راپور: احسان الله
د زمري د مياشتي په ۱۹ نيټه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د جمعيت اصلاح د کندهار سيمه ايزي څانګي د خپل رهبر(ص) دسنتو او اسلامي کلتور چي ميلمه پالنه او دعوت دی د يو روژه مات په تيارول سره عملاً راژوندی کړ.
روژه ماتي ته لسګونو متدين هېوادوال دعوت شوي وه چي د روژه ماتي تر څنګ د جمعيت اصلاح هميشنی اجندا سره سم يو کوچنی درس هم ور ته وړاندي شو.
پروګرام د مازديګر د لمانځه څخه وروسته پر شپږ بجې پيل شو، د پيل وينا د کندهار د جمعيت اصلاح مسؤل مولوي صديق الله ميوندوال واورول او راغلو ميلمنو او وروڼو ته يې ښه راغلاست وويل.
ورپسې انجنيیر صاحب ذاکرالله صافی غونډه د قرانکريم په مبارکو آيتونو پرانيسته.
ورپسې مولوي صاحب ميوندوال د کندهار پوهنتون د شرعياتو د پوهنځی رئيس محترم استاد محمد مزمل اسلامي ته بلنه ورکړه تر څو په اسلام کې د روژې ارزښت او د مسلمانانو لپاره د دغه عبادت ستر اجر په اړه په زړه پورې وینا وکړه وروسته د ګډوانوالو ته وخت ورکړل شو تر څو د روژې په اړه خپل جالب خاطرات وړاندي کړي چي ځينو ګډونوالو خپل خاطرات وړاندي کړل.
تر دې وروسته د اسلامي صاحب په دعا سره د غونډه يو برخه چي درس ؤ، پای ته ورسېده. ګډونوالو روژه ماته کړه او د ماښام د لمانځه لپاره پورته شول، د لمانځه تر ادايني وروسته ګډونوال د روژه ماتي د خوړولو لپاره دمستقبل کورس انګړ ته چي له وړاندي د کندهار د جمعيت اصلاح د ځوانانو لخوا تيار شوی و رهنمايي شول.
هلته په ډېر منظم ډول د جمعیت اصلاح ځوانانو د خپلو ميلمنو وروڼو خدمت وکړ چي د راغلو ميلمنو د توجه او ستايني وړ وګرځېدل.
ډوډۍ د دعا په ويلو سره پاي ته ورسېده. او د ښه معرفي لپاره د جمعيت اصلاح وروڼه د خپلو راغلو ميلمنو سره کښېنستل او د خپلو کارونو او پلانونو په اړه يې ورسره خبري شريکي کړې تر همدې وروسته دغه پروګرام عملاً پر ۷ بجې او ۴۵ دقيقو پای ته ورسېدل.
One Comment
عبدالحمیدحلیمی
دغه سایټ ته دالله تعلی څخه ډیر توفیق غواړم،