راپور: خاکسار وقار
جمعيت اصلاح افغانستان د قرغيو سيمه ايزې څانګې د پنج شنبې په ورځ (درمضان ۲۸مه) د ټولنيزې روژه ماتې پروګرام جوړ کړ.
دغه پروګرام چې کابو شلو تنو پکې ګډون کړی و د مازديګر په ۶ بجو د چارباغ په جامع جومات کې پيل شو، د پروګرام په پيل کې د جمعيت اصلاح يو تن غړي مولوي صيب عبداللطيف پرانسته وينا وکړه او تر څنګ يې وروڼو ته د روحاني تزکيې لپاره د روژې د ماښامنيو دعاګانو په فضائلو، آدابو او اهميت رڼا واچوله، ورپسې په ګډه توګه ماثورات او دعاګانې وشوې.
له دعاء څخه وروسته ګډون کوونکو د ماښام له اذان سره سم روژه ماته کړه او د ماښام لمونځ يې اداء کړ، له لمانځه وروسته د يادې شعبې له لوري تيار شوي خواړه وخوړل شول.
دغوندې په پای کې د نوموړې شعبې مسئول ښاغلي استاد عبدالبصير (عظيمي) د ټولنيز روژه ماتي په ګټو او ضرورت خبره وکړه، نوموړي ياده کړه چې دغه ډول پروګرامونه د وروڼو تر منځ د اجتماعي روحيې او اړيکو په غښتلي کولو کې اړين رول لوبوي. پروګرام د مولوي صيب محمد سرور په دعاء سره پای ته ورسيده.
همدا راز دجمعې په مبارکه ورځ، د ۱۳۹۱ هـ ل کال د زمري په ۲۷مه (د روژي ۲۹مه) د جمعې تر لمانځه وروسته په قرغیو کې دنزول قرآن عظیم الشان غونډه ترسره شوه.
غونډه د قاري صيب مجيب الرحمن له لوري د قران عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پېل شوه، ورپسې د يادې شعبې د تربيت مسئول ښاغلي انجينر نعمت الله (برکت) پيليزه وېنا وکړه.
وروسته د سيمې وتلی عالم او د جمعيت اصلاح همفکر مولوي محمد سرور (حقاني) په اړونده موضوع وغږېده او زياته يې کړه: قران د دې لپاره ندی راغلی چې د خپلې خبرې د اثبات لپاره ورباندې قسمونه وخوړل شي، او نه د دې لپاره چې ېواځې په ختمونو کې ولوستل شي او يا په ټوټو باندې وتړل شي، په تاخچه کې کېښودل شي او خلک د تبرک لپاره ترې لاندې تېر شي، بلکه د دې لپاره راغلی چې خلک يې پخپل ټول ژوند کې عملي کړي او ورڅخه هدايت تر لاسه کړي.
مولوي صاحب ووېل: دا اوس چې مسلمانان په افغانستان، فلسطين، برما او نورو هيوادونو کې د اسلام د دښمنانو له لاسه وژل کېږي، زندانونو ته اچول کېږي او په هر ځای کې په ذلت او غلامۍ کې ژوند تېروي، ېواځنی لامل يې دادی چې له قران څخه ليرې شوي دي.
ورپسې د چارباغ د عالي لېسې استاذ مولوي سبحان شاه د نزول په معنا رڼا واچوله او د قران کريم د وحې د نزول بېلابېل ډولونه يې وڅېړل، پدې اړه يې تفصيلي خبره وکړه اوځوانان يې خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل.
غونډه د چارباغ د جامع مسجد خطيب قاري صيب احمد سير لخوا په دعا سره پای ته ورسېده.
One Comment
نعمت الله برکت
محترم وقار صيب د قرغيو جمعيت اصلاح خو په سږني رمضان کې د څلورو پروګرامونو راپورونه وو، دلته ټول دوه خپاره شوي، نه پوهېږم دا تېروتنه ستاسې ده او که څنګه ؟ هيله ده پدې اړه معلومات راکړئ.