جمعیت اصلاح افغا نستان دشرقي زون اړوند دخویندو ځانګې داوړې له رخصتۍ نه دګټې اخستنې په موخه دجلال آباد ښار په مختلفو برخو کې څلور دتفسیر دورې سرته ورسولې، دغه دورې چې دتدریس چارې یې هم دجمعیت اصلاح دغړو خویندو لخوا پر مخ بیول کیدی، ددغو قرآني درسونو له ډلې څخه یوه یې دعربانو ګولای د امام ابو حنیفه (رح) په مسجد کې د شعبان په دریمه نیټه شروع شوه چې د نوموړی دوری ګډونوالې ۲۰۰ تنه خویندی وي او دورې د تدریس چارې د محترمې خور سعدیه هادي له خوا پر مخ بیول کیدې .
دويمه دوره د جلال آباد ښار د نارنج باغ په سیمه کې د تعلیم القران په مدرسه کې د شعبان له ۵ مې نیټې پیل او د روژې په ۲۵مه نیټه پای ته ورسیده، په دې دوره کې تقریبا ۵۰۰ خویندو ګډون کړې وو.
دریمه دوره د خوش ګنبد د الفلاح د انجونو په مدرسه کې د شعبان له ۱۵مې نیټې څخه پیل او دروژې تر ۲۰مې نیټې يې دوام درلود ددې دورې مدرسه هم قدرمنه خور سعدیه هادي وه، له دې دورې هم په لسګونو خویندو ګټه پورته کړه.
څلورمه دقران کریم د تفسیر دوره د امام ابو يوسف تعلیمی مرکز په انګړ کی د شعبان په ۱۵ مه شروع او د رمضان په ۲۷ مه نیټه پای ته ورسیده ، چه په دغه دوره کی ۱۰۰ خویندو ګډون درلود ، دد غی دورې د تدریس چاری د محترمې خور مریم هادی له خوا پر مخ بیو ل کیدي.
د دقرآني درسونو اختتامې پروګرامونه:
د هری دورې په وروستۍ ورځ په هماغه ساحه کې اختتامې غونډې جوړې شوې، او د شرقی زون د خویندو څانګې د دغو پروګرامونو د جوړیدو چارې پر مخ بیولې.
د تعلیم القرآن د مدرسې د تفسیر د دورې د اختتامې غونډې پروګرام د رمضان په ۲ مه د سهار په اتو بجو پیل شو.
په دغه غونډه کې شا اوخوا ۱۵۰۰ تنو خویندو برخه اخیسیتې وه، دغونډې ګډونوالو ته دقران د زده کړې او د قران د فضایلو په اړه د خویندو له خوا ویناوې وشوې، د غونډی په پای کې د دورې پر ګډونوالو تصدیق پاڼې او تحفې وویشل شوې.
د امام ابو حنیفه (رحمة الله علیه) په جامع جومات کې دتفسیر د دورې اختتامی غونډه د رمضان په ۲۶مه نیټه د سهار په اتو بجود قران کریم په تلاوت سره پیل او د غرمې په ۱۱ بجو پای ته ورسیده .
د امام ابو یوسف تعلیمی مرکز دقران کریم د تفسیر د دورې دپای غونډه د روژې په ۲۷مه نیټه د سهار په اتو بجو د همدې مرکز په انګړ کې د قران کریم په تلاوت سره پیل شوه ، دغه غونډه چه د نورو ټولو دورو ګډونوالو ته په کې دعوت ورکړل شوې وو ، نو په دې غونډه کې هم په سلګونو خویندو ګډون وکړ.
د غونډې ګډونوالو ته د قران کریم د ختم څخه وروسته د خویندو له خوا په مختلفو موضوع ګانو باندی ویناوې واورول شوې ، استاذې امینې د ښځې او دعوت تر سرلیک لاندې وینا وکړه.
نوموړی د خپلو خبرو په ترڅ کی وویل: په اسلام باندې پوهه او عمل کول او ددې کتاب (قران کریم) د نشر او اشاعت دنده یوازی د نارینه وو نه، بلکې د خویندو مسؤولیت هم دی، او مونږ باید دغه ستره دنده هیره نه کړو.
د جمعیت اصلاح د شرقی زون د خویندو د څانګی په نماینده ګی استادې نازدانې وینا وکړه او دخپلو خبرو په ترڅ کې يې وویل: زمونږ خویندې باید له داسې درسونو څخه یو نوی فکر واخلي او مونږ باید درمضان نه وروسته هم د قراني درسو لړۍ جاري وساتو، او د خپلی ټولنی د اصلاح او سمون لپاره کار وکړو .
په غونډه کی دشرقی زون د خویندو د څانګې له لوري د خویندو له پاره دوه ازاد درسونه اعلان شول ، چې یو درس به د امام ابو حنیفه (رح) په مسجد کې او بل درس به دامام ابو یوسف تعلیمی مرکز په انګړ کې دهرې پنجشنبې په ورځ دایریږي.
د غونډي په پای کی د دورې په ګډونوالو تصدیق پاڼې او تحفې و ویشل شوې. غونډه د اسلامی امت د یووالی او د استعمار نه دخلاصون په دعا پای ته ورسیده.
2 Comments
نویدی
الله تعالی دی د شرقی زون د خویندو په کارونو کی نورهم برکت واچوی- په رښتیا سره چی زمونږ خویندی په ننګرهار کی ددعوت په چاروکی مخکښی دی.
جزاکم الله خیراْ
زاهد مير
الحمد لله الذي بنعمته تتم الصالحات
د خويندو له خوا د خويندو د اصلاح په خاطر داسې اوږده او منظم پروګرامونه دايرول د دې زيری ورکوي چې ان شاءالله ټولنه سم لور ته روانه ده، او که د وروڼو هڅې هم ور سره يو ځای شي، ان شاءالله چې د شيطان، نفس او لويديځ دسيسې به شنډې شې.