راپور: مطيع الله امانزی
نوموړی کمپاين چې د جمعيت اصلاح او بشري مرستو ټولنې لخوا په ګډه د رمضان المبارک په اتمه د جمعې په ورځ په جلال اباد ښار کې پيل شوی وو لمړی پړاو يې په برياليتوب سره بشپړ شو او د کمپاين لپاره جوړ شوي کمپونه د رمضان المبارک په پنځلسمه د جمعې له لمانځه وروسته په رسمي ډول وتړل شو. د مرستو راټولو دغه کمپاين په وروستۍ ورځ د جلال اباد ښار په يو لړ نورو مساجدو کې هم ترسره شو چې هيوادوالو پکې د خپلو بې وزله مسلمانو ورونو او خويندو لپاره بې ساري مرستې وکړې.
د کمپاين په ترڅ کې د مرستو راټولو ترڅنګ د معلوماتي بروشرونو ويشلو او بينرو پر مټ خلکو ته دا پيغام ورسول شو چې بايد هر مسلمان د بل مسلمان ورور په درد ودرديږي او د اړتيا پر وخت ورسره لازمه مرسته وکړي. هيله ده چې د دې کمپاين په وسيله به خلکو کې يو بل سره د مرستې جذبه رابيداره شي او په ټولنه کې به يو مثبت بدلون رامنځته شي.
کمپاين د مرستو راټولولو په درې کمپونو او ۱۳ جوماتونو کې ترسره شو چې د هډې مسجد، انګورباغ مسجد، ګمرک مسجد، سپين مسجد، صحت عامې مسجد، هاشمي مسجد، نجم الجهاد فاميلو مسجد، مصطفی مسجد، ابوحنيفه مسجد، اتفاق مسجد، کمپونو مسجد، مهترلام مسجد او روښان مينې مسجد پکې شامل وو. د کمپاين د مرکزي کمپونو او مسجدونو ترڅنګ د جمعيت اصلاح رضاکارو ځوانانو د کرځنده ټيمونو له لارې هم مرستې راټولې کړې.
ځينې بااحساسه مسلمانو ورونو چې د بروشر او يا انټرنيټ له لارې له کمپاين څخه خبر شوي وو له هيواد له بهر څخه هم نوموړي کمپاين سره د پام وړ مرسته وکړه.
د کمپاين په ترڅ کې ټولې لاسته راغلې مرستې په لاندې ډول دي:
د مسجدونو له لارې راغونډې شوې مرستې: ۲۳۱۱۴۸ کلدارې، ۲۴۲۶۴ افغانۍ ، ۳ ډالر، ۵۰۰ ريال
د کمپونو له لارې راغونډې شوې مرستې: ۳۲۵۷۸۴ کلدارې، ۳۹۴۱۷ افغانۍ، ۲۱ ډالر
د ګرځنده ټيمونو له لارې راغونډې شوې مرستې: ۲۹۹۲۱۰ کلدارې، ۵۵۸۰ افغانۍ، ۱۳۲۰ ډالر
د هيواد له بهر څخه راليږل شوې مرستې: ۷۰۰۰۰ کلدارې
د ټولو لاسته راغلو مرستو مجموعه ۵۸۰۰۰۰ افغانۍ کيږي او ۳۳۰ کورنيو ته به پرې د روژه ماتي خواړه برابر شي چې دا د نوموړي کمپاين د ټاکل شوي هدف ۷۱ فيصده جوړوي.
په پام کې ده چې د کمپاين په دوهم پړاو کې به د رمضان المبارک په شپاړسمه د يکشنبې په ورځ د سهار په نهه بجو د جمعيت اصلاح جلال اباد په سيمه ايز دفتر کې دغه ۳۳۰ بې وزله کورنيو ته د خوراکي توکو کڅوړې وويشل شي.
په خوراکي توکو کې وړه، وريجي، غوړي، لوبيا، بوره، شين چای او خرما شامل دي
8 Comments
عبدالرحمن زعیم
ما شاءالله
الله تعالی دی و ټولو کسانو کوم چی مرسته یی کړی او کوم چی دی کمپاین کی برخه اخسیتی وه، اجر ورکړی.
محمد د یدار
الله ج دی هغه ټولو ورونو ته زیا ت اجر ورکړی چا چی مرسته کړی او یا یی کمپاین کی برخه اخسیتی .
عثمان افضلی
بارک الله فیکم
احسنتم. جزاکم الله خیرا
فردین شاه
الله اکبر و لله الحمد
امیدوار هستیم که ازین برنامه ها بیشتر و بیشتر گردد.
عبد الفتاح جواد
جمعیت اصلاح څلور سوه بې وزلو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل…
خبریال عبدالمعيدهاشمى.Aug 5, 2012 – 12:17
جلال اباد( پژواک، ١٥ زمرى ٩١): د جمعيت اصلاح ټولنې هغه مرستې، چې د يوې اونۍ په بهير کې يې په جلال اباد ښار کې د يو کمپاين په ترڅ کې له شتمنو هېوادوالو راټولې کړې وې په څلور سوه بې وزله کورنيو ووېشلې.
د جمعيت اصلاح ټولنې د ننګرهار ددفتر مشر عبدالرحيم صراف د زمري په ١٥ مه پژواک اژانس ته وويل، چې مرکز يې په هېواد کې د يو خوځنده ټولنيز سازمان په توګه د هېواد په مادي او معنوي بيارغونه کې هلې ځلې کوي.
د هغه په وينا، ګڼ شمېر ښوونځي، دار الحفاظونه، ديني مدرسې، د ښوونکو د روزنې موسسې او روغتونونه جوړ کړي دي.
نوموړي زياته کړه،چې يوه اونۍ مخکې د (کوچنۍ صدقې او ستر اجر) تر سرليک لاندې د مرستو ټولولو کمپاين ترسره کړ؛ چې د اونۍ په بشپړيدو سره يې نن د دغه ولايت څلور سوه کورنيو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
د مرستو را ټولولو د کمپاين مشر خالد راشد پژواک اژانس ته وويل؛ چې د شپږ ورځو په اوږدو کې يې هيله درلوده، چې لږ تر لږه د زرو اړو کورنيو لپاره به د خوراک کڅوړې برابرې کړي.
د هغه په وينا، ١٥٠ تنه رضاکاران يې د مرستو ټولولو په موخه ګومارلي وو، چې ټولنه يې وتوانيدله ايله څلور سوه کورنيو ته مرسته شوي خوراکي توکي راټول کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د ښار په ديارلسوو سترو جوماتونو، د ښار په څلورو واټونو او يو شمېر ملي سوداګرو څخه يې دغه مرستې راټولې کړې، چې هرې کورنۍ ته يې د وريجو، لوبيا او بورې څلور کيلويې کڅوړې، د غوړيو پنځه کيلويې پيپ، نيم کيلو چاى، يوه کيلو خرما او يوه شل کيلويي د اوړو بورۍ ووېشلې.
له چپرهار ولسوالۍ څخه راغلي يوتن بې وزله محمد نبي، چې مرسته يې ترلاسه کړې وه، پژواک ته وويل :(( ډير خوشحاله يم هر څه يې راته مکمل راکړل، په روژه کې له مزدورۍ خلاص شوم.))
د جلال اباد ښار له انګور باغه راغلې دل جانه،چې خاوند يې په دواړو پښو معيوب دى پژواک اژانس ته وويل، ډېره خوشحاله ده، چې د ياد مرکز رضاکارانو د غريبو او بې وزلو لپاره نورو ته رنګ زيړ کړ او دوى ته يې مرستې راټولې کړې.
د يادونې ده، چې دا په سږنۍ روژه کې لومړى ځل دى، چې د دغه ولايت پر بې وزلو خوراکي توکي وېشل کيږي، چې په پخوا کلونو کې به د والي ګل اغا شېرزي او يو شمېر سوداګرو له لوري پراخه مرستې کيدلې.
داکتر عبدالله نیازی
ما شاء الله ثم ماشاء الله
الله تعالی دی ستایسو دا نیک کار قبول کړی .
داکتر عبدالله نیازی
الله تعا لی دی دستاسو دا نیک کار قبول کړی
asad
جزاکم الله خیرا
الله تعالی دی ستایسو دا نیک کار قبول کړی