راپور:شجاعت مومند
ايما په ننګرهارکې د دغه کورس چې دافغانستان اسلامي طبي ټولنې (ایما) لخوادسپین غر لوړو ز ده کړو موسسې په همکارۍ دایر شوی وو د تدریس چارې یې په ختیځه سیمه کې د ایما دمحصلینو مسول او د طب پوهنځي استاد دکتور صداقت مومند لخوا پر مخ بیول کیدې.
کورس د روان کال د سرطان میاشت په۱۷ نیټه دشنبی په ورځ د محترم قاري صاحب عبد الرحیم په غږ د قرآن مجید په څو مبارکو آیاتونو سره پیل شو.
ورپسې استاد صداقت مومند دکورس ددايریدو هدف ګډونوالو ته وړاندې کړ او زیاته یې کړه دافغانستان اسلامي طبي ټولنه يوه ازاده اومستقله طبي ټولنه ده چې د یو شمیر هغو روغتیایي کا رکونکو لخوا رامینځته شوې چې د جمیعت اصلاح غړیتوب لري او زیاته یې کړه نوموړې ټولنه په مختلفو روغتیایي برخو کې په ټول افغانستان کې فعا لیت لري لکه د طبي کمپونو له لارې هیوادوالو ته د وړیا خدماتو وړاندې کول،د دیني او طبي درسونو وړاندې کول او نور چې دا کورس هم دهماغي لړۍ یوه برخه ده.
ورپسې درس پیل شو چې نږدې ۱۰۰ تنه نارینه او ښځینه محصلینو پکې ګډون درلود چې دشرعي احکامو او افغاني دودونو په نظر کې نیولو سره دورونولپاره جلا او د خویندو لپاره جلا درسي خونې برابرې شوې وې چې بالاخره دروان کال دسرطان میاشت په ۲۹ نیټه پای ته ورسید.
ګډونوال له تدریسي بهیره خوښ ښکاریده او په راتلونکې کې یې دداسې پروګرامونو ددوام هیله وکړه.
دیادونې وړ ده چې محترم داکتر سید خالد راشد د ایما په استازیتوب د سپین غر لوړو زده کړو موسسې نه مننه وکړه چې دتدریسي خونو ،برق ،او نورو درسي موادو برابرولوکې یی هیڅ راز مرسته ونه سپموله.
هیره دې نه وي چې په نږدې راتلونکي کې به د ایما او سپین غر د لوړوزده کړو موسسې لخوا په ګډه چمتو شوي فراغت لیکونه هم ګډونوالو ته ورکړل شي.
One Comment
داکتر عبدالله نیازی
الحمد لله ثم الحمد لله:
دیره کامیاب او اهم کار تر سره شوی دی مشوره ورکوونکو . کمک کوونکو او تطبیق کوو نکو ته د خدای ” ج ” بوره بوره اجرونه ور کری .