السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
هیله ده چې دروژې مبارکه میاشت مو الله تعالی ته په عبادت، د نفس په پاکی، اود مسلمانانو په خدمت کې تیره کړي وي، او د ایمان له دغې سترې مدرسې څخه مو د بریالیتوب سند ترلاسه کړی وي، الله تعالی دې زموژ او ټولو مسلمانانو عبادتونه قبول کړي.
ګرانو ځوانانو: دا دی یو ځل بیا دروژې مبارکې میاشتې د رحمت څادر له مونږ څخه پورته کړ، او د بیا راتګ لپاره یې مخه ښه وکړه، خدای خبر چې بیا به دغه دعبادت ارزښتناک موسم کې زموژ قسمت وي او که نه، د روژې مبارکه میاشت په داسې حال کې رخصت سوه چې د نورو یولس میاشتو لپاره یې موژ ته په صبر، استقامت او ایمانداری روزنه راکړه ، تر څو د الله تعالی عبادت په پوره عزم او ارادې سره ترسره کړو.
درنو وروڼو او خويندو: هغه ځوان به د محشر په ورځ د الله تعالی د عرش تر سیوري لاندې وي، دچا چې عمر د الله په عبادت کې تیر سوی وي او د ځان، کورنۍ او ټولنې په هکله یې خپل مسؤولیت اداء کړی وي، د اسلامي نړۍ په دې حساسوتاریخي شیبو کې مسلمان ځوانان تر بل هر وخت ډیر درانه مسؤولیتونه لري، تر څو اسلامي امت له ورپیښ ناورین څخه وژغوري اود نجات ساحل ته یې ورسوي.
محترمو زلمو: مسلمان ځوان بې شمیره مسؤلیتونه لري چې هر ځوان د خپلې پوهې پر اساس ورته متوجه کیږي، چې څومهم مسؤولیتونه یې دا دي:
۱- په اسلام پوهاوی او سمه پوهه ترلاسه کول. ۲-په ترلاسه سوې پوهې عمل کول. ۳-داسلام لور ته دعوت کول. ۴-اود یو محکم صف په څیر خپلمنځی اړیکې لرل.
درنو وروڼو او خویندو: تر روژې وروسته کوچنی اختر د مسلمانانو د خوشحالئ تر ټولو ستره ورځ ده، هیله ده چې دغه د خوښۍ شیبې هم درڅخه عبث تیرې نسي او په هغه ډول خوشحالي وکړې کوم چې زمونږ د دین لار او دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم کړنلاره ده، تاسو او ټول اسلامي امت ته د دغې سپیڅلی ورځې مبارکي وایم، تقبل الله منا و منکم صالح الاعمال کل عام و انتم بخیر.
د اسلام دځلانده لمر د راختو په هیله
والسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
د جمعیت اصلاح دځوانانو څانګه (نجم) – کندهار