راپور: عبدالرحمن زعیم – جمعیت اصلاح، فراه
په فراه ولایت کی جمعیت اصلاح دفتر د ټولنیزی روژه ماتی غونډی کوربه وو. د ټولنیزو او ګډو غونډو او محافلو جوړول د جمعیت اصلاح د فعالیتونو څخه شمیرل کیږی چی د مختلفو مناسبتونو لپاره داسی غونډی جوړیږی او پدی منځ کی یو ډول یی هم چی په مبارکی روژی میاشت کی جوړیږی هغه د روژه مات غونډه او میلمستیا، او قیام الیل، د روژی په میاشت کی دی.
د توحید علمی فرهنګی مرکز – په فراه ولایت کی د جمعیت اصلاح ساحوی دفتر د مبارکی روژی میاشتی په ۲۱مه نیټه د یوی ګډی غونډی او روژه ماتی د پروګرام کور به وو.
په دغه غونډه کی یوشمیر محصلینو، استادانو، د مدنی ټولنو استازو او په فراه ولایت کی د جمعیت اصلاح ساحوی دفتر اداری او فرهنګی مسوولینو برخه اخیسته وه او تقریباً یو ساعت یی دوام وکړ. غونډه د مازدیګر په ۶ بجو او ۱۵ دقیقو پیل شوه او د روژه ماتی د میلمستیا او ماښام د لمانځه په شمول، یو ساعت وروسته پای ته ورسیده.
د غونډی پیل د قرآنکریم مبارک د تلاوت سره وشو او ټوله غونډه په دریو برخه ویشل شوه، یوه برخه یی وينا، بله برخه یی په افغانستان کی د جمعیت اصلاح پرمختګ او لاسته راوړنو باندی یوه ځغلنده کتنه او بحث، او پای برخه کی یی د ګدونوالو ګډون په هغه میلمستیا کی وو کوم چی د روژه ماتی په مناسبت، د اصلاح ساحوی دفتر د همکارانو له خوا ترتیب او جوړه شوی وه.
د دغی غونډی ویناوال قاری محمد ابراهیم خلیل د هرات پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د اخیر کال محصل او په فراه ولایت کی د اصلاح دفتر ساحوی مسئول وو چی د خبرو محور یی د اصیل او صحیح اسلام مفهوم بیانول وه.
ښاغلی خلیل د خپلو خبرو په ترڅ کی هغه څه بیان کړل چی دده په وینا نن سبا په ټولنه کی ترویج دی او ډیر خلک داسی څه اسلام ته نسبت ورکوی چی د اسلام په مفهوم او سیرت کی داسی څه وجود نلری خو د خلکو د مالوماتو کموالی د دی سبب شوی چی خلک د اسلام او اسلامی سیرت څخه صحیح څه ترلاسه نکړی او په دی کار سره نه یوازی دا چی خپل ځان او ټولنی ته تاوان رسوی بلکی د دی لامل هم شی چی د نورو مذاهبو ذهنیت هم اسلام څخه واړوی.
هغه قرآن یی د اسلام اساسی قانون وباله او زیاته یی کړه چی په نړی کی داسی کوم شی لیدل شوی ندی چی د هغه په باره کی په قرآن کی بحث نه وی شوی او حلال او حرام یی د هغه په اړه بیان کړی نه اوسی، ښاغلی خلیل زیاته کړه: که چیرته مونږ قرآن ته رجوع وکړو او په قرآنی مفاهیمو غور وکړو نو مونږ په ډير آسانی سره کولای شو چی خپل ځان، ټولنی او خپل هیواد ته درسته لاره او قانون ترتیب کړو او ضرورت به ونلرو چی نوره نړی او نړیوال زمونږ لپاره قانون جوړ کړی او یا هم مونږ ته لاره وښیی.
محترم خلیل د خپل وینا په ترځ کی، اسلام یی د حق او عدالت دین، د قانون او حقیقت دین، د اقتصاد او سیاست دین، د نظم او رهبری دین، د هوسایی او خوشالی دین، او همدارنگه په دینا او آخرت کی یی د بریالیتوب یوازنی لاره معرفی کړ. همدا رنګه د خپلو ویناوو په پای کی، ښاغلی خلیل د غونډی د ګډونوالو او ټولو هیوداوالو، خصوصاً د ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چی د اصیل اسلام مفهوم رسول و ټولو مسلمانانو ته دی خپل مهمترینه مسوولیت وګڼی او په اړه دی مطالعه او تعلیم وکړی څو لومړی و هغوی خپل ته حقیقت روښانه شی او هغه څه واضح شی چی هغه ته اسلام ویل کیږی او اسلامی قانون او اصول په هغه باندی تکیه دی. د دی کار په کولو سره به خپل دینی او ایمانی وظیفه پر ځای کړو او حقایق په اسلامی امت ته روښانه کړو.
د غونډی په دوام کی، د فرهنګی شورا همکارانو له خوا، د جمعیت اصلاح په اړه د غونډی و ګډونوالو ته مالومات ورکړ شول او د اصلاح لاسته راوړنو ته اشاره وشوه. په ترڅ کی د جمعیت اصلاح د تأسیس، په مرکز او ولایاتو کی فعالیتونه، اصلی او فرعی څانګی، کمیسونونه، تعلیمی او تحصیلی مرکزونه، فرهنګی فعالیتونه، د اصلاح رسنی او مطبوعات، او همدا رنګه د مالی تمویل په اړه و ګډونوالو ته مالومات ورکړل شوه.
همدا رنګه د غونډی ګډونوالو په خپل وار سره، د جمعیت اصلاح فعالیتونه یی په ټول هیواد کی وستایل او یادونه یی وکړه چی جمعیت اصلاح په حقیقت کی هغه څه وړاندی کوی کوم چی زمونږ د هیوادوالو خصوصاً د ځوان، متعلم او محصلینو ضرورت دی تر څو په صحیح ډول اسلام تفهیم کړی او هغه څه زده کړی چی هغه ته اسلام وایی او د نیا او اخرت بریالیتوب په هغه کی موجود دی. غونډی دعایی او روژه مات سره پای ته ورسیده.
One Comment
نویدی
ماشاء الله
ډیر ښایسته پروګرام مو ترتیب کړی و
الله تعالی دی نورهم توفیق درکړی- آمین