرآن کریم دترجمی لپاره یی په شیخ زاید پوهنتون کی سلګونه کسه هیوادوال رامات کړیدی.
مولوي صاحب د خبلې وينا په ترڅ کې زياته کړه: په افغانستان کی داسلامی انقلاب دبریالیتوب وروسته هیڅ اسلامی فرهنګی کار ته دومره زیاته توجه نده شوې ولې اوس دخوشحالۍ ځای دی چې دغه کار ته جمعیت اصلاح اوږه ورکړې اوپرمخ یی وړی دی اوپه اخره کی مولوی صاحب عصامی خلک دخپل ځان،کورنی، او ټولنی مسؤل وبلل اودایی څرګنده کړه چه زمونږ داسلامی مبارزی کارپه اخوت سره کیږی او اخوت دیوی سالمی ټولنی څخه راتلی شی مونږباید شروع له خپله ځانه وکړو لومړی خپل ځان اصلاح بیا کورنی اصلاح او بیا دجامعی اصلاح وکړو اوددغه قرآن په رڼا کی په دغه اسلامی خاوره کی اسلامی نظام رامینځته کړو مخفل دمولوی صاحب عصامی په دوعایی سره پای ته ورسید.
One Comment
عبد الفتاح جواد
ماشاء الله
د خوست وروڼه دې نور هم موفق او کامیاب وي