راپور: ضيا الرحمن، د کوټ شعبې د نشر دعوت مسؤل
غونډه د يکشنبې په ورځ، د ۱۳۹۱ هجرې لمريز کال د اسد د مياشتې ۱۵مه نېټه (د روژي ۱۷مه) د مازيګر په ۳:۱۵ دقيقو پيل شوه. د ناظم لخوا قاري صاحب محمد نسيم ته د قرآن کريم د څومبارکو ايتونو د تلاوت لپاره بلنه ورکړل شوه. له تلاوت څخه وروسته الحاج محمد امين صداقت افتتاحيه وينا لپاره راوبلل شو. نوموړي په خپلې وېنا کې ددې ورځې په مناسبت د مجلس جوړولو هدف مسلمانانو ته پيغام ورکول وبلل، تر څو خپل تير برم او شوکت راياد کړي او په راتلونکي کې د نوموړي برم د اعادي لپاره کار وکړي.
په اسلام کې د اجتماعي کار ارزښت موضوع د امام ابويوسف د عالي دارالعلوم مهتمم مولوي صاحب ميرعباس ګوهري له خوا د غونډي ګډونوالو ته وړاندي شوه. محترم مولوي صاحب د بدر د غزا په اړه ددې غونډې جوړولو موخه په تاريخې لحاظ د حق او باطل تر منځ د دايمي کشمکش او مبارزې دوام وښودلو او همدارنګه د نوموړې ورځې له برکته د مسلمانانو ناپيژندل شوی ټولی په نړېواله سطحه تثبيت او رسماً وپيژندل شو. نوموړې زياته کړه چې د بدر د ورځې نوم يوم الفرقان هم دی، او دغه لويه فتحه د اجتماعي کار ثمره ده، ګوندې د فردي کار په نتيجه کې هيڅکله هم دومره ستره فتحه ممکنه نده، او همدارنګه د فردي جهودو او فعاليتونو په نتيجه کې د الهي دين اقامه نه کيږي.
د ننګرهار پوهنتون استاذ محترم محمد حسين روحانې د بدر د غزا تاريخي شاليد د رسول الله (ص) د بعثت څخه تر غزوه بدر او د هغې اسباب او عوامل هم وڅيړل او زياته يي کړه چې په مسلمان ټولي باندې د مشرکينو ظلم د نوموړې غزا لوی او اساسي عامل دی.
د غونډې څلورم ويناوال د جمعيت اصلاح د ختيځ زون د تربيت مسؤل او د ننګرهار اسلامي پوهنتون استاذ محترم مولوی صاحب محمد شريف رحماني وو. محترم مولوي صاحب وويل: جمعيت اصلاح ځان د صحابه کرامو پورې تړي او اسلامي تاريخ خپل وياړمن تاريخ بولي. نوموړې د بدر ورځ د لوی طاغوتي نظام او مسلمان ټولي ترمنځ فيصله کوونکې ورځ وبلله او زياته يې کړه چې د انګليس او افغان جګړه هم د بدر ياد تازه کوونکې وه، همدارنګه د روس او افغان جګړه هم د نوموړي غزا د ياد تازه کوونکې ده. محترم مولوي صاحب د ګيلې په ډول وويل چې افغان ولس افتخار ګټلی شي خو ساتلی يي نه شي.
نوموړي وويل چې رسول الله (ص) په ۲۳ کلونو کې نړيوال تحول او انقلاب راوړ او د ژوند په مختلفو اړخونو لکه اقتصادي، نظامي، سياسي او ټولنيز ژوند کې يې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړل.
غونډه د مازديګر په لمانځه او محمديه دارالعلوم د مهتمم مولوي صاحب نور اسلام په دعا کولو سره پای ته ورسيده.
پاتي دې نه وي چې د همدې ورځې په ماښام د جمعيت اصلاح کوټ څانګې د اجتماعې افطار بندوبست هم کړی ؤ چې ګڼو سپين ږيرو او ځوانانو په کې برخه واخيسته.
One Comment
نویدی
الله اکبر ولله الحمد